د CBS News شبكې خبرياله(( اليزابت پالمر ))\  ژباړن : نذيراحمد سهار

د صدام حسين د واكمنۍ تر نسكورېدو څو كاله وروسته د بشري حقونو د دفاع په نامه يو شمېر ادارو د بعث ګوند د واكمنۍ پرمهال د زندانونو د څرنګتيا او له زندانيانو سره د زندان ساتونكو د سلوك په اړه ګڼ رپوټونه خپاره كړل. پر عراق د امريكايي يرغل څپو او د ابوغريب او نورو زندانونو داستانونو د صدام حسين او د بعث ګوند ظلمونه تر سيوري لاندې راوستل.

د امريكا د CBS News شبكې خبريالې(( اليزابت پالمر )) د عراق د ولسمشر طارق الهاشمي په ملتيا د ((خادميه )) زندان په اړه يو رپوټ جوړ كړى ، چې له سي بي اېس شبكې نه خپور شوى دى. دغه رپوټ د عراق د ښځينه زندانيانو وضع انځوروي.

د پنجرې ترشا:

((دغه ښځې په دې ګناه زندان ته اچول شوې ، چې مېړونه يې تورن پېژندل شوي، له هغوى سره يې په زندان كې زامن هم اوسيږي. تر ټولو بده لا دا، چې له زندان نه د هغوى د وتلو هيڅ لاره نشته.

د بغداد د خادميه زندان ښځينه بنديانې له ډېر وخت راهيسې د د وسيې د وړاندې كېدو او محكمې په انتظار دي.

د زندان د وسپنيزو پنجرو له شانه يې چيغې اورېدل كيږي:

(( زموږ مېړونه تورن دي او پرځاى يې موږ نيول شوې يو....پر موږ تېري شويدي....))

(( موږ حاملې يو، موږ يې په سقط جنين اړ اېستې يو... ))

همدا اوس د بغداد په خادميه زندان كې نږدې ۲۲ ښځينه بنديانې شپې سبا كوي. يو شمېر يې له ماشومانو سره يوځاى زندان ته راغلې، خو داسې ماشومان هم پكې شته، چې د زندان د پنجرو ترشا يې نړۍ ته سترګې غړولې دي.

ډېرى ښځې له سند او شواهدو پرته د ترهګرۍ په تور نيول شوې دي. هيڅ داسې هيله نشته، چې هغوى ته به حقوقي سلاكارې يا د محكمې د دايرېدو ټاكلې نېټه وركړل شي. ددغو ښځينه وو له ډلې څخه يوه هغه وايي: ((هغوى زما د مېړه په لټه كې وو، كله يې، چې ونه موند ، له دليل او تور پرته يې زندان ته واچولم)).

يوه بله ښځه په اوښلنو سترګو وايي، چې دوه كاله مخكې امريكايي ځواكونو د بغداد په شنه (ګرين) سيمه كې ونيوله او په دغو دوو كلونو كې يې له كورنۍ سره هيڅ اړيكه نه ده نيولې.

د شرم خولې:

طارق الهاشمي، چې يو نرم سياستوال ترسترګو كيږي، هڅه كوي هغوى ته ډاډ وركړي: (( موږ ستاسو د ستونزو اواري لپاره يوه كميټه ټاكلې ده... هرڅه به ژر جوت شي...)) خو د زندانيانو له منځه پركټ يوه غځېدلې ښځه د ولسمشر مرستيال ته ځواب وركوي: (( ستاسو پر خبرو څوك اتبار نه كوي... زه دا يو يو نيم كال كيږي، په دې لګيا يم ، چې وپوهېږم ولې دلته راوستل شوې يم)).

ددغو ښځو په زړونو كې ډېر نورڅه هم شته، چې الهاشمي يې د اورېدا انتظار نه درلود: (( پر ما يې تر نيولو وروسته جنسي تېرى وكړ، پرما يې د ترهګرې تور ولګاوه او په ۲۰ كاله بند محكومه شوې يم)).

په داسې يوه هېواد كې ، چې د ناموس پت يو اصل او ار ګڼل كيږي، دغسې خبرې يو ډول پيغورونه دي. طارق الهاشمي سور واوښت او سره وڅخنېد.   له الخادميه نه ليدنه پاى ته رسېدلې ده. الهاشمي وايي: (( هغوى زما پر شخصيت ډېر بد وار وكړ... دا ډېره شرموونكې ده، چې زه دداسې يوه ولسمشر مرستيال و اوسم، چې له ښځو سره يې دا وړ چلن كيږي.))