sahaar sahaar

Profile Photo

نذيراحمد سهار د جګړن ميراحمد زوى، په قوم مسود دى. له نن نه ٢٨ کاله مخکې وېږېدلى. پلرنى ټاټوبى يې لوګر ولايت دى او په وزيرستان کې هم نيکات لري. په ژورناليزم کې يې د لسانس تر کچې زده کړې کړې دي او د ١٨ په شاوخوا کې کتابونه يې چاپ او خپاره شوي دي. دمګړۍ له پژواک خبري اژانس سره د راډيوڅارنې د څانګې د مسوول په توګه کار کوي.

کره کتنه


نظرسنجى رسانه ها؛ در(( دشت برچي)) يا در ((كابل))!؟

په اشتهار او د صنعت د پلوركچې په لوړاوي كې د رسنيو رول ، رسنيزې څيړنې او د رسنيو د نفوذكچې اغيزې خورا ډېرې كړې دي. په لويديز او ولسواكو ټولنو كې رسنيو ته د سبسايډي وركول، دولتي اشتهارونه او خبري او ولسي باوركچې له څېلمې د رسنيو  په   پوښښ ځواك، اغيز او د مخاطبانو په څومره والي پورې تړاو مومي.  د درېيمې نړۍ په رسنيزو څيړنو او سروې ګانو كې د معيار پامنيوى خورا لږ ترسترګو كيږي او يوه بېلګه يې دلته نږدې په پلازمينه كابل كې هم ليدلاى شو. د نړيوال سټنډرډ له مخې، په تصويري او

11.02.2008 sahaar

ايا ژورناليزم دې ډول ازادۍ ته اجازه وركوي؟

رسنۍ او خبريالي په افغانستان كې نوي څيزونه دي او په دې ساحه كې كاركوونكي كسان ډېرى مسلكي نه دي.  د بيان د ازادۍ له نامه نه په ګټې اخستنې سره ډېر داسې څه خپريږي، چې زموږ له ديني او ملي ګټو او ارزښتونو سره په ټكر كې دي. ايا ژورناليزم دې ډول ازادۍ ته اجازه وركوي؟  تاسې څه واياست څوك، چې د ژورناليزم د ټربيونونو له لارې  دخلكو ديني او ملي ارزښتونو ته په سپكه سترګه ګوري، د ژورناليست نوم وركولاى شو؟  ايا دا د شهرت موندنې يوه لاره نه ده؟  تاسې وواياست د بيان بې پو

25.01.2008 sahaar

محسود، مسعود او که مسيد؟

مسعود( مسيد) د پښتون قوم د کرلاڼي ښاخ يو ستر ټبر دى، چې د لرې پښتونخوا په وزيرستان، ټانک،بنو، ډېره اسماعيل خان او د افغانستان په لوګر، وردګو، بغلان، کندز او يو شمېر نورو ولايتونو کې اوسيږي. مسعود ( مسيد) پر دريو سترو ښاخونو وېشل کيږي، چې منزي، بهلولزي او شمن خېل ياديږي. افغانستان ته درست راغلي مسعود او وزير قبايل پر وزيرستان د انګرېز د پرله پسې بمباريو له امله کډوال شوي او يو شمېر هغه له جرنېل يارمحمد خان وزيري سره په هغه (نږدې)٥٠٠٠ کسيز لښکر کې راغلي، چې د غازي امان الله خان په غوښتنه يې په

17.01.2008 sahaar

اسامه فلم؛ ګام پرګام نيمګړتياوې او سياسي غرضونه

اسامه د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د بهر لپاره د افغان فلم يوه ښه ډالۍ وه، چې په نړيوالو هنري نندارتونونو کې يې ګڼې جايزې ترلاسه کړې. دغه فلم د سياسي او هنري جوړښت له مخې ډېر ژر نړيوالو سينماوو ته لاړ او ډېر ژر يې د ((کن))، د يونسکو د سرو زرو کمرې جايزې او ډيپلومونه ترلاسه کړل. دغه فلم په نيوزيلنډ، ملبورن ښار، ډيلي، کوپنهاګن، ټورنټو او نرو ځايونو کې هم نندارې ته وړاندې شو، چې ډېر تود هرکلى يې وشو. ((اسامه)) په ملي او نړيواله توګه وستايل شو او دغو ستاينو يې پر ټولو نيمګړتياوو پرده وغوړوله. پ

10.12.2007 sahaar

ويي جوړونه؛ يوازې د((ژبپوه)) کار ،که د ((څانګوال)) هم؟

د ويې رغونې- جوړونې يا ((نيولوجيزم)) بهير د ژبو له پرمختيا او پرمختګ سره يوځاى پيل شوى او لړۍ يې نن تر موږ پورې را رسېدلې ده. ډېرې داسې کليمې شته دي، چې موږ يې په ورځنيو ګړنو کې کاروو، خو د څانګوالو يا مسلکي کسانو ((ژبپوهانو)) له خوا نه دي جوړې شوې. دغه کليمې د ولس له منځه را وتلې او په ولس کې يې ځاى موندلى دى. ((لاسماغى))، ((مخروڼى))، ((پۍ وريژې)) او....ترکيبي کليمې دي، خو دا د يوه ژبپوه او اديب پرځاى عامووګړو دود کړې او خورې کړې دي. دغسې په سلګونو کليمې دي، چې په ولس کې د عادي افرادو له

10.12.2007 sahaar

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more