په دې وروستيو كې دخوراكي توكو او اوبلن ګاز بيې له تمې ډيرې لوړې شوې.داوبل ګاز يوه كيلو له ۳۰-۳۵ څخه او۷۰ افغانيو اوداوړ ديوې سل كيلويي بورۍ قيمت له ۱۳۴۰ څخه ۱۶۰۰ او۱۷۰۰ ته لوړ شو همداسې دنورو اړينو توكو بيې هم په همدې ډول لوړې وختې، خواوس په رسنيو كې خبرونه خپاره شوي، چې يوشمير چارواكي او زورواكان ددې موادو دبيې په لوړيدو كې لاس لري .ويل كيږي، چې دوى داكار پرولس دفشار راوستو اوهغوى دحكومت پروړاندې د را پاريدو په موخه كوي.
له كله نه، چې په افغانستان كې جګړې پيل شوې تر نن پورې افغانان او افغانستان كله هم دبهرنيو زبرځواكونو دسيالۍ ډګر ګرځيدلي او كله هم د كورنيو زورواكانو دخپل منځي جګړو،سياسي واك دترلاسه كولو دغوبل او نورو تيريو ښكار ګرځيدلي دي.
دطالبانو له را نسكوريدو او په هيواد كې دنوي نظام په راتګ سره يوشمير هغه كسان، چې دطالبانو مخالف و او موقع په لاس ورغله او دحكومت په ګدۍ بيا كښېناستل اوس يې له واك څخه دبې واكه كيدو او له سياسي ډګر څخه دويستو ګونګسې دي، چې خداى شته پردوى يې ښه تاثير نه دى كړى.دوى داسې انګيري، چې تل دې احمدخان او تل دې سره اوښان وي،يا نې دوى هيڅكله هم نه غواړي، چې له خپلې څوكۍ څخه ايسته شي.دوى په دې برخه مخكې له دې هم له خپل ځان څخه يو ډول وړتيا وې ښودلې دي،لكه د كابل په خپل منځي جګړو كې ، خو بيا يې دواك د تر لاسه كولو لپاره ان، چې له هغو كسانو سره، چې دوى خپل دښمنان بلل او ترنيمايي زيات افغانستان او كابل يې پرې وران كړ،خبرې وكړې او پريوه جبهه يانې متحده جبهه كې راغونډ شول ،چې موخه يې ددوى په اند دتل لپاره په سياسي قدرت كې پاتې كيدل و.
نوهركله هم، چې ددوى ته دبې واكه كيدو ، يا هم له څوكۍ څخه دايسته كيدواويا هم د قدرت د راكميدو خبره وشي، نودوى په ځان نه پوهيږي،شينې مچۍ يې وچيچي ،اوهر هغه څه ترسره كوي، چې ددوى په خير وي نه دملت او دخوار غريب افغان، دهغه افغان، چې له كلونو كلونو راهيسې يې دهيواد دفاع كړې او پردي يې ځغلولي دي ،چې تر ټولو ستر او روڼ مثال يې همدا د خوراكي توكو او داوبلن ګاز دبيې لوړول دي.داسې ويل كيږي چې ددې موادو زياتره شركتونه دهمدې زورواكانو او يوشمير چارواكو دي.يا هم په هيواد كې دسياسي جوړجاړي مخالفت كوي.دوى په دې وروستيو كې له طالبانو سره دخبرو هم مخالفت كوي او نه غواړي دهغوى په راتګ سره دخپل قدرت كچه راټيټه كړي.
داسمه ده، چې ترتيرو څو حكومتونو په دې حكومت كې دخلكو كار روزګار ښه دى ،خو لا هغې كچې ته نه دى رسيدلى،چې هغوى دې په دې بيه خوراكي توكي اويا دسون مواد راونيسي اوخپل ژوند دې پرمخ بوزي.لا تراوسه هم شپيته سلنه خلك دورځې ۵۰ افغانۍ عايد لري ،چې په دومره عايد په هيڅ صورت نه شي كولاى چې په ياده بيه دې خوراكي توكي راونيسي او خپل ژوند دې پرمخ بوزي.
داخبر د لويې څارنوالۍ له لوري درسنيو په واك كې وركړل شوى دى،همدا لوى څارنوالې بايد ددولت په مرسته دامافيايي ډلې ونيسي او دقانون منګولوته يې وسپاري. كه پر ځينو يې زور نه رسيږي دومره خو ضرور كولاى شي چې هغوى رسنيو ته ورپه ګوته كړي،څو هغوى يې څيرې ملت ته وروښيي ،چې داكسان غواړي دخپل قدرت د لاسته راوړو لپاره ملت يو ځل بيا په وينو كې ولمبوي او بيا مو پروينو څو پوړيزې ودانۍ جوړې كړي.كه چيرې دولت په دې اړه بې تفاوته پاتې شي ،زما په اند، چې داسې خلك به بيا هم له موقع څخه استفاده وكړي او په رښتيا به هم دملت اودولت ترمنځ واټن را پيدا شي. دولت ته په كار ده چې دداسې كسانو په وړاندې ودريږي او پرې نه ږدي چې نور ددې ملت ويني وڅښي او په خپله ګټه يې يو وار بيا په وينو كې ولمبوي.
دولت بايد بازار كنټرول او بعضې وخت په خپله هم داسې ځينې توكي وارد كړي او په داسې حالاتو كې بازار ته عرضه كړي.كه داسې وكړي له يوې خوا به ددې مافيايي ډلو مخه ونيول شي او له بل پلوه به دخوار غريب كار روزګار روان شي او نه به هم له دولت څخه خلك واټن پيدا كړي.
په پاى كې بايد دا ټكى هم ور اضافه شي، چې دازورواكان او دقدرت تږي هيڅكله هم نه مړيږي،نوملت بايد نور ددوى په لاره قدم كښنږدي او ددوى په لاره لاړ نه شي.دوى تل ملت تيرايستلى او هيڅكله يې هم ملي ګټې تر خپلو شخصي ګټو غوره نه دي بللي،نو داسې كړنې لكه دا پورته ذكرشوې خبره نو داهم ددوى سياسي چال دى او بيا هم په دې هيله ده چې له دې لارې ملت او حكومت سره واچوي او دوى همداسې په قدرت كې پاتې شي،خو زه پوره باور لرم چې ملت داهرڅه ښه درك كوي او پردې پوهيږي چې په دې اوسني حكومت كې ډيرى داسې كسان ننوتلي دي،چې هغوى نه دملت په ګټه كاركوي اونه دحكومت .
سياست