نن هغه ورځ غندل كيږي، چې روسانو فغانستا ته خپل ناولي ګامونه پرې اېښي. دغه ورځ د خپل تور او كرغيړن شاليد ترڅنګ افغان ولس ته دهيلى يو زيرى هم لري: ((دهر يرغلګر پر وړاندې يو موټى افغان)).
 د 1358 ل كال د مرغومي شپږمه نېټه پر افغانستان د سرو لښكرو د يرغل د ورځې په مناسبت هر كال غندل كېږي، دغه غندنه كه د ځينو پټو او ښكاره لاملونو له مخې ورځ په ورځ پيكه كيږي خو وركه نه لري. روسان له افغانستان نه په وتلو اړ ايستل شول، خو د څوكۍ او واك څو لېونيو ولس يو ځل بيا په اور او وينو و لړه. د جهاد ثمره د څو وخت جوړو مشرانو د لېونيو هوسونو ښكار شوه او افغان ولس يو ځل بيا د مرګ او وير كندې ته ټېل وهل شو.
پروني مجاهدين نن جګړه مار، او د افغان له ازلي دښمن(روسيې) سره دوستۍ ته كښېناستل. دغه دوستي دومره اوږده او وغځېده، چې يو ځل بيا د افغان سر او ټټر شو او د روسي كلاشينكوف روسي كارتوس.  روسان له افغانستان نه ووتل، خو شا ته يې څو داسې لاسپوڅي پرېښودل، چې افغان  ولس يې ترننه هم له ستمه كرار نه لري، زوړ دښمن زموږ په دوست واوښت او دغه دوستي اوس زموږ دسرونو په بيه پاييږي.
له افغانستان نه دروسانو دوتلو ورځ هر كال په درنو مراسمو نمانځل كيږي. د ((مجاهدينو)) په نامه وياړنې او رجزونه ويل كيږي، خو د نمانځغونډې په ۱۰۰ مترۍ كې پرتې ړنګې كنډوالې اودكابل په سلګونو سوالګرې ښځې او ماشومان يوازې د يوې پوښتنې ځواب غواړي: ((د څه لپاره قربان شوو؟ كافر څوك او مجاهد څوك؟ )).
ايا اوسني ايتلافونه او جبهې پرون هم د يوې پرې ياران وو، كه نن دقدرت بدې ورځې پر يوه ټغر سره راټول كړيدي؟ نن كمونست او مجاهد دواړه پر يوه تالۍ او يوه ټغر سره ناست دي، خو پوښتنه داده،چې دا دپرون جګړه د څه لپاره وه؟ د شېرپور لوړ پوړې ودانۍ جوړېداى شي خو د عيدګاه جومات ترڅنګ د څو بېوزلو او اسكيرلو كورونه وران پراته دي. آيا داخو يوخدايي ازمويښت او ((عبرت نښه)) نه ده، چې د جهاد د وياړنو په نمانځنه كې هر كال (( دواك لېونيو اوسنيو واكمنو مجاهدينو)) ته د واك پر سر دخپلمنځني جګړې پيغور وركوي.
افغان ولس خپل جهاد ديوې سپيڅلې موخې، ازادۍ او لوړو ارمانونو د پليتابه لپاره پيل كړى و. يو سپيڅلى شعار او د پيروۍ يوه سپيڅلې جذبه وه ،خو د قدرت او څوكۍ څو وږو كسانو خپلو شعارونو او د شهيدانو ارمانونو ته شا واړوله. اهريمن ته يې لاس وركړ  او د جهاد ثمره يې د څو ټنګو په بدل كې وپلورله .
نن،چې د جدي شپږمه يا د ثور اوومه غندل كيږي، د ثور د اتمې څو ناځوانه كابل ميشتي نمانځونكي هم دتاريخ د څوتورو او كركجنو څيرو په توګه غندل كيږي. دا هغه څېرې اوتور مخونه وو چې دافغان ولس پر هيلو او ارمانونو يې لوبې وكړې، دښمن يې خپل كړ،خو وروڼه يې خپل نه كړاى شول. د تاريخ په هر پړاو كې، چې زموږ راتلونكي نسلونه څه غندي، يوه ورځ به يې همدا د افغان ولس پر هيلو د څوملنډې وهونكو څېرو د غندنې ورځ وي. دوى به په تاريخ كې ژوندي وي او د تاريخ هره پاڼه به يې خيانت  په تورو او كركجنو الفاظو يادوي.
نن كه زموږ  په اصطلاح د ډيموكراسۍ په جامه كې پټو((جهادي مشرانو)) د ملت د بدمرغۍ د ورځې (( د مرغومي دشپږمې يرغل)) غندنه هېره كړې  او د غلامۍ په ځنځيرونو كې خپله بريا هغه په رجزونو او هسكو شملو نمانځني، ولس كله هم د خپلې بدې ورځې او درد او الم پيلامه او پيلوونكي نه هيروي. ولس به هره توره ورځ غندي او هرې تورې او بدنامې څېرې ته به لاړې ور توكوي.
د افغانستان د ټولوكورنيو او بهرنيو دښمنانو د تباهۍ په هيله. د سپيڅلي جهاد سپېڅلو شهيدانو ته د درست ملت دواړه لاسه سلام.