ولسواکي په خپل کورني بعد کې په دوو توکو(( رضايت)) او ((ثبات)) ولاړه ده. دغه توکي ولسواکي له يوه اړخه له دولت او له بل اړخه له ملت سره تړي او ددغه تړاو په پايله کې مشروعيت او مقبوليت زېږوي. دغه ډول ولسواک حکومتونه امنيت تر نورو هغو ښه را پېژندلاى شي. په اوسمهالي پېر کې رښتينى ثبات د سياست او حکومت په لړ کې د ولس له (( رضايت)) پرته شونى نه برېښي. ولسواکي په بهرني او نړيوال بعد کې په امنيتي معادلاتو کې ډېره اغيزناکه برېښي، خو دا له کورني هغه سره توپير کوي. په کورنيو مسايلو کې د ولس د غوښتنو ترمنځ انډول او د د وګړو د ملاتړ له مخې د سياسي نظام کارنده توب د امنيت منطقي بڼه راښيي. په بهرنۍ څانګه کې د امنيتي معادلو خوځند يا متحرک لامل لا تراوسه همغه ((ځواک)) يا قدرت ګڼل کيږي. پر دې دواړو سربېره ولسواکي د يوه هېواد لپاره اعتبار زېږوي او همدغه اعتبار د يوه قدرت په توګه د هېواد امنيتي ضريب لوړوي. په اوسمهالې نړۍ کې ډېرى هغه هېوادونه ، چې له ولس سره يې اړيکي پرې شوي او يا د ولس له بېباکۍ سره مخ شوي، د دښمن د رواني او پوځي تېريو پر وړاندې د درېدو توان نه لري. د امنيت د ټينګ او پورتنيو څو يادو شويو توکو د پرځايښت لپاه درې اصلي منطقه کارول کيږي. لومړى هغه تشه واکمني ده، چې امنيتي ضريب د واک په غځولو کې ويني او(( له خبرو اترو)) پرته امنيت لټوي. دوهم د اقناع منطق دى، چې امنيت د (( رضايت)) له لارې لټوي او روا قدرت را زېږوي او وروستى هغه د (( ټولي- جماعت)) منطق دى، چې د ډله ييز امنيت، د نړيوالې ټولنې امنيت او همکارۍ  دکتورينونه ترې راوځي. د کورني او بهرني امنيت په برخه کې اوسمهال تر ډېره پر (( رضايت )) ډډه کيږي. په همدې لامل کورنى امنيت پر دوو توکو بنسټ مومي: حکومت او ملت. ملت که څه هم د قدرت سرچينه ګڼل کيږي ، خو کله، چې واک په قانوني ډول واکمن پلاوي ( حکومت ) ته سپارل کيږي ، په عملي ډول د قدرت د اعمال روا حق هم حکومت ته لېږديږي.
په افغانستان کې که ددغو توکو تطبيقي اړخ څيړو، مثبتې او منفې دواړې خواوې لري. افغانستان د ولسواکۍ پر لورګامونه اېښي او حکومت د نسبي رضايت پر بنسټ منځته راغلى، خو دغه رضايت په وروستيو څو کلونو کې د بېلابېلو لاملونو له مخې کمزورى شوى او ثبات ورځ په ورځ ګواښي. په کورني بعد کې د ثبات مساله د رضايت په پرتله ډېرځله د واک غځولو له لارې پلي شوې او اپوټه منفي پايله يې ورکړې ده. څو مره، چې نړيوالو ځواکونو له پوځي لارو کار اخستى په همغه کچه يې ټيکاو له ګواښ سره مخ کړى، همدغسې د خبرو او پخلاينې بهير څو مره، چې اړين دى، هغسې نه دى تر سره شوى او ډېرې لږې لاسته راوړنې لري. په بهرني اړخ کې افغانستان هغسې ځواک نه لري، لکه د امريکا په څېر، چې د سپټمبر ١١ مې يې کورنى امنيت وګواښه سملاسي يې ځواک وکاراوه او پر افغانستان يې يرغل وکړ. دلته اوس نړيواله ټولنه راغلې او نړيوال ځواکونه پراته دي، په بهرني اړخ کې که امنيت ته پېښ ګواښونه دولت نشي دفع کولاى نړيواله ټولنه او ځواکونه په دې برخه کې لږ ترلږه دومره کولاى شي ، چې د پاکستان او اېران په څېر ګاونډي هېوادونه د افغانستان په کورنيو چارو کې له لاسوهنې را وګرځوي او که نه شته والى يې د افغانستان ستونزه لا کړکېچنه کوي.
په افغانستان کې روانې ستونزې او حل لارې له دريو ارونو سره تړل کيږي:
- د نړيوالې ټولنې او دولت له ځنډ او خنډ سره مخ امنيتي ستراتيژي
- د افغانستان په اړه د ګاونډيانو د ستراتيژيو تشخيص
- د کورميشتو ځواکونو (ډلو ټپلو) دريځونه او پر امنيت د هغو اغيز
د طالبانو تر ماتې وروسته په افغانستان کې د نړيوالې امنيتي ستراتيژۍ څرک نه و. همدا بې ستراتيژيتوب و، چې طالبان او نورې ډلې بېرته را پورته شوې او له تشې او موقع نه يې په ګټې اخستنې سره ځانونه بېرته سمبال کړل. که دولت او نړيوالې ټولنې د پاکستان( او خپلې امنيتي) ستراتيژۍ په پام کې نيولې واى ښايي د جګړو  لمن دومره ارته او پراخه نه واى. پر دې سربېره کورني عوامل او يو شمېر ځواکونه هم د امنيت په برخه کې بې اغيزې نه دي. د وسلې ټولونې کمزورى بهير او په کور دننه وسله والې ډلې او له  بهر سره تړلي ګوندونه ټول هغه کورني عوامل دي، چې په سويل کې د جګړې پر اور تېل پاشي. په همدې ترڅ کې د سياسي ګوندونو پر شخصي او ګوندي ګټو ولاړ دريځونه ،د پارلمان سليقوي برخورد او يو لړ رسنيز بې جلبه فعاليتونه په ټوله کې د ټيکاو پښې وهي او وضع د ښه والي پرځاى دبدوالي پر لور بيايي.  تر دې لا بد اړخ د بهرنيو ځواکونو ړنده بمباري ده، چې هره ورځ د ملکي وګړو دمرګ ژوبلې لامل ګرځي.
په بهرني بعد کې تر ټولو ستر لامل د پاکستان لاسوهنه ګڼل کيږي. افغانستان او نړيوله ټولنه پاکستان د طالبانو په ملاتړ او حمايه کې پړ بولي او دا ملاتړ او حمايه جنګياليو ته دا توان ورکوي،چې د پاکستان له خاورې څخه په استفادې سره پر افغانستان بريدونه وکړي او مرکزي دولت کمزورى وښيي. همداراز د نشه يي توکو په مخنيوي او کورنيو ناکراريو کې ددولت ناتواني مخالفو اړخونو ته دا زمينه برابروي ، چې په ولس کې نفوذ وکړي او جنګيالي ومومي.
په کورني بعد کې کمزورې اداره، چې اداري درغلي، بېکاري، ړندې بمبارۍ، د مکافاتو او مجازاتو نشتوالى او مصلحتونه پکې شامل دي، يوه ستره ننګونه ده.  دولت( او په ټوله کې نړيواله ټولنه ) که غواړي وضع کنټرول کړي بايد په خپل کورني او بهرني سياسي- امنيتي بعد کې غوڅ بدلونونه راولي. په بهرني بعد کې نړيواله ټولنه او په سر کې امريکا کولاى شي پاکستان کرار کړي او لږ ترلږه د بهرنيو جنګياليو د رااوښتو او يا د هغوى د تمويل لارې پرې بندې کړي. په کورني بعد کې نړيواله ټولنه بايد د پوځي لارې پرځاى اقتصادي لارې پر کار واچوي. که دولت او نړيوال ځواکونه د ولس رضايت غواړي، د هغوى روا غوښتنې بايد په پام کې ونيسي او له بېځايه بمبارۍ او د کورونو له تلاشي بايد ډډه وکړي.پ ه ټوله کې که د امنيتي وضعې د ښه والي هڅې کيږي، بايد پر يوې نوې ستراتيژۍ کار وشي، يوه داسې ستراتيژي، چې ټول داخلي او بهرني واقعيتونه پکې په پام کې ونيول شي، له دې پرته ښايي پر وضع کنټرول له دولت او نړيوالې ټولنې نه زياته بيه وغواړي.