شيخ محمداصف محسني د افغانستان د (جهادي مشرانو) او ايت الله ګانو په ډله کې يوه مهم کس شمېرل کيږي. هغه د جهاد په کلونو او وروستيو پېښو او بيا د لويې جرګې او نوي حکومت په بهير کې جوت ((رغند- تخريبي)) رول درلود. د کندهار د امام باړې دغه مخکښ د جهاد په کلونو کې د اېراني ايت الله ګانو په مرسته د (( حرکت اسلامي)) مشر او د قيادي شورا غړى او وياند شو. د خپلې تېرې ژبې ، فصاحت او پر ديني علومو د برلاسي له امله يو ژبور مذهبي کس ګڼل کيږي. کله، چې په اېران کې (( حرکت اسلامي)) ګوند د اېران د سپاه پاسدران په نوښت جوړېده، شيخ اصف محسني په سوريه کې اوسېده او اېران د ياد شوي ګوند مشرتابه ته دى غوره وګاڼه.دده په راتګ سره د حرکت ګوند تشکيلات بدل شول، سادات او قزلباش شيعه ګان پکې ښو څوکيو ته ورسېدل. دا، چې هزاره شيعه تر يوه بريده له ده نه لرې و او په قومي لحاظ دده په اخور نه راټولېدل، له نورو شيعه ګوندونو سره يې ولوېده. ايت الله اصف محسني د شرع شرطه الخميس پر بنسټ خپل ګڼ مخالفان تر تېغ تېر کړل، خو د شپيتمې لسيزې تر نيمايي پورې ګڼ شمېر کندهاريان او هزاره ګان بيا هم دده پلويان وو. په سويس، کوېټ ، سوريه او پاکستان کې ګڼې مالي مرستې ددغه اېراني وزمه اخوند بانکي حسابونو ته تويې شوې. شيخ په اسلام اباد، د قم په حرمسراى او د دوبۍ په عشرتځايونو کې لارې وکړې او د اېران له څارګرو ادارو سره يې اړيکي پاخه شول. له اېران سره د يو شمېر هزاره ګوندونو د اړيکو له ترينګلتيا وروسته شيخ محسني کوښښ کاوه، يو شمېر هزاره ګوندونه وځپي او په دې برخه کې اېران او شيخ محسني تر ډېره بريالي هم شول. د کورنيو جګړو پر مهال يې د نظار شورا ملا وټپوله او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال يې په ارګ کې د ((اميرالمومنين)) د ثناخوانۍ خوبونه ليدل، خو همدا، چې طالبان مات شول، (( شر)) يې وبلل. د اساسي قانون د لويې جرګې پرمهال شيخ کوښښ کاوه، چې د اېران د اساسي قانون د ساتونکې شورا(( شوراى نگهبان)) په څېر يوڅه ترلاسه کړي، خو پښه يې بنده پاتې شوه. هوښيار شيخ د کابل په نږدې ٦٠ جوماتونو کې ملا امان دې ته وهڅول، چې ووايي، د (جعفريه فقې) رسميت دده ابتکار و او په دې توګه پر دې بريالى شو، چې د شيعه علماوو د ټولنې مشر او په کابل کې د اېران په مالي لګښت يوه لويه مدرسه او يوه ټلويزيوني شبکه پرانيزي. شيخ د (( حوزۀ علميه)) او (( تمدن)) ټلويزيون په نامه د قم او نجف د مجتهدينو په مليونونو ډالر ترلاسه کړل او دا دى اوس د نظامي ستراتيژۍ پرځاى مذهبي- فرهنګي ستراتيژي پلى کوي. د شيخ اصف محسني دغه علميه حوزه يا مدرسه ښايي په افغانستان کې سارى ونه لري. کلونه کيږي، چې ودانۍ يې نه پشپړيږي ، خو دا دومره لګښت له کومه راځي؟ ايا له بهرنۍ مرستې پرته شونې ده، چې ايت الله محسني دې دومره ستره مدرسه او په هغې کې په زرګونو طالبان په وړيا ډول و روزي او وپالي؟ تمدن ټلويزيون سره له دې، چې مذهبي بڼه لري، خو په ټوله کې د اېران دهغې پاليسۍ زېږند دى، چې په ګڼو هېوادونو کې يې پلي کړې دي او راز راز مذهبي توپيرونه او جنګ جګړې يې پرې را پورته کړې دي. په نړۍ کې دوه هېوادونه ( پاکستان او اسراييل) وو، چې د مذهب په نامه جوړ شول او په همدغه مذهبي بنسټ يې خپلې ناسيونالستۍ ټينګې کړې، خو درېيم هغه اوس اېران دى، چې د مذهب په نامه په نړۍ کې د پښې ټينګولو او ځواک څرګندولو هڅې کوي. په لبنان کې ((المنار))،(( العربيه)) او يو شمېر نور ټلويزيونونه د تمدن په څېر د اېران هغه رسنۍ دي، چې تهران خپلې مذهبي- فرهنګي ستراتيژۍ پرې پلې کوي. نړيوالو ځواکونو کولتور او مذهب(په مثبت اومنفي دواړو اړخونو کې) تل د ملتونو په ماتو او برياوو کې د يوې کارنده وسيلې په توګه کارولي دي. اېران هم دغه وسيله او کارنځاى(( افغانستان)) په ښه توګه پېژندلي او د خپلو سياسي او اقتصادي موخو لپاره يې ګڼ شمېر رسنۍ او ((شخصيتونه)) په لاس کې اخستي دي.
د پخواني پاچا ظاهرشاه په مړينه کې د((تمدن)) دخپرونو قطع کېدل،ددغه ټلويزيون پاليسي او پاليسۍ جوړوونکي موږ ته په ښه توګه راپېژني. اېران له شاهي نظامونو وېره لري او ظاهرشاه د افغانستان د پخواني پاچا په توګه د اېران لپاره يو اغزى و، چې په هيڅ ډول يې د هغه شتون نه شو زغملاى. تمدن د يوه اېراني ټلويزيون په توګه طبعاَ د خپلو اخوندانو له اجازې پرته د پاچاهانو رجزونه! نشي ويلاى. د تمدن ټلويزيون چاپېريال اېرانى برېښي، ځکه ګڼ شمېر کسان يې، چې ډېرى د ګرافيکس او طراحۍ دندې پرغاړه لري اېرانيان دي او يا هغه کسان دي، چې په تهران کې د هر کس پر روزنه زر زر ډالره مياشتنى لګښت شوى دى. په افغانستان کې ډېر لږ داسې ادارې دي، چې د((اضافه کاري)) لاسباړه ورکړي، خو تمدن دغه اضافه کاري په ډالرو ورکوي. د تلويزيون د موټرو بڼه، ودانۍ، تنخواوې، شرايط ، د خپرونو بڼې، خپرنيزه پاليسي او نور... دا په زبات رسوي، چې د اېران د قم او نجف له مجتهدينو( اخوندانو) پرته دغه شبکه او د محسني صېب ( علميه حوزه) يوه ورځ هم ژوند نشي کولاى.
په هرحال دلته په افغانستان کې ، چې هرچا سپينه جامه اغوستې، د جامې او پګړۍ کرامتونه يې هېر کړي او ددوى په ټس کې د سپينې جامې ګڼ نور بې ګناه کسان هم داغمن شويدي. د داسې ورځې په تمه، چې څوک مو مذهب او اسلامي احساسات د نورو د ګټې لپاره قرباني نه کړي. ځکه دا هغه ايت الله ګان دي، چې درست عمر يې په کندهار کې په عزت او درنښت تېر کړ، خو د کابل په هوا کې يې د کندهار بد رد وويل او په ټوله کې يې پښتون د استبداد په نامه وراټه.
سهار وېبلاګ دليکوالو د ليکنو اونظرسپيناوى نه کوي