رسنۍ او خبريالي په افغانستان كې نوي څيزونه دي او په دې ساحه كې كاركوونكي كسان ډېرى مسلكي نه دي.
د بيان د ازادۍ له نامه نه په ګټې اخستنې سره ډېر داسې څه خپريږي، چې زموږ له ديني او ملي ګټو او ارزښتونو سره په ټكر كې دي. ايا ژورناليزم دې ډول ازادۍ ته اجازه وركوي؟
تاسې څه واياست څوك، چې د ژورناليزم د ټربيونونو له لارې دخلكو ديني او ملي ارزښتونو ته په سپكه سترګه ګوري، د ژورناليست نوم وركولاى شو؟ ايا دا د شهرت موندنې يوه لاره نه ده؟
تاسې وواياست د بيان بې پولې ازادي د بشر كمزورى وجود او فكر منلاى شي ؟
-------------------------------------------------------------------------------------
له ټولو ګرانو لوستونکو نه مننه، چې پر موضوع يې رڼا اچولې او خپل نظرونه يې جوت کړيدي. د هر کس فکر اونظر د درناوي وړ دى، خو درنښت بايد په خپلو پولو کې وساتو. يو شمېر تبصرې له موضوع سره په ټکر کې وې، ځکه له ليست نه لرې کړاى شوې دي. په دې اړه به ما وبښي.
درناوى سهار
-------------------------------------------------------------------------------------
عطاالله فريد
سهار صاحبه سلامونه او نيکی هيلی مو ومنه .
وروره هغه متل به دی نه وی اوريدلای چی وايی د هر چا چی پوزه توره شوه نو پښ (اهنګر ) شو اوس خبر ه د ازادی ، ژورنالستی ، او ليکوالی ده ايا دوی ليکوالان دی ؟ دوی دليکوالی په اصولو پوهيږی ؟ او اا دا پدی مانا نده چی د يوچاڅخه پيسی اخستل او دنورو پری سپکاوی کول ؟
په مينه
#
فضل الرحمن عمرخيل
ګرانواوقدرمنولوستونكو: ترهرڅه وړاندې تاسوټولوته سلامونه اونيكې پيرزوينې ډالۍ كوم . وروسته له سلامه . قدرمنولوستونكو : ګران اوقدرمن ورور سهارصيب چې په كومه مسئله باندې رايه غوښتې په رښتياچې داكاريې دډيرهغونوروچاروپه څيرچې دروند ورور يې دژورناليزم په برخه كې په سرته رسولوبوخت دى ، دقدروړدى .
ګرانو : آزادي دهرانسان طبعي حق دى اودهمدغه حق له مخې انسان دښه اوبددكولوترمنځ مختاردى چې وروسته به يې دهمدغه حق پربنسټ بدله ويني خوآزادي هغه وخت ديوه انسان طبعي حق دى چې دنوروانسانانودغه حق ونه ګواښوي . زماپه فكراسلام يواځينى دين دى چې دانسان دآزادۍ په هكله يې دشريعت په چوكاټ كې هغه ته دكړنواختياروركړى . زه فكركوم دهرعمل كول يانه كول ځينې قانوني اوشرعي محدوديتونه لري اوكه داسې نه وي نوبيا انارشي څه مانالري . هره آزادي چې حدودونه لري ، هغې ته انارشي وايي . زه فكركوم ، كوم عمل چې په مزارشريف كې دكامبخش په نوم چاكړى دهغه په وړاندې دمحكمې حكم پرځاى چاره ده ترڅوزمونږ په هيوادكې يوشميرتش په نوم ژورناليستان او ورځپاڼه ليكونكي دبيان دآزادۍ له شعارڅخه په ګټه اخيستوسره داسلام دمبارك دين شعايروته سپكاوى ونه كړي .
په تل پاتې كليواله پښتني مينه
فضل الرحمن عمرخيل
ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمشرتابه پلاوي غړي اوددريځ مياشتنۍ خپرونې مرستيال مدير
-----------------------
٢٨٦ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-26 06:45:26 مخانزاده کوکي خيل
پرويز کامبخش محکمې په اعدام محکوم کړ، خو کوم نر دى چي اعدام يي کړي؟ دا زور خو زه نه د کرزي په حکومت کي وينم نه د مومند صاحب په پرېکړه کې. پاتې شوه د بيان د ازادۍ خبره. آوس خو له دې نه ډول جوړ شوى ، چې هر ډول وهل کيږي، خلک ورته نڅيږي. د بيان ازادي من، ځکه الله د بيان ازادي ورکړې ده. افضل الجهاد کلمته العدل عند السلطان جابر. غوره جهاد د ظالم واکمن پر وړاندي د عدل د کليمي ويل دي. خو موږ خو له بده شامته د عدل کليمه نه استعمالوو، موږ پخپله د عدل کليمي سپکاوى کوو. تاسي ووايئ، چې د قران کريم کوم ايت شريف د ښځې حقوق خوړلي. همد ااسلام نه و، چې ښځې ته يې حيثيت او شخصيت ورکړ او له ژوندۍ ښخولو يې وژغورلې. دې لويديز او د بشري حقونو او ازادۍ مدافعانو ښځو ته څه حقوق ورکړي، دا حقوق چې د حيواناتو په څېر يې خلک استعمال کړي. دا حقوق چې ښځې دې يوه وسيله شي؟ تاسې ووايئ په کوم هېواد کې ښځينه صدراعظمه راغلې، پرته له اسلامي ملکونو. بوټو په پاکستان کې او حسينه واجد او هغه بله پر بنګله ديش کې. سونيا گاندي په هند کې. زموږ په پارلمان کې تر ټولو ډېرې ښځې دي. دوى د ښځو د حقونو لپاره څه کړيدي؟ ايا زموږ د کلي د ښځې ژوند بدل شوى، اوس خو ٣٢ ملکونه افغانستان ته راغلي؟ پرون هم هغه د ماشوم د زېږولو پر مهال مړېدله ، نن هم همغسې مري. پرون مو هم ناروغان پېښور او ميرانشاه ته تلل، نن هم هغه دى ځي. زما په فکر ولسواکي بايد هغسې استعمال شي لکه څنګه يي چي غوښتنه ده. ولسواکي له تانه دا نه غواړي چې ته خپل دين ته ښکنځلې وکړه، هغه د عدل کليمې غوښتنه کوي. پوښتنه داده، چې ولې په افغانستان کې ډيموکراسي يوازې د اسلام خلاف استعماليږي؟ کامبخش، محقق نسب او ... ټول په يوه لاره روان دي او د دين او مذهب خلاف غږيږي، ايا نور مسايل نشته. دا ازادي خو په پاکستان او نوره اسلامي نړۍ کې هم شته، خو ايا داسې کومه پېښه شوې ، چې يو ژورناليست دې اسلام ته د سپکاوي په تور په اعدام محکوم شوى وي. ولې يو ناپوهه کس راپورته کيږي او د ژورناليست په نامه د ټولو ژورناليستانو نوم بد کړي. زه هيله لرم چي د ژورنالستانو يو شمېر ټولنې بايد په ناحقه د چا دفاع ونه کړي. هغوى چې جرم وکړي که دا ژورناليست دى او که بل څوک د قانون پر وړاندي يو ډول حکم لري، هغوى بايد چزا وويني.
------------------------------------
٢٧٥ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-25 19:29:28 ممخ په وړاندی
کامبخش باید په مرموزه توگه زر تر زره ووژل شی. که داسی ونه شول نو د ایتالیا نه به کرزی ته یو تلیفون وشی چی د کامبخش د ژوند تضمین غواړو او هغه د فلانی معتبرې کلیسا لپاره کار کوی !!!!!
که دا لړۍ همداسی روانه وی نو لری نه ده چی د دیموکراسی د دروغجن جنت په ځای به یو ځل بیا پکول په سر، ټوپک ته لاس او غره ته ختل او د پاک طالب سره یو ځای کیدل پیل شی بیا به د خدای د لاری د مجاهدینو د عقدو نه ډک زور ټولو منافقینو، زندیقانو، مرتدینو او د هغوی بادارانو ته روښانه شی.
-----------------------------------
٢٦٥ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-25 19:15:32 م كابلي ته
كابلي ! كه څوك تا ته ووايي چی ته دی د خپل پلار د نطفی نه پیدا یی او که د بل چا؟
نو ستا منطق خو دا وايی چی په سړه سینه ورته ځواب ورکړې چی: زه می د پلار د نطفی نه پيدا یم.
خو زما او د هر مسلمان او افغان منطق داسی وایی چی ددی پوښتنې ځواب دی په سوک ورکړل شی. ځکه پدی پوښتنه کی ستا توهين کيژی.
نو اوس ته ووايه چی ستا ځواب ستا د منطق په بنا دی؟؟ او که به د درويش په شان دومره په اصطلاح متمدنه او ديموکرات وی چی ځواب ووايی چی د پلار د نطفی نه پيدا يم خو بيا هم مطمين نه يم!!!!
لوستونکو ته اطمنان ورکړه!!
------------------------------
٢٥٥ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-25 18:11:26 مkhan gul
ګرانو تبصره كوونكو!
سهارو ورور له تاسې دا نه دي غوښتي، چې تاسې چټيات سره ووايئ، هغه د بيان پر ازادي رايه غوښتي چي څومره پولې بايد ولري. دغه ژورنالست هم تېروتنه كړې خو د محكمې پرېكړه هم ډېره احساساتي برېښي، ځكه كېداى شي جزا يي له اعدام لږ غوندي راټيټه شي
-----------------------------------
٢٤٥ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-25 18:00:24 مaryob
ژورناليزم ؟؟
دا خو نن يوازی پرويز کامبخش نه دی چه نورو په مڼډه قدم اخلی، خو په اصل کښی زمونږ اکثر ا؛ تاجک ورونه د نورو په مڼډه روان وول ،اوروان دی٠فقط لکه (ګرړو)په شان هری خواته ګړيږې،هميشه د دتاريخ په اوږدو کښی دوې زمونږ د اسلام ،کلتور،فکراو ژبی دو ښمنان تير شوی دی٠نو اوس يو ژوندی مثالی پرويز کمبخش هم دې٠کمبخش چه وليدل په دنمارک کښی د محمد (ع)کارتون ديوژوراليست په لاس ،چه هغه ژورناليست اوس د دير شهرت خاوند شوو،په هالند کښی (اشی اعلی) چه يوه سوما ليايی ښځه دی،هغه هم ده ډيرو پيسو اوډير شهرت خاونده شوه داسی نور لکه(دقران دسپکاوی)له وجه په افغا نستان او عراق کښی دشهرت خاوندان شوې،نو اوس وار دی زمونږ دتاجک ورونو دۍ،چه ځوکۍ له اسلام ځخه اوړۍ ځوکۍ اسلام ته سپکاوی کوۍاونوری هم لکه امريکايان پښتانه وژنی٠دا دی ددوې خاصيت او طبعيت دی
--------------------------
٢٣٥ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-25 12:42:27 مaryob
سلام عليکم
زه غواړم دی کابلی صاحب پۀ نظر کښی مخالفت وکړم٠
کابلی صاحب زمونږ کلتور اوزمونږمذۀب جايزنه بولی چه يو مسلمان له خپل دين او مذۀب ځخه واوړی او بيا
داسلام په ضدجګړه پيل کړېنور نوته هم هوشيار سړې يی٠نور پوهۀ شه٠مونږ د اسلام په نوم قربانی ورکړی،ستا خبری دردناکې دي. له ما نه خفه نه شی،او ډيره بخښنه هم غواړم
-----------------------
٢٢٥ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-25 11:42:35 م کابلى
سهار صيب
زه يوه پوښتنه لرم. هغه دا چېايا د يو شي نه منل د هغې سپکاوى دى؟
که يو سړى ووايي چې زه ډوډۍ نه خورم نو ايا دا د ډوډۍ سپکاوى دى؟
که څوک ووايي چې زه شعرونه نه ليکم نو دا د شعرونو سپکاوى دى؟
زه خو وايم يواځې ژورنالست نه بلکې هر چا ته بايد دا حق او ازادي ورکړاى شي چې که په کومه عقيده او مفکوره مني يا يې نه مني، يا يې اطاعت کوي يا يې نه کوي، که ملايان وايي چې نه خامخا به اسلام مني او اطاعت به يې کوي نو بيا د لا اکراه في الدين څه مطلب دى؟ او د دې څه مانا ده چې اسلام د مينې او ورورولۍ دين دى؟
---------------------------
٢٠٥ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-25 09:13:04 م کابلى
په بېنوا کې مې د دې قضيې په اړه يو بل مطلب هم وليده چې پکې راغلي دا سياسي لوبه ده
ما سره دا پوښتنه مطرح شوه چې که دا رښتيا هم سياسي اړخ لري او اسلام پکې استعمالېږي نو بيا به تاسې څه واياست؟
د بېنوا مطلب دا دى
بل پلو، د گارډين اخبار د جنوري د مياشتي پر ٢٤ باندي ليکي: هغه افغان ژورناليست ته چي د کفر په جرم د اعدام سزا ورکړه سوې ده، يوځل بيا يې په افغانستان کي د مطبوعاتو د ازادۍ په باب اندېښنې راپورته کړې.
د سولي او جنگ د رپوټ انستيتوت وايي د ٢٣ کلن سيد پرويز کامبخش پر خلاف دا تور يو جعلي الزام دى چي په شمال کي د هغو جنګسالارانو کار دى چي غواړي د ښاغلي کامبخش له ورور ښاغلي سيد يعقوب ابراهيمي څخه انتقام واخلي. ځکه ښاغلي سيد يعقوب ابراهيمي د امريکا په ملاتړ د شمال د جنګسالارانو د بچه بازۍ، د بشر پر ضد د جناياتو، او نورو غير اخلاقي اعمالو په باب تحقيقاتي راپورونه ليکي دي.
د ښاغلي ابراهيمي يو رپوټ چي د تېر اکټوبر په مياشت کي خپور سوى وو، وايي: د امريکا په ملاتړ د شمال جنګسالاران لغړ زني هلکان گډوي او هم پر هغوى باندي جنسي تعرض کوي. دغه راز، ښاغلي ابراهيمي د شمال د هغو جنګسالارانو په باب هم تحقيقاتي راپورونه ليکي دي چي د شمال د خلکو پر ناموسونو او مالونو باندي په سپينه ورځ تيرى کوي چي نه يې امريکايان او نه يې هم د کرزي حکومت مخه نيسي.
د سولي او جنګ د رپوټ انستيتوت ويانده وايي: " دهغه وخت راهيسي، د شمال جنګسالاران د ښاغلي ابراهيمي د کړولو او ازار په لټه کي سوي دي، او اوس هغه پخپل کور کي نه بېده کېږي. هغه تعقيبېږي، او په نښه سوى دى." هغه زياتوي: " د هغه تعقيب دمخفي پوليسو لخوا هم کېږي. په شمال کي د محلي جنګسالارانو قوت او زور ورځ په ورځ زياتېږي."
----------------
١٩٥ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-25 09:08:01 م کابلى
ما په بېنوا کې د عصمت درويش ليکنه پېدا کړه
تصادفاً مې دغه ليکنه په يوه بله پاڼه کې هم مخې ته راغله
او په دواړو کې توپير مې وليدو.
د بېنوا ليکنه
د يوې ابتدايي محکمې هغه پرېکړه چې د افغان ژورنالست سيد پروېز کمبخش د اعدام لپاره يې کړې ده په تمامه مانا غېر انساني او د حماقت تر بريده تېره او په سختو ټکو کې د غندلو وړ ده.
مونږ فکر نه کاوه چې په افغانستان کې به داسې محکمې او ورسره داسې چارواکي هم شتون لري چې وايي (که چا د پروېز کمبخش ملاتړ وکړ هغه به هم نيول کېږي). تر هر چا لومړى زه، د يو افغان په توګه، د پروېز کمبخش ملاتړ کوم، دغه پرېکړه په ظلم او حماقت ولاړه ګڼم او په سختو ټکو کې يې غندم او د دې تر څنګ د دغه ډول بې عقله چارواکو د سمدستي ګوښه کولو غوښتنه کوم. ښايي دا د افغانستان د ټولو باسواده او متمدنه خلکو او ځوانانو غږ او نظر وي ځکه چې افغانستان اوس د طالبانو تر
واکمنۍ لاندې نه دى او که پنځوس فيصده نه وي نو شل فيصده خو خامخا د تمدن په لور تللى دى. په يوه متمدنه، باسواده او انساني ټولنه کې د هيچا کرکټر، افعال او نظريات تر نيوکې او کره کتنې پورته نه وي او د اعدام يا مرګ سزا بايد يواځې هغه چا ته ورکړل شي چې څوک يې وژلي وي. تش په تنقيد او نيوکه او د نظر په ليکلو او يا د بل چا لخوا د ليکل شوي نظر په کتلو چا ته د اعدام جزا ورکول د يوې ټولنې او د هغې د خلکو په حماقت، کم ظرفۍ، تنګ نظرۍ، جهالت او بې سوادۍ دلالت کوي، داسې ټولنه د اخلاقي پلوه د زوال او ورکېدو په لور ګڼل کېږي، او افغانان بايد نور په لوى لاس چا ته دا دليل په لاس ورنکړي چې دوى ته جاهلان او احمقان ووايي.
تر دې هم زياته د تعجب او خندا او په عين حال کې د وير او ماتم خبره دا ده چې پروېز کمبخش ته مدافع وکيل هم نه دى ورکړل شوى او په پټو سترګو ورته د اعدام جزا اورول شوې ده. دا نو د حماقت د پاسه يو داسې ناوړه عمل هم دى چې بايد د افغانستان ټول حکومت پرې له کاره ګوښه کړاى شي ځکه چې په محکمو کې که قاضيان او د خلکو د ژوند په اړه پرېکړه کوونکي دومره احمقان خلک وي نو د دغسې يو هېواد او ټولنې له منځه تللو ته د ورځو شمارلو پرته بله چاره نشته.
افغانستان يو اسلامي دولت دى خو د دې دا مانا نه ده چې خلک دې په وړو وړو خبرو په سرک څملول شي او په غاړه دې ورته چاړه راښکل شي .که اوس هم د افغانستان په محکمو کې داسې خلک ناست وي چې علم او عقل يې د فقهې تر يو څو out of date کتابونو محدود وي او له بشري حقوقو، عصري غوښتنو او نړيوالو اصولو څخه ناخبر وي نو بيا د دې هېواد او د دې د خلکو د ښه راتلونکي په اړه هيڅ هيله او تمه نشي لرل کېدلاى.
عصمت الله "دروېش"
تل افغان ليکنه
عصمت الله "دروېش"
د يوې ابتدايي محکمې هغه پرېکړه چې د افغان ژورنالست سيد پروېز کمبخش د اعدام لپاره يې کړې ده په تمامه مانا غېر انساني او د حماقت تر بريده تېره او په سختو ټکو کې د غندلو وړ ده.
مونږ فکر نه کاوه چې په افغانستان کې به داسې محکمې او ورسره داسې چارواکي هم شتون لري چې وايي (که چا د پروېز کمبخش ملاتړ وکړ هغه به هم نيول کېږي). تر هر چا لومړى زه، د يو افغان په توګه، د پروېز کمبخش ملاتړ کوم، دغه پرېکړه په ظلم او حماقت ولاړه ګڼم او په سختو ټکو کې يې غندم او د دې تر څنګ د دغه ډول بې عقله چارواکو د سمدستي ګوښه کولو غوښتنه کوم. ښايي دا د افغانستان د ټولو باسواده او متمدنه خلکو او ځوانانو غږ او نظر وي ځکه چې افغانستان اوس د طالبانو تر وحشي واکمنۍ لاندې نه دى او که پنځوس فيصده نه وي نو شل فيصده خو خامخا د تمدن په لور تللى دى. په يوه متمدنه، باسواده او انساني ټولنه کې د هيچا کرکټر، افعال او نظريات تر نيوکې او کره کتنې پورته نه وي او د اعدام يا مرګ سزا بايد يواځې هغه چا ته ورکړل شي چې څوک يې وژلي وي. تش په تنقيد او نيوکه او د نظر په ليکلو او يا د بل چا لخوا د ليکل شوي نظر په کتلو چا ته د اعدام جزا ورکول د يوې ټولنې او د هغې د خلکو په حماقت، کم ظرفۍ، تنګ نظرۍ، جهالت او بې سوادۍ دلالت کوي، داسې ټولنه د اخلاقي پلوه د زوال او ورکېدو په لور ګڼل کېږي، او افغانان بايد نور په لوى لاس چا ته دا دليل په لاس ورنکړي چې دوى ته جاهلان او احمقان ووايي.
تر دې هم زياته د تعجب او خندا او په عين حال کې د وير او ماتم خبره دا ده چې پروېز کمبخش ته مدافع وکيل هم نه دى ورکړل شوى او په پټو سترګو ورته د اعدام جزا اورول شوې ده. دا نو د حماقت د پاسه يو داسې ناوړه عمل هم دى چې بايد د افغانستان ټول حکومت پرې له کاره ګوښه کړاى شي ځکه چې په محکمو کې که قاضيان او د خلکو د ژوند په اړه پرېکړه کوونکي دومره احمقان خلک وي نو د دغسې يو هېواد او ټولنې له منځه تللو ته د ورځو شمارلو پرته بله چاره نشته.
افغانستان يو اسلامي دولت دى خو د دې دا مانا نه ده چې خلک دې په وړو وړو خبرو په سرک څملول شي او په غاړه دې ورته چاړه راښکل شي لکه څنګه چې يې ترهګر په خپلو ويديويي ډرامو کې ښيي. بايد د ترهګر افغانستان (چې د طالبانو د وحشي واکمنۍ په وخت کې و) او يو متمدن افغانستان ترمنځ ډېر توپير وي. که اوس هم د افغانستان په محکمو کې داسې خلک ناست وي چې علم او عقل يې د فقهې تر يو څو out of date کتابونو محدود وي او له بشري حقوقو، عصري غوښتنو او نړيوالو اصولو څخه ناخبر وي نو بيا د دې هېواد او د دې د خلکو د ښه راتلونکي په اړه هيڅ هيله او تمه نشي لرل کېدلاى.
تاسې وګورئ په دې دواړو ليکنو کې يو څه توپير شته.
---------------------
١٨٥ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-25 08:18:46 مقطغن
پرتوګ دې سوړې بوړې راوړهء :::::: چې هره سوړه دې كنډم ژړا راځينه
دبلخ ولايت د لومړنۍ محكمې هغه پريكړه چې د پرويز كامبخش ته يې په كې د مرګ سزا وركړې د اسلامي شريعت مطابق شوى او اسلام هغه دين دى چې د انسان د ژوند هر اړخ په كې خوندي كيداى شي، كه يو څوك په غلا تورن كيږي، او محكمه كيږي نوپه اصل كې هغه ته ددې تر څنګ چې دبل انسان پر حق يې زياتې كړې د هغه مال يې پټ كړى نودهغه له خولې يې هغه ته د الله تعالى له خوا وركړل شوې حق ترې احيستې، په اسلامي شريعت كې محكمه كول او مجرم ته سزا وركول په دې خاطر چې له يوې خوا يې دخلكو پر حقوق تيرې كړې وي له بله پلوه يې د الله تعالى حكم تر پښولاندې كړې وي.
داچې خبره رانه زياته اوږده نه شي زه دبينوا په ويب پاڼه كې دهغه ورور دليكنې په اړه صرف څويادونې كوم چې د بلخ ولايت د ژورناليزم د پوهنځى محصل پرويزكامبخش په اړه په كې د محكمې پريكړه غندل شوى ده، د اسلام دين په نړى كې د انسان د ژونددښه تيريدو لپاره راغلى دى او الله تعالى دغه دين او قانون انسان ته ددې لپاره مقرر كړې تر څو په ورځني ژوندكې له ستونزو څخه خلاص وي، كه اسلامي اصول او قوانين نه واى نو ددې تميز به هم نه و چې څوك د چامال لوټوي او څوك د چا حياء لوټوي بلكه لكه د حيواناتو غوندې ژوند به يې كاوه لكه اوس چې يې هم ځينې هغه خلك غواړي چې اسلام او د الله تعالى دين ورته هيڅ اهميت نه لري.
كه چيرته د اسلامي اصولو مطابق پريكړه د حماقت پريكړه وي نو زه دومره وايم چې احمق هغه څوك دى چې دالله تعالى له لوري ورته له راليږل شوي قانون او دين څخه نه دى خبر دغه ډول خلك يوازې په دې تكيه كوي چې پرويز ژورناليست دى او هغه ته بايد هرډول ازادي وركړل شي، زه وايم چې ايا د اسلام دين ژورناليست معاف كړى چې كه هغه هرڅه وايي نو ازاد دى؟ !!! او بيا تر دې چې دين ته، اسلام ته ، او تر دې چې الله تعالى ته سپكاوى كوي او بد رد ورته وايي په يوه اسلامي ټولنه كې او په يوه داسې ټولنه كې چې اساسي قانون يې هم د اسلامي اصولو له مخې جوړ شوى وي ددغه ډول خلكو سزا همدا يوه ده او هغه اعدام.
زه فكر كوم چې عصمت الله درويش له اسلام نه هيڅ خبر نه دى او يا يې ددغه راپور په اړه پلټنه نه ده كړې چې پرويز كامبخش څه ويلي دي؟. كه څوك دا د ځان لپاره يو افتخار ګڼي چې هغه افغان دى نو بايد لومړى دا افتخار وګڼي چې مسلمان يم او بيا افغان يم، نو عصمت الله هم يوازې افغان دى خو نور په څه كې نه دى...
كه يو څوك له پوره پلټنو او هوش وروسته هم دغه ډول خبرې كوي دهغه په عقيده كې هم شك دى او د بلخ ولايت د هغه قاضي خبره چې دغه ډول ژورناليستان هم بايد ونيول شي او محكمې ته كش كړل شي، زه خپله يو فعال ژورناليست يم له يوې خارجي رسنۍ سره كاركوم خو ماته له هرڅه نه اول زما عقيده، زما اسلام، زما دين، زما مذهب او ټول اسلامي شعاير له هر څه نه غوره دي او زه بايد ددغو شعايرو پام وساتم.
عصمت الله درويش كه ځان باسواده ګڼي سمه ده ليك لوست به كولاې شي خو له اسلامي اصولو هيڅ ندې خبر او د اسلام له پلوه ډير بې سواده دى، ځكه چې تمدن په بې دينۍ او له اسلامه او كولتوره او خپل فرهنګه لرېوالي ته نه وايي بلكه تمدن په خپل فرهنګ، خپل دين او خپل كولتور كې پوهې ته وايي، په يوه بې دينه ټولنه كې د هيچا كركټر تر انتقاد لاندې نه راځي خو په يوه اسلامي ټولنه كې هر هغه كركټر د انتقاد لاندې راځي چې له اسلامي اصولو څخه سر غړوي، ځكه په يوه بې دينه ټولنه كې ټول خلك لكه د حيواناتو ژوند كوي چې الله تعالى كفارو او بې دينه ته خطاب كوي اود قرانكريم په يوه ايت كې فرمايي: ژباړه: كفار داسې دي لكه حيوانات اوياهم له دې بدتر
وايي: پرتوګ دې سوړې بوړې راوړه :::::: چې هره سوړه دې ګنډم ژړا راځينه
زه به د عصمت الله دروېش كومه خبره راخلم او ځواب به يې وايم خو دومره زياتوم چې د مرګ سزا يوازې قاتلينو ته نه بلكه هر هغه چاته لكه د پرويزكامبخش په څير زنديقانو او مرتدانو ته وركول كيږي، نو ما مخكې هم وويل چې عصمت الله د اسلام له پلوه ډير بې سواده دى خو ويوازې ليك لوست كولاې شي اوبس.
زه د عصمت الله درويش په ليكنه كې پر دې خبرې نه كوم چې ولې يې دولتي قاضيانو ته سپكې سپورې ويلي بلكه زه په دې غږيږم او افسوس كوم چې ولې دغه ورور له اسلامه نه دې خبر او ژړا په همدې راځي كه دغه ډنګر په اسلام خبر واى او دپيښې په اړه يې څيړنه كړي واي نو بيا به يې داسې نه ويل، زه مجبور يم اوس د پرويزكامبخش قضيه روښانه كړم:
ما بلخ ته سفر درلوده په همدغو ورځوكې خبر شوم چې پرويزكامبخش نيول شوى دى، د هغه د مقالى ځينې برخې ماخپله هم ولوستلې چې رښتيا هم اسلام ته، رسول الله صلى الله عليه وسلم ته او اسلامي شعايرو ته يې ډير سپكاوې كړى و، خو خبره پټه پاتي وه، او ټولو ژورنالستانو غوښتل چې خبره پټه پاتي شي، هغه رسول الله صلى الله عليه وسلم په داسې صفاتو ياد كړې و چې هغه څه چې د يو عادي سړي يادول پرې هم توهين دى، هغه رسول الله صلى الله عليه وسلم د نړۍ تسخيرونكې ګڼلې و او نور....
د بلخ محكمې مخكې له دې چې پريكړه وكړي د ژورناليزم د پوهنځي په دريم ټولګي كې يې پوښتنې كړې وې او د پرويزكامبخش پنځلسو تنو ټولګيوالو په ده دا شاهدي وركړې وه چې هغه هر وخت الله تعالى او د هغه رسول ته سپكاوى كوي، نو زه اوس عصمت الله دروېش ته وايم كه ته مسلمان يې هغه څوك چې پيغمبر او الله تعالى ته سپكاوى كوي ژوندې به يې پريږدې؟!.
اوس نو ستا ايمان او ستا عقيده ددې ځواب وركولاې شي!
په اسلامي حكومت كې تل د انسان د سهوې او عمل او بدې كړنې په اړه محكمې فيصله كوي او زمونږ پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم تل ددغه ډول بې دينه خلكو په اړه داسې پريكړې كړي چې سرونه يې ترې غوڅ كړي دي او ته د ورځو دشما خبره كوې نو كه ته وغواړې چې خارج ته لاړشي پر تا نه دا وطن اباد دى او وران په مخه دې ښه كه سباځې نن لاړشه مونږ افغانان ستا په څير خلكو ته ضرورت نه لرو كه هرڅومره هم ددې ملت په درد وخورې بياهم له تا بې زاره يو.
دبشر حقوق هم په اسلام كې خوندي دي او د نوي عصر غوښتنې هم په اسلام كې شته كه ته د ټكنالوژۍ ته د نوي عصر وسايل وايي نو اسلام هغه وخت د ټكنالوژۍ خبرې كړي چې كفري نړۍ ترينه خبر هم نه وه خو ستاسو په څيرنا اهله مسلمانان چې پيدا شي نو ښه به زمونږ هيواد پرمختګ وكړي، او پرمختګ يوازې دې ته وايي چې له اسلامه ووڅه نو بس تمدن هم دى او پرمختګ هم همدا دى دا د پوچو دماغو او بې تحليله كوپړو خبرې دي چې يوازې له بوسو ډكې دي.
----------------------
١٧٥ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-25 08:15:50 مجمال خان
سهار صيب! دوست ليكلي چې څرنګه سپكاوې يې كړې و، ما د پرويزكامبخش د مقالى يو څو پرګراپه لوستلي و په هغه كې ليكل شوي وو چې رسول الله د الله تعالى پيغمبر يا و او يا نه و خو ځان يې پيغمبر معرفي كړ تر څو نړۍ تسخير كړي او ليكلي يې وو چې په نړۍ كې چې خلك اوسيږي هيځ ضرورت نه شته چې اسلامي قوانينو ته تابع پاتي شي.
نو زه وايم چې ژورناليست هم د ټولنې يو فرد وي هغه كه مسلمان وي او كه كافر خو پكار نه ده چې اسلام ته سپكاوې وكړي رسول الله ص اصحابو ته فرمايلي چې تاسو د مشركانو ناحقه خدايانو ته كنځل مه كوئ هسې نه چې هغوي ستاسو الله ته كنځل وكړي نو دا خو لا بيا مسلمان و، او كه يو څوك ژورناليست وي نووي به كنه ايا ژورناليست حق لري چې اسلام ته سپكاوې وكړي، ولې ژورناليست دين ته په كنځلو كولو معاف دى كه څنګه، او ازادي څه معنا دې ته ازادي نه وايي چې هر څوك دې زما دين ته كنځل كوي نو زه به غلى كيږم
سهار صيب اعصاب مې د څينو هغه خلكو پر خبرو خراپيږي چې له اسلامه نه وي خبر او هر څه ته د بيان د ازادۍ نوم وركوي اوس مې يخني هم ډيره كيږي او لاس مې شخ شوي بيا به پرې نطر دركړم
مننه
--------------------------
١٦٥ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-25 06:59:30 مG.K.hari pur
سلامونه او نيکي هيلي مو ومني کچير ته سلمان رشدی ته سزا ورکړي شوې وې نن به داحال نه وو هر هغه څوک چه داسلام د قران او داسلام دستر پيغمبر په خلاف خبره کوي هغه که هر چيرته وې د مسلمانانو دشمن دي کچيرته په رښتيا پرويز کمبخش دا سپکاوي کري وي نو څخته نه څخته سزا بايد ورکړي شي مننه
-----------
١٤٥ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-25 06:24:55 م دوست
ياره سهار! تا دې خدای ونه وهي... داسی شی دې نظر پوښتنې ته اچولی چې خلک دې پرې په خپل منځ کې په جنګ واچول. پريږده چې قانون د هغه کامبخش (ګوګوشتو) سره څه کوي.....؟
اول خو بايد دا معلومه شي چې اصلي مقاله څه رنګه وه او څه رنګه سپکاوی وود اسلام مبارک دين ته. هيله ده چې ماته کنځلې ونه کړئ خو هيله کوم چې راځئ په چا د کفر او مرګ فتوا ورنه کړو. که يو څوک دغه خپره شوي مقاله دلته واچوي نو مونږ ټول به پوه شو چې دغه سپکاوی څومره حقيقت لري.....
روغ اوسئ
--------------------
١٣٥ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-25 06:03:46 م زرغون
سهار صيب دا درسره نه منم چې خبريالي اويا رسنۍ په افغانستان کې نوي دي، په دې چې د افغانستان د ژورناليزم عمر نږدې يوسلو او شلو کالو ته رسېږي. خو که ستا موخه ورڅخه د رهين د مهال دبې پرتوګه ديموکراسي اوبيان ازادي وي نو بيا سمه ده چې دا وړ بې اصولو او لنډغره ازادي پخوا نه وه، ځکه پخواني لوستي او درسنيو چلونکو، ځينې اصول، اخلاق او مسوليتونه لرل او پېژندل مګر نن سبا هر څوک پوزه توروي او د اهنګړي دعوه کوي. دا خبره دې سمه ده چې هر څه او هر څوک بايد په ژورناليستانو ور ونه تپل شي .
دموکراسی؟
افغان ولس دپاره لا ډير وخت شته تر ځو دموکراسی ته ورسيږی،دموکراسۍ يوه دګلو ګيډی نه دی چه چاته يی وړاندی کيې چه اخلا؛،،،،،، خو نن تش په نامه هر ځوک دموکراسی ،دموکراسی وايی ،ځکه داچه دا نامه زموږ خلکو ته ځه نوی دی، ډيريی که ځه په معناهم نه پوهيږی خو دی هر مشکل او دی هرحل لاره بيا هم دموکراسۍ ورته ښکاری،که په اصل کښی(دموکراسی)وځيړو،نو دموکراسي د يهودانو له خوا اخترا؛ شوئ کليمه دی داکليمه دی (پاپانو)په دوره کښی منځ ته راغله او بيادی يهودانو د ازادی له پاره عملی شوه،خو اوس دا يو ټکی نه ، بلکی نريوالو ته دی يو دين
او يا يو مذهب معنا ورکوی،نو امريکايان او نوره غواړی دا ده دوې نوې مذهب پۀ مونړعملی کی اوشهرت ورکړۍ٠
------------------------
١١٤ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-24 22:40:54 مARYOB
افغانستان نن ده(خربوزی ښار)ګرځيدلی،واړه ماشومان لوی چاری؟؟
په راديواوتلويزيون کښی ماشومان دی قورت خاوندان ،ژورناليستان هم ماشؤمان،نوداسلام اوزموږ دکلتورسپکاوی به ځنګه نه کيږی؟بيسوادان زمونږ مارشالان اوجنرالان شول،موشکيان اومزدوران زمونړ اتلان شول،غله او
کيسۀبوران هم وکيلان شول او ځوک هم وزيران او ريسان٠٠٠٠
<P class=MsoNormal dir=rtl style="MARGIN: 0in 0