د ترهګرۍ او بنسټپالنې پر وړاندې په ټولو جبهو کې جګړه روانه ده، خو د بريا او ماتې غوټه به يې يوازې په پاکستان کې پرانستل کيږي. د پاکستان ستونزه يوازې دا نه ده، چې سرحدي او بې قانونه پولې يې د القاعدې او اسامه بن لادن پناه ځايونه ګرځېدلي، يا دا، چې د بنسټپالنې اکاډمۍ (مدرسې) يې ځانمرګي بريدکوونکي روزي او په نړۍ کې يې خوروي؛
پاکستان د وګړو د ډېروالي له مخې دوهم مسلمان هېواد دى، چې منځلاريتوب او اوسېله مندي يې د خلکو خويونه دي، خو بنسټپالي يې په پولو کې له ګواښ سره مخامخوي. تر دې وروستيو پورې دا اټکل خندوونکى پرېښېده، چې پاکستان به د افغانستان په څېر، چې تر ٢٠٠١ کال پورې د طالبانو په لاس کې و، د بنسټپالو لاس ته ورځي، خو اوس دا له ذهن نه لرې خبره نه ده.
د بې نظير بوټو تر مړينې وروسته، چې دوه ځله د پاکستان لومړۍ وزيره پاتې شوې، نور هيڅوک هم پر دغه نظر نه خاندي. ګڼ نور دلايل هم شته، چې ولې د بېنظير بوټو په مړينې سره پاکستان په يوه ويروونکې سيمه اوړي. د تېر ٢٠٠٧ ز کال د اکتوبر په مياشت کې پر بې نظير بوټو د بريد له ګواښ سره سره، چې په کراچۍ کې يې نږدې ١٥٠ مړي پرځاى پرېښول، اوس هم جنګيالي کولاى شي د پاکستان د پوځ په مرکز، راولپنډي ښار کې خپل عمليات وکړي او دا په دې مانا ده، چې په دغه هېواد کې د هيچا سر هم خوندي نه دى. که د پاکستان د ډېرو خلکو د باور پر بنسټ، دا رښتيا وي، چې بې نظير بوټو د نوموړي هېواد څارګرو ادارو وژلې ده، د پاکستان تصوير به لا وېروونکى وښيي او د ګڼو نورو درزونو په پامنيوي سره به يې ستونزې لا پسې ډېرې شي. د سني- شيعه جګړې، د پنجابيانو، سنديانو ، پښتنو او هندي کډوالو ترمنځ قومي شخړې، په بلوچستان کې روان اخ وډب او له قبايلي سيمو نه د پاکستان زړه ته د طالبانو د غورځنګ پراخېدل ټول، هغه ننګونې دي، چې د اسلام اباد چارواکي ورسره لاس او ګرېوان دي.
د سياستوالو په لټه کې:
د بوټو د مړينې له امله د پاکستان ((د خلکو ګوند))، چې د نوموړي هېواد تر ټولو ستر ګوند ګڼل کيږي، د ټوټه کېدو له ګواښ سره مخ شوى دى. اوس د خلکو ګوند مشري د بوټو د خاوند اصف زرداري او د هغې د ۱۹ كلن زوى(بلاول ) په لاس کې ده، چې په پاکستان کې ځانګړى محبوبيت نه لري. بلاول په پوهنتون کې د درس ويلو او له خپلو ټولګيوالو سره د ناستو پاستو پرځاى سياست ته ور ټېل وهل شو.
ټاکل شوې وه پارلماني ټاکنې د جنوري پر اتمه نېټه ترسره شي، خو د نوموړي هېواد د ټاکنو کميسيون دا نېټه تر شپږ اونيو وځنډوله. داسې اټکل کيږي، چې د خلکو ګوند به په دغو ټاکنو کې د خلکو د خواخوږۍ له امله بريالى شي، خو اوس داسې برېښي، چې ياد شوى ګوند او پاکستان د بوټو په څېر له داسې مشرانو بې برخې دي، چې د خلکو سترګې ور واوړي او مشهور او نوموتي و اوسي. په همدغه ترڅ کې د بوټو کورنۍ نور غړي د هغې د ځايناستو پر ټاکنه نيوکې کوي. د پاکستان د اوسني بهير بل اصلي ګوند د پخواني لومړي وزير نواز شريف مسلمليګ ګوند دى، چې له شړېدا سره مخ شوى دى. د دواړو ګوندونو د مشرانو جلاوطني او په پاکستان کې د جنرال مشرف ديكتاتورۍ د ددغو ګوندونو رېښې کمزورې کړې دي. په حقيقت کې بې نظير بوټو او نواز شريف ښه لومړي وزيران نه وو، خو لږ ترلږه يې په خلکو کې يوڅه محبوبيت درلود. د پاکستان پوځ ، چې دمګړۍ يې په اقتصادي او سياسي ډګرونو کې پښې ټينګې کړې، ددغو دوو ګوندونو له کمزورتياوو ګټه اوچتوي. دغه کار په حقيقت کې د اسلامپالو ګوندونو په ګټه دى او دا ګوندونه نېغ د پوځ له لارې حمايه کيږي. ډېر ځله پوځ د نورو ولسي ګوندونو په پرتله دا هغه صميمي شريکان ګڼي. د مشرف رژيم نه محبوبيت او په افغانستان کې د امريکا له جګړې کرکې( چې ډېرى پاکستانيان يې د اسلام او پښتنو پر ضد بولي) له اسلامپالو سره ډېره مرسته کړې ده. همدا لامل دى، چې له بنسټپالنې سره په جګړه کې له مشرف نه د امريکا ملاتړ پخپله په پاکستان کې بنسټپالنې ته لاره اواره کړې ده. په ورته پېښه کې امريکا په ١٩٨٠ مه لسيزه کې د افغان مجاهدينو د ملاتړ له امله د پاکستان د ديکتاتور ضياالحق او استخباراتي ادارو ملا وټپوله. مجاهدينو وروسته په افغانستان کې د شوروي اتحاد ملاتړى رژيم را نسکور کړ. امريكا او پاكستان له همدې لارې د خپلو استخباراتي سروېسونو په مرسته وكړاى شول، له ټوپكواكو ډلو يوڅه جوړ كړي ،يا د بوټو په وينا، د فرانكشټاين هېولا(منځ ته راشي).
مشرف د يوه ټولنيز شخص په توګه، چې سپيان يې ډېر خوښيږي، له يوه بنسټپالي كس سره هيڅ ورته والى نه لري، خو دغه هيولا يې هره ورځ امنيتي ځواكونه ځوروي.
له دې ټولو تپو تيارو ګوټونو سره سره ، د پاكستان د وضعې د ښه والي هيله هم شته. تر اوسه لا دوه څيزونه شته، چې پاكستان له اوسمهالي كړكېچ نه را اېستلاى شي. لومړى د بوټو د وژنې په اړه د پاكستان د امنيتي سروېسونو ناغيړي يا ملتيا و څيړل شي، چې د هغې د ترور لامل وګرځېدل. دا كار يوازې د څو برېټانيايي افسرانو(سكاټلنډ يارډ ډلې) په څېړنو نه تماميږي. په پاكستان كې ، چې هره چاودنه كيږي، خلك فكر كوي، چې د دې طرحې يو اړخ پخپله د پاكستان د دولت غړي دي. تر څو، چې د پوځ استخباراتي ادارې په بشپړه توګه چاڼ نشي، پاكستان به كله هم د سولې او ټيكاو مخ ونه ويني. دوهم څيز د بې پري ټاكنو تر سره كېدل دي. دغه ټاكنې به د بنسټپالو اسلامي ګوندونو كمزوري راوښيي. د ۲۰۰۲ ز كال په ټاكنو كې له جعلكارۍ سره سره اسلامپالو ګوندونو يوازې څلور پر يو برخه رايې ترلاسه كړې. ان كه د هغوى وضع يوڅه ښه شوي هم وي، دا ځل به د پاكستان ولسي ګوندونه ( د خلكو ګوند او مسلمليګ) هغوى ته په ګڼ ميشتو ښارونو (سند او پنجاب) كې ماته وركوي. د خلكو په ملاتړ جوړېدونكى حكومت كولاى شي د يوه منځلاري پوځ له لارې له بنسټپالنې سره مبارزه وكړي او د خپل هېواد د پرمختګ لاره اواره كړي.
له بده مرغه دا هيله منتيا ډېره كمه برېښي، چې امنيتي ځواكونه دې خپل څوكلن خويونه پرېږدي او نياومنې ټاكنې دې ترسره شي. د يادو شويو ګوندونو له مخالفت سره سره، په ټاكنو كې ځنډ راوستل د پوځ د جعلكارۍ هوډ ښكارندويي كوي. دغه كار د بوټو تر مړينې وروسته د پيدا شوي تا تريخوالي لمن نوره هم پسې پراخولى شي. كېداى شي پوځ يوځل بيا بيړنۍ وضع اعلان كړي او يا داسې ټاكنې تضمين كړي، چې خپلخوښې پايلې ترې لاس ته راوړي: د خلكو ګوند او مشرف د پلويانو يو كمزورى او انعطاف منونكى ايتلاف.
مشرف ته تر يوه اوږده مهاله پورې اجازه وركړل شوې، چې په ښكاره د ولسواكۍ له بېلابېلو بڼو ملاتړ وكړي. دا په داسې حال كې ده، چې امريكا د مشرف پر ولسواكۍ ترټونكو كړو وړو سترګې پټې كړې دي. ددغه كار لامل هم د نړۍ په دې ګواښناكه سيمه كې د سولې او ټيكاو ارزښت ګڼل شوى دى. اوس هغه وخت را رسېدلى، چې هغه او د هغه نورو ملاتړو جنرالانو ته وويل شي، چې ولسواكي د ټيكاو ځايناستې نه ده. ولسواكي د پاكستان يوازينۍ هيله ده.
( دا ليكنه له ايكانومسټ اونيزې نه په ډېر لږ تصرف ژباړل شوې ده)