په اشتهار او د صنعت د پلوركچې په لوړاوي كې د رسنيو رول ، رسنيزې څيړنې او د رسنيو د نفوذكچې اغيزې خورا ډېرې كړې دي. په لويديز او ولسواكو ټولنو كې رسنيو ته د سبسايډي وركول، دولتي اشتهارونه او خبري او ولسي باوركچې له څېلمې د رسنيو  په   پوښښ ځواك، اغيز او د مخاطبانو په څومره والي پورې تړاو مومي.  د درېيمې نړۍ په رسنيزو څيړنو او سروې ګانو كې د معيار پامنيوى خورا لږ ترسترګو كيږي او يوه بېلګه يې دلته نږدې په پلازمينه كابل كې هم ليدلاى شو.
د نړيوال سټنډرډ له مخې، په تصويري او غږيزو رسنيو كې دوه ډوله څيړنه كيږي، چې يوه د سلوالې (Ratings Research) څيړنه او بله هغه  د معيار يا (Non-ratings Research) څيړنه ده.
د سلوالې په څيړنه كې د رسنۍ (راډيو ټلويزيون) د مخاطبانو پر حجم بحث كيږي. په دغسې څيړنه كې خپلخوښى ليك او كتابت يا رضا كار كسان د استازولۍ جوګه نه دي او نه خو  رښتيني مالومات ترې ترلاسه كېداى شي. په لويديز كې د رسنيزې څيړنې يا سروې لپاره ځانګړې بې پري ټولنې كار كوي، چې په ټوليز ډول له افرادي ځواكه كار اخلي. په كابل كې د (EMW-Eqtedare Melli Weekly) په نامه موسسې له خوا، چې كومه نظرسنجي شوې ، دا د همدې رضاكاره_ اټكلي نظرسنجۍ بېلګه راكوي. په دې نظرسنجي كې ټاكلي جغرافيايي موقعيتونه، د اورېدونكو جنس څرنګتيا، علمي كچه، موډلونه، د وكړو شمېر، د رسنۍ د پوښښ اصلي سيمې او مخاطبان او نور اړين توكي په پام كې نه دي نيول شوي او پرڅو ځانګړو سيمو راڅرخي.
په امريكا كې څو كاله وړاندې پر اې بي سي، سي بي اېس، اېن بي سي يوه څيړنه شوې وه، چې د نمونوي افرادو شمېر يې له ۷۸۲ نه كتونكو هغو سره ۱۸۰۰ ته رسېده او دا پر يوه ۸۵ مليوني مخاطب لرونكې سيمه پلې كړاى شوه. په دې سروې كې د پوښتنې ډول، د رسنۍ پوښتنيز موقعيت، د كټګوريو بڼه او څرنګتيا، د پوښتونكو څرنګتيا، د رسنيو د پوښښ سيمې، تيراژ، د مخاطبانو اصلي سيمې او په ځوابونو كې رښتينولي ټول په پام كې نيول شوي وو. دغه شرح په يوه علمي فورمولبندۍ ترسره شوې وه او څارونكې ډلې يې د بې پريتوب پرڅار او ځيرنې واكمنې وې.
د نظرسنجۍ او رسنيزې څيړنې دغه علمي –ازاده بېلګه پر رښتينو او دقيقو ارقامو او حقايقو ولاړه وه. د (EMW) يااقتدار ملي موسسې نظرسنجي كه موږ له علمي هغې سره پرتله كوو، له اټكل پرته بل څه نه پكې ترسترګو كيږي. دلته د نظرسنجي ټاكلې سيمه، افرادي ځواك، د څيړونكې ډلې څرنګتيا، مخاطبان او د مخاطبانو طبقه بندي  يو هم نه ترسترګو كيږي.
كه د (EMW) نظرسنجي د رسنيو د څرنګتيا له مخې و څيړو، ډېرى هغه رسنۍ ،چې په يوه قوم يا يوه مذهب پورې تړلې دي د نظرسنجۍ د مثبتې كچې په سر كې د مخكښو رسنيو په توګه راغلې دي، خو نورې هغه په ځانګړې توګه پښتو ژبې رسنۍ ( شمشاد، لمر، ويسا، اراده) بيا په هيښنده توګه په ډېره ټيټه درجه كې راوستل شوې دي.
كه د (EMW) موسسې دغه نظرسنجي په ټول كابل كې شوې وي، فكر نه كوم د شمشاد په پرتله تمدن ۴۱% مخاطبان ولري. ځكه شمشاد څو كاله مخينه  او د كابل د% ۱۰۰ نفوس% ۴۲ مخاطب لري، په داسې حال كې، چې تمدن بيا له نږدې% ۷مخاطب سره يوازې ترڅو ځانګړو قومي- مذهبي سيمو رسيږي.
لمر سره له دې، چې د طلوع ((بركتي سيورى)) پرې پرېوتى، په هيڅ توګه هم تر شمشاد د ډېر مخاطب څښتن نه دى، ځكه كه د سلنې معيار د خپرونو منځپانګه  وټاكو، شمشاد تر لمر ټلويزيون څو ګامه مخكې اېښي دي. دغسې ((ويسا)) او ((اراده)) كه د كارتۀ سه له ځانګړې سيمې را واېستل شي او نظرسنجي په رښتينې توګه تر ټول كابل پورې ورسيږي، سلنه به يې د خپل% ۱۰۰مخاطب په تناسب تر ((۸ صبح)) او نورو هغو وړاندې وي. ددغو دوو ورځپاڼو يو ستر امتياز،  چې په مخاطب راښكون كې ترټولو ستر رول لوبولى شي، د هغو دوه ژبې بڼه يا دوه ژبى مخاطب دى. ويسا او اراده د خپل دوه ژبي ( پښتون او دري ژبي) مخاطب ، يا دوه ژبې خپرنيزې پاليسۍ په درلودا سره په هيڅ منطق هم د نظرسنجۍ پاى ته نشي تلاى.
د ټلويزيونونو پرتلنه او د مخاطبانو سلواله هم د منلو وړ نه ده، ځكه اريانا په خپله اوږده مخينه او دوه ژبي مخاطب سره په هيڅ وجه تر طلوع ټيټه پوړۍ نه خپلوي، په داسې حال كې، چې تمدن په دوه سلنه توپير له اريانا سره سيالي كوي!. فردا ټلويزيون لا تراوسه پر ازمويښتي خپرونو بوخت دى او مخاطب يې هم تر ډېره يو ټاكلى پاړكى دى. دا به نو په كوم منطق له شمشاد هغه نه ۸% د لوړ مخاطب څښتن وي. ايينه تر نور، فردا، تمدن او ګرد سره افغاني ټلويزيونونو مخكې جوړ شوى او په شمال كې د نفوس ستره كچه خپلوي، خو د (EMW)  بې ادرسه موسسې په نظرسنجي كې د مخاطب او محبوبيت له مخې وروستى ټلويزيوني چينل ګڼل شوى دى.
 د راډيوګانو او اونيزو په برخه كې هم ورته تبعيضي عمل شوى دى. ((فردا)) راډيو، چې پر جوړېدو يې څو ورځې نه تېريږي، له بي بي سي، ارمان او ازادۍ وروسته ترټولو محبوبه او ډېره اورېدونكې راډيو ګڼل شوې ده. په اونيزو كې ((اقتدار مليEMW ))په ۳۳% لوړې سلنې سره تر ټولو ډېره لوستل كېدونكې اونيزه ګڼل شوې، په داسې حال كې، چې شخصي سروې ګانو كليد او كابل اونيزې تر ټولو محبوبې او ډېر مخاطب لرونكې اونيزې ګڼلې دي. په اونيزو كې پښتو اونيزو ته هيڅ نغوته نه ده شوې او مجلې بيا له نېكه مرغه د (EMW) د نظرسنجۍ له غشيو روغې پاتې شوې دي.
د (EMW) دغه نظرسنجي كه له سره ترپايه  و ارزول شي، نيمګړې او غرضي پايله وركوي. د راډيو ټلويزيونونو او ورځپاڼو لپاره ، چې كومې سلنې وړاندې شوې خورا خندوونكې ،غيرعلمي، اټكلي او ايشيا فونډېشن له سروې سره په بشپړ ټكر كې برېښي.
رسنيزه څيړنه يا نظرسنجي په افغانستان كې يو نوى شى دى او كه دغه څيړنه بې پري او له تبعسض او غرضه پاكه ترسره شوې واى، په رسنيزو كړيو او ژورناليستانو كې به يې تود هركلى شوى واى، خو دلته د معمول په څېر هرګام په غرض او تبعيض اخستل كيږي او دغۀ تبعيض اوس زموږ رسنيزه نړۍ هم ككړه كړې ده.
--------------------------------------------------------------------------------------
يادونه:
دغه څيړنه د (EMW) موسسې په نامه خپره شوې، په داسې حال كې، چې  (EMW) د Eqtedare Melli Weekly مخفف دي، يانې اقتدار ملي اونيزه. خندوونكې لا دا، چې ځان يې په ۳۳ سلنې سره تر ټولو محبوبه او ډېره لوستل كېدونكې اونيزه ګڼلې .