د ويې رغونې- جوړونې يا ((نيولوجيزم)) بهير د ژبو له پرمختيا او پرمختګ سره يوځاى پيل شوى او لړۍ يې نن تر موږ پورې را رسېدلې ده. ډېرې داسې کليمې شته دي، چې موږ يې په ورځنيو ګړنو کې کاروو، خو د څانګوالو يا مسلکي کسانو ((ژبپوهانو)) له خوا نه دي جوړې شوې. دغه کليمې د ولس له منځه را وتلې او په ولس کې يې ځاى موندلى دى.
((لاسماغى))، ((مخروڼى))، ((پۍ وريژې)) او....ترکيبي کليمې دي، خو دا د يوه ژبپوه او اديب پرځاى عامووګړو دود کړې او خورې کړې دي. دغسې په سلګونو کليمې دي، چې په ولس کې د عادي افرادو له خوا جوړې شوې او نن يې زموږ ژبپوهان او هغه کسان هم کاروي، چې له ځانونو پرته په ژبه کې بل چا، په ځانګړې توګه ((زلميانو)) ته د تداخل اجازه نه ورکوي.
ويي جوړونه د چا کار دى؟
ډېرى پښتانه ليکوال په دې اند دي، چې ويي جوړونه، انډول موندل، د بهرنيو اصطلاحاتو ژباړه او .... يوازې د ژبپوهانو کار دى او د نورو لاسوهنه ښايي ژبه د ګډوډۍ او انارشۍ له ګواښ سره مخ کړي. دا ډله هغه کسان دي، چې له ژبې سره د خواخوږۍ ترڅنګ خپل انحصار ځواکمنول غواړي او يا له ژبنيو اړتياوو  بشپړ ځانونه نه خبروي. که په رښتيا سره ويي جوړونې او  د پرديو اصطلاحاتو پر وړاندې ټينګاو  ته اړتيا وي، دغه بهير يوازې په يو دوو کليمو او يو دوو ژبپوهانو نه تماميږي، ځکه په نوې ټکنالوژۍ کې د بهرنيو اصطلاحاتو يو سېل را روان دى او ددغه سيل مخنيوي ته زلمۍ مټې په کار دي.
پر ژبه او ژبنيو جوړښتونو د ليکوال پوهېدا اړينه ده. ويي جوړونه په حقيقت کې د همدغو ژبپوهانو رښته ده، چې کلونه کلونه يې د ژبپوهنې په برخه کې زده کړې او هلې ځلې کړې ، خو ايا دا به نياومنه او منطقي وي، چې موږ د لسګونو( بلکې سلګونو) پوهو او نوې ټکنالوژى اصطلاحات دغو درې څلورو ژبپوهانو ته پرېږدو؟ زما په اند ډېره ناشونې ده، چې (استاد زيار او استاد صميم، چې پر ما ډېر ګران دي)  په ټولو ژبنيو اړتياوو  او د بېلابېلو څانګو په ((مسلکي  او نامسلکي ))ويي جوړونې پسې ورسيږي. 
زموږ په ګاونډ اېران، اخوا په فرانسه  او نورو هېوادونو کې د ويي جوړونې لپاره ځانګړې اکاډمۍ دي او د نويو اصطلاحاتو انډول د همدوى له خوا وړاندې کيږي. پښتانه تر دې دمه داسې يو مرکز يا ټولنه نه لري، چې د ويي جوړونې په برخه کې همغږي ولري، خو که د يوې داسې ټولنې جوړېدا ته په تمه کښېنو هم، ژبه ، به مو څومره د پرديو اصطلاحاتو په چکړ کې ننوتې وي.
په مسلکي لحاظ ((ځانګړي ژبپوهان)) د ټولو پوهو پر اصطلاحاتو له پوهېدا عاجز دي. د مسلکي ويي جوړونې په برخه کې موږ اړ يو، چې مسلکي کسانو يا څانګوالو ته مخ واړوو. مسلکي کسان کولاى شي د ژبپوهانو په مرسته وړ او با مفهومه اصطلاحات و مومي. دا د يو شمېر ليکوالو(١) د اند اپوټه يوه غوره لاره ده، چې ژورناليست په خپله څانګه او ډاکټر او ساينسپوه په خپلو څانګو کې د ((ژبنيو وړتياوو او اړتياوو)) له مخې د ويي جوړونې چارې بشپړې کړي.
ايا ويي جوړونې ته اړتيا لرو؟
ويي جوړونه يا نيولو جيزم ژبې ته د پرديو لغتونو د ((بې خرته)) راتګ مخنيوى کوي. کله، چې د ژبې او کولتور مخکښان دا وانګيري، چې ژبه يې د پرديو لغتونو تر يرغل او سيوري لاندې راځي، پر انډول موندنې،ويي جوړونې او  ژباړې لاس پورې کوي. دا د نورو ژبو يا پرديو ګواښونکو اصطلاحاتو  پر وړاندې يو ژبنى ټينګاو دى، چې پاخه او پرله غښتي ژبني (کولتوري) مورچل ته اړتيا لري.
نوي زلميان د زاړه نسل اپوټه، له نيولوجيزم ، ويې جوړونې او کارونې سره خورا ډېره ليوالتيا ښيي. دغه لېوالتيا نه يوازې په افغانستان ، بلکې په اېران کې هم ترا تر سترګو کيږي. زموږ تېر نسل يو شمېر ځانګړي اصطلاحات کارول، خو نن د هغو ځاى نويو اصطلاحاتو نيولى او سبا به دغه بهير راتلونکي نسل ته هم لېږديږي. د بېلګې په توګه پرون ولسمشر ته ((جمهور رييس)) ويل کېده، خو نن هغه کليمه پرېښودل کيږي او پرځاى يې نوې هغه دوديږي. کلونه وړاندې ډېرو خلکو د برېښنا، برېښناليک او ... مخالفت کاوه، چې ژبه درندوي ، خو نن وينو   نه يوازې دا، چې دغه کليمې ژبه نه درنوي، بلکې ژبې ته ښکلا ورکوي.
موږ دغه بهير په خپلو ګاونډيو او نړيوالو ژبو کې له څلورو مراجعو ليدلاى شو:
 ژبپوهان، يا د ژبې استادان
 رسنۍ(ژورناليستان )
  ليکوالان 
 او پخپله ولس يا خلک.
په دغو څلور واړو ((ويي صادروونکو مراجعو)) کې ښايي يوه هغه (ولس يا ليکوال) تر بلې هغې ( اکاډمۍ او ژبپوه) ښه ويى جوړ کړي او ژر  د خلکو خولې ته ولويږي، خو پرېکړه او هرکلى يا منل او نه منل بيا د خلکو په لاس کې دي.  دلته د ژبې ټول ويونکي له ژبې نه پر دفاع مکلف کيږي، ځکه خو ويلاى شو، چې ويي جوړونه يوازې د يوه مرکز، اکاډمۍ يا شخص کار نه دى. دا يوه پرله غښتي بهير ته اړتيا لري او دغه بهير له موږ نه  باور او کار غواړي.