سايبر او انلاين دوه نوې نومونې دي، چې دمګړۍ د خبريالۍ په ډګر کې خورا ډېرې کارول کيږي. دغه دواړې نومونې د نوې ټکنالوژۍ زېږندې دي او ټولې چارې يې پر  نړيجال (انټرنېټ) اوکمپيوټر راڅرخي. سايبر خبريالي  د رسنيزو چاو د بېلابېلو بڼو يوه نوې ترکيبي بڼه ده او ټوله ډډه يې پر انټرنېټ او کمپيوټر وي. سايبر  يو داسې چاپېريال ګڼل کيږي، چې هلته د خبري ډولونو د جوړاوي او غورچاڼ شونتيا ډېره وي. په دغه چاپېريال کې د رسنيو بېلابېلې بڼې سره ګډيږي او له منځپانګې نه د لګښتوالو د تعامل او راکړې ورکړې لامل ګرځي.  په سايبر خبريالۍ کې وسايل او ان ځايونه بايد په يو نه يو ډول د بدلون او ځاى پرځاى کولو وړ  او بېلابېلې بڼې غوره کړاى شي.

د امريکا د فلوريډا پوهنتون د خبريالۍ او اړيکو پوهنځي استادې ((مينډي مک اډامس)) په وينا، سايبر خبريالي همغه انلاين خبريالي ده او انلاين خبريالي بايد د انلاين رسنيو په ځانګړنو سره وړاندې شي. د انلاين رسنيو خبريال تل په دې لټه کې وي، چې ډېر انځورونه او ډېر غږونه ومومي: فلش وکاروي او له سلايډونو کار واخلي. په سايبر کې د کاروونکي لټه لږ، خو د سسټم هغه بيا له بريده ډېره وي.(١)

د سايبر يا انلاين نومونو په راوتو سره د خبريالۍ يو شمېر ارونو او  دود فورمولبنديو تغيير کړى دى. چاپي او برېښنايي رسنۍ اړې دي، له سايبر فضا او  انلاين خبري بهير سره ځانونه همغاړي او سيال کړي. د سيالۍ دغې روحيې د چاپي رسنيو تر ګواښ لاندې راتلونکې ته يوځل بيا سا ورپوکلې ده.

د پوهاندې مينډي مک اډامس په وينا، په انلاين خبريالۍ کې څو ډوله فرمټونه او ټکنالوژي کارول کيږي:

 

·    ټکسټText : ( ثابت متن، د لېږد وړ متنونه او لېنکونه)

·    انځور Picture( ځانګړي او خپلواک انځورونه، د سلايډ شويو انځورونو ټولګه او ګالري)

·    ګرافيکGraphics ( ثابت او فيکس شوى،  لېږد وړ خوځند او لېنک يا پيوند)

·    غږSound : ( ژوندى، تکرارېدونکي غږونه، نه تکرارېدونکي غږونه)

 

سايبر خبريالي په کومو بڼو موندل کيږي؟

سايبر خبريالي د انټرنېټ په فضا کې په بېلا بېلو بڼو موندل کيږي. د ورځپاڼو انټرنېټي نسخې، انټرنېټي ورځپاڼې او اژانسونه، خبري سايټونه، وېبلاګونه ، ار اېس اېس او انلاين ژورناليزم يې جوتې بېلګې دي. مولټي ميډيا(غږ، انځور ، انيميشن او متن)،(٢) اپډېټ، د مالوماتو افقي وېش، پرځانګړو رسنيزو وسايلو تمتيا له منځه وړل او لاسرسى، نامحدود خپراوى،ناسانسورتيا، تعاملي وړتيا( د تبصرې او هايپرلينکونو له لارې)، شخصي کېدل او له زمان او مکان نه ازادي د سايبر خبريالۍ مهمې ځانګړنې دي.

 

په وېب کې څه ډول توکي پرليکه کړو؟

د انلاين او سايبر فضا خبريالي له چاپي هغو سره توپير کوي. وېب او وېبلاګ ته د خبر، رپوټ او نورو ژورناليستيکي توکو په ليکلو کې ځانګړي ارونه په پام کې نيول کيږي. د وېب ليکنې تر ټولو ستره ځانګړنه له مخاطب سره تعامل يا تعاملي چاره ده. په چاپي رسنيو کې د خبريال او راپورټر ټوله هڅه دا وي، چې لوستوالو ته نوي توکي وړاندې کړي، دغسې راډيو د نوي (طبعي او ناطبعي) غږ، احساساتو او عواطفو اړخ په پام کې نيسي او ټلويزيون تر ډېره پر تصوير ډډه کوي، خو په انلاين او سايبر خبريالي کې بيا اصلي چورلېځ د تعامل وړتيا يا(Inter activity) وي. د تعاملي انيميشنونو يا کليک وړ طرحو (Clickable info graphic) له لارې وړاندې کېدونکې پېښې د انلاين رسنيو تر ټولو راښکونکې او بريالۍ سکالووې ګڼل کيږي.

د سايبر او انلاين خبرونو يا خبري رپوټونو لپاره ډېرى له سرچپه هرم سبک، نرم خبر او الماس خبري سبک نه کار اخستل کيږي(٣) پر ټايپ، ګرافيک، اېډيټ،د سايټ پر مديريت، شبکه يي تګلارو، HTML او نورو مسلکي څيزونو  پوهېدا ډېره اړينه ده.

د سايبر او انلاين خبريالۍ ژبه د نورو هغو په څېر ساده او اسانه وي. وېب ته، چې څومره ساده ليکئ، هومره اغيزناک او رغند تماميږي. په دوکې او ټګۍ برګۍ يا ژيړې خبريالۍ سره د مخاطبانو هوس مه ځپئ. هغوى ته د انټرنېټ ستره نړۍ غېږ پرانستې او که ستاسې پر خبر يې زړه اوبه ونه څښي نورو سايټونو ته مخ اړوي. په وېب يا انلاين خبريالۍ کې لوستوال پر لږو مالوماتو بسنه نه کوي. هغوى له تاسې ډېر مالومات غواړي او که وريې نه کړئ پخپله نورو سايټونو ته پسې ځي.

که چېرې ليکنه يا رپوټ له شپږو پاراګرافونو اوږده وي، له منځنيو يا څنګ سرليکونو بايد کار واخستل شي. سرليکونه بايد له متن سره تړاو ولري او منځني هغه بايد پيل او پاى سره ونښلوي.

 

د انلاين خبريالۍ سرچينې:

په انلاين يا سايبر خبريالۍ کې حقايق او رښتينولي ډېر ځله د چټکتيا او سرعت قرباني کيږي.

د مخ پر وده او درېيمې نړۍ په رسنيو کې ترټولو ستره نيمګړتيا داده، چې د خبرونو او مالوماتو په رښتينولۍ کې هومره پام نه کيږي. د نه پاملرنې لامل دا نه دى، چې دلته په لوى لاس دا کار کيږي، بلکې په نورو څانګو کې د شاته والي ترڅنګ په دې برخه کې هم موږ تر نورې نړۍ وروسته يو. همدا وروسته والى او يولړ نامسلکي کړنې دي، چې زموږ (( مالومات)) هم ترې خوندي نه دي.  په پښتو انلاين رسنيو او وېب پاڼو کې دا ستونزه تر نورو هغو ډېره ترسترګو کيږي. انلاين خبريالي په افغانستان کې يوه نوې اصطلاح او کاري سيمه ده، چې ډېر لږ او د ګوتو په شمېر کسان ورسره روږدي دي. په انلاين برخه کې ډېرى بوخت کسان يا دشوق او مينې له مخې راغلي او يا د اړتيا له مخې. دغو دواړو لاملونو زموږ انلاين يا سايبر فضا کړکېچنه کړې ده.

له املايي تېروتنو رانيولې، بيا تر مسلکي او ... هغو پورې نړيواله ميډيا زموږ له هغې نه بېلوي.

سرچينه او مالومات ترډېره د خبريالۍ په ټولو بڼو کې يو ډول ترلاسه کيږي. په انلاين خبريالۍ کې رښتينوالي او تاييد د ټليفون او برېښناليک له لارې هم کېداى شي او که خبريال پخپله د سيمې له ځايه رپوټ ورکړي، دا به نو (( نور على نور)) وي. ددې لپاره، چې پر پېښه باور په يقين بدل کړئ، په يو دوه معتبرو سرچينو يا اژانسونو يې تاييد کړئ.

 

ستاسې يوه وړه تېروتنه سترې ستونزې زېږوي؟

ژبه ،د ژبې پر ليکنيو تګلارو او د خپراوي پر وسايلو پوهېدا يوه مسلکي اړتيا ده. د نامعياري ژبې او ويونو کارول او ناسمه املا او انشاء سربېره پر دې، چې د پښتو خبريالۍ پر تندي تور داغ پرېږدي، په انټرنېټي پلټونکو ماشينونو کې مخاطبانو ته نورې ستونزې پيدا کوي. د معياري کليدړې نشتوالى، نا معياري پښتو، نامسلکي عمل ،ټول هغه څه دي، چې پښتانه مخاطبان يې له ستونزو سره مخامخ کړيدي.

د بېلګې په توګه:

§      د کليمو ترمنځ وړ فاصلې په متن پلټنه کې له مخاطبانو سره مرسته کوي، خو که فاصله او ټکي پرخپل ځاى ونه کاريږي، د مطلب پلټونکو لپاره سردرد جوړيږي.  د ساري په ډول، که سردار د (( سر  دار)) په بڼه ليکل شوى وي، په پلټونکو ماشينونو (ګوکل، ياهو او...) کې يې څوک نشي موندلاى.

§      ليکنښې(.،؟!): بايد له مخکينۍ کليمې سره سرېښ او له وروستۍ هغې نه په يوه سپېس واټن کېښودل شي. دغسې د جملې په پاى کې د وروستۍ کليمې او پاى نښې ترمنځ واټن مه پرېږدئ. د واټن په شته والي کې کېداى شي پاى نښه( .،؟!) د بلې جملې سر ته لاړه شي او لوستوال په متن لوستلو کې له ستونزو سره مخ کړي.

§      کله، چې پرانټز، ګيومه، اکولاډ او کروشه ( ((}[ پرانيزئ په سر کې يې فاصله کېږدئ او بيا له فاصلې پرته کليمه پيل کړئ. کله، چې ليکنښه ) )) }] بندوئ له فاصلې پرته يې په وروستۍ کليمه وتړئ او بيا ټکى پسې کېږدئ. (ځينې کسان ټکى له ((لينديو)) مخکې ږدي.)

§      ((ى))، ((ک)) او ((ګ)) ډېر ځله په پښتو انلاين متنونو کې ستونزې پيدا کوي. يو شمېر پښتو انلاين متنونه که وګورئ، په ى، ک او ګ سره به مات وي. زموږ ځينې ژبپوهان  ديا او ګاف په کارولو کې اختلاف لري، څوک (چې ) ليکي، څوک (چي)، څوک ګ ليکي او څوک گ. دغه ژبنۍ نادودې که سمې نشي پښتانه مخاطبان به تل له دغسې ستونزو سره مخ وي. دغسې پښتو، دري کليدړې، يا پخپله پښتو کليدړې سره توپير کوي او دغه توپيرونه په متن کې ستونزې پيدا کوي. ددې ستونزې لپاره بايد معياري ليکبڼه (فونټ) او کليدړې (کي بورډونه)وکاريږي. دمګړۍPokhto  فونټ ډېر کارول کيږي.

§      د پښتو ياګانو غلط استعمال ستونزې زېږوي. زموږ په وېبپاڼو کې ترټولو ستره ستونزه همداده، چې معياري ژبه نه کارول کيږي. پر لهجو او ګړدودونو ټينګار موږ له معياره لرې کړي يو، په داسې حال کې، چې اوسنى يوڅه منل شوى معيار په لرو بر کې تر ٨٠ سلنې ډېرکاريږي.

 

بېخونده سرليکونه، مسلکي نيمګړتياوې:

په وېب او سايبر فضا کې سرليک ډېرى له ليډ او پاس سرليک نه جلا راڅرګنديږي. سرليک بايد په يوازې ځان د پېښې نچوړ وړاندې کړاى شي او له ليډ او پاس سرليک نه روښانه او جوت واوسيږي. له نوم پرته د چا وينا يا نقل قول مه رااخلئ. دا کار په چاپي خپرونو کې ځکه شونى دى، چې پاس يا لاندې ترې د اړوند کس د نوم ليکنې شونتيا ډېره وي، خو په وېب کې بيا دغسې ډېرلږ پېښيږي. که وينا را اخلئ په سر يا پاى کې يې د اړوند کس يا سرچينې نوم هم ليکئ. د وېب لپاره خورا لنډ او د ٣٠ او ٤٠ تورو په اډانه کې سرليک وليکئ. تر دې اوږده سرليکونه د وېب فضا او بڼه خرابوي. د سرليکونو او متنونو  لپاره يو ډول فونټ وکاروئ، د فونټ بدلون او رنګول ستونزې پيدا کوي. د سرليکونو په غوراوي کې ښکلا او خيالولۍ څوک نه خوښوي. لوستوال روښانه او له طنز نه وتي سرليکونه ژر لولي.

((طالبان موسى ته خداى په امان ، سنګين ته سلامونه))

په بېنوا وېبپاڼه کې دغه سرليک نه يوازې دا، چې ښکلا نه لري، بلکې د سرليک ليکنې له ارونو او د مخاطب له ذوق پوهنې هم سرغړونه ده. فيچري سرليکونه په فيچري ليکنو کې خوند کوي، نه په وچ او ډنګر خبر کې. په سرليک کې داسې څه وړاندې کړئ، چې په متن کې يې لوستوالو ته وروکولاى شي او که سرليک مو له متن نه لوړ او لوستونکي مو هيله من کړل، په دې پوه شئ، چې هغوى به بيا په نه زړه ستاسې ليکنې ګوري.

 

سرليک او سرليک توکي:

سرليک له متن سره په تړاو تر مخاطبانو يو راښکونکى او په زړه پورې پيغام لېږدوي.

¡   پاس سرليک:

د سرليک هغه برخه، چې د ارسرليک د کوچنيوالي لپاره د هغه پر تندي ليکل کيږي.

ناسمه بڼه:

د ملګرو ملتونو سرمنشي: د شمالي کوريا اټومي لانجه بايد په خبرو اواره شي

سمه بڼه:

د ملګرو ملتونو سرمنشي: .................پاس سرليک(کوچنى)

د شمالي کوريا لانجه بايد په خبرو اواره شي ......................ارسرليک(غټ)

دوهمه سمه بڼه سرليک بيا په وېب کې کار نه ورکوي. په وېب کې لومړنى هغه په لنډه بڼه کارول کيږي.

 

ناسمه بڼه:

 د افغانستان د ولايتي شوراګانو د رييسانو په ګډون په کابل کې د ولايتي شوراګانو کلنۍ غونډه جوړيږي

 

د ورځپاڼو لپاره سمه بڼه:

د افغانستان ولايتي شوراګانو د رييسانو په ګډون:

د ولايتي شوراګانو کلنۍ غونډه جوړيږي

  

د وېب لپاره:

د ولايتي شوراګانو کلنۍ غونډه جوړيږي

پاس سرليک کله کله د ارسرليک د بشپړتيا لپاره راځي او دسرليک په داخل پورې بشپړ نه وي تړلى:

بېلګه:

يوه نوې څيړنه:

چاى د وينې سرطان مخنيوى کوي

 

¡   کوز سرليک:

تر ارسرليک لاندې په کوچنيو تورو ليکل شوې جمله کوزسرليک بلل کيږي. په انلاين رسنيو کې د لنډيز په نامه توکي د نسبي کوزسرليک په نامه يادولاى شو. کوزسرليک په چاپي رسنيو کې ډېرځله د ارسرليک بشپړوونکې جمله وي.

 

طالب قوماندان له څرخي پله زندان نه وتښتېد

د زندان ساتونکو له ملا نقيب الله نه ١٦ زره امريکايي ډالر د بډو په توګه اخستي دي..(کوزسرليک يا ضمني)

 

په انلاين خبريالۍ کې کولاى شو د کوزسرليک لپاره له ليډ نه کار واخلو. يو شمېر رسنۍ ليډ په همدې موخه کاروي.

 

څه وليکو، څه ونه ليکو؟

د انلاين او نورو رسنيو خبريالان بايد په سرليک ليکنه کې لاندې توکي په پام کې ونيسي.

¡   سرليک بشپړ وي:

سرليک بايد له متن سره په تړاو او بشپړ و اوسيږي. د ساري په ډول که د (( ملګرو ملتونو سرمنشي)) د شمالي کوريا د اټومي لانجې له خبر نه لرې کړو، لوستوال نه پوهيږي، چې دا خبره چا کړې ده.

 په انلاين خبريالۍ کې د پاس سرليک اسانتياوې ډېرې لږ دي. ددې لپاره، چې پاس سرليک مو ضايع کړى نه وي، د سرليک په لنډيز سره يې د ارسرليک په سر يا پاى کې راوړلاى شو.

پر ٥٠% افغانستان طالبان واکمن دي

کله، چې د خبر متن ته ورځو، پوهېږو، چې په ٥٠ سلنه خاوره کې طالبان فعال دي. دغه سلنه د واکمنۍ لپاره بېځايه کارول شوې ده. له سرليک نه يوازې او يوازې دا مطلب اخستل کيږي ، چې نيم افغانستان د طالبانو په لاس کې دى او نيم نور هغه ددولت.(٤)

 

¡   سرليک ګونګ ونه اوسي:

د سرليک ګونګتيا لوستوال له ارې سکالو نه پر بل لور بيايي. يا دا، چې لوستوال يا مخاطب متن ته نشي راکښلاى. سرليک د متن يا خبر د لومې په توګه بايد خپل رسالت ترسره کړاى شي.

يوځل بيا:

طالبان موسى کلا ته خداى پامان، سنګين ته سلامونه

په دغه سرليک کې سړى نه پوهيږي، چې موسى کلا طالبانو پرېښوه، که ترې و اېستل شول، چې سنګين ته سلامونه کوي؟ د موسى کلا خلکو ناځواني ورسره وکړه، چې سنګين ته سلامونه کوي او که مساله بل څه ده؟ دغه سرليک ښايي د راښکون او نوښت په پلمه کارول شوى وي، خو د مثبتې پايلې پرځاى يې منفي هغه ورکړې ده.

 

¡   سرليک شعار ونه اوسي:

يو شمېر لومړني خبريالان، په ځانګړې توګه دولتي رسنۍ د سرليک او شعار ترمنځ توپير نه کوي. هغوى ډېر ښه خبر په ډېره بده بڼه وړاندې کوي:

 

د لوګر د مسو کان يوې چينايۍ کمپنۍ ته وسپارل شو: ............( پاس سرليک)

عينک د نړۍ د مسو تر ټولو ستر کان...............( ارسرليک)

 

دغه سرليک له شعار پرته بل څه نه دي. په پاس سرليک کې هڅه شوې سرليک بشپړ شي، خو د ارسرليک غټوالى او شعاري بڼه مخاطبان يوازې او يوازې له يوه شعار سره مخامخوي او بس.

 

¡   سرليک با مفهومه واوسي:

سرليک بايد ساده او با مفهومه وليکل شي. لوستوال، اوږد او پيچلى سرليک په سمه توګه نشي درک کولاى. دغسې سرليک بايد د متن مفهوم او پيغام وړاندې کړاى شي:

 

د ولسمشر د لومړي مرستيال په مرسته:

پر لمرټلويزيون د الجزيرې خپرونو د امتياز لغو رد شوه

 

دغلته لوستوال يا مخاطب نه پوهيږي، چې د کار پايله څه شوه؟ لمر ټلويزيون د الجزيرې خپرونې بندې دي، که نه؟ دغه سرليک په دا ډول سمولاى شو:

 

د ولسمشر د لومړي مرستيال په مرسته:

پر لمر ټلويزيون د الجزيرې خپرونې بېرته پيل شوې

 

يا د بي بي سي دغه ناوړه سرليک ګورئ:

 

افغانستان يو له مفسدو هېوادونو څخه دى

 

دغلته لوستوال نه پوهيږي، چې افغانستان او ولس يې مفسد دى، که نه دولت او حکومت.

  

¡   فعل يا له فعل پرته:

فعل کارول يا نه کارول د سرليک په څرنګتيا پورې اړه لري. که په فعل سره سرليک ښه راځي، په فعل يې وليکئ او که پرې شعاري کيږي، بيا ښه داده، چې بې فعله يا بېکړه يې وليکئ؟ کله کله بې فعله سرليکونه تر فعل لرونکو هغو راښکونکي او اغيزناک وي:

بېلګې:

طالبانو ته د ايتلافي ځواکونو ګواښ ............( بې فعله- غوره سرليک)

ايتلافي ځواکونو ته طالبانو ګواښ وکړ.......( فعل لرونکى بېخونده سرليک)

يا:

په ځانمرګي بريد کې د پکتيا والي وژل کېدل.......( بې فعله، خو بېخونده سرليک)

د پکتيا والي په ځانمرګي بريد کې ووژل شو..........( غوره فعل لرونکى سرليک)

(د نورو مالوماتو لپاره (خبرڅنګه وليکو؟) کتاب ته مراجعه وکړئ.

 

پښتو وېب خبريالي:

د وېب خبريالۍ په برخه کې لا تراوسه داسې درسي توکي يا ځانګړي ټولګي نشته، چې زموږ د يو شمېر خبريالانو وړتياوې ورسره لوړې کړي. که د انلاين خبريالۍ اوسني پښتو بهير ته وګورو، په لږو اسانتياوو او  د خدمت په نامه ډېر څه کيږي. دغه بهير که په لږ سمسکي همدغسې پرمخ لاړشي، د پښتو انلاين او سايبر خبريالۍ راتلونکې به روښانه وي.

ددې لپاره، چې په پښتو انلاين خبريالۍ کې يادې شوې ستونزې له منځه لاړې شي، لومړى بايد خبريالان خپلې مسلکي وړتياوې ډېرې کړي او پر دې سربېره د خبريالۍ يولړ څرګندې او مشهورې تګلارې او لارښوونې په پام کې ونيسي. پر انلاين وسايلو پوهېدا، مسلکي وړتيا، پر ژبه او پښويه برلاسى، باوري سرچينې، دقيق رپوټ ورکول هغه څه دي، چې له موږ سره د تېروتنو په مخنيوي کې مرسته کوي. معياري ژبه بايد زموږ د خبري ژانرونو بنسټ وګرځي او دغه بنسټ بايد په انلاين برخه کې لا غښتلى کړو.

........................................................................................

(١): سايبر د Cybernetics کليمې يوه برخه ده. دغه کليمه د لومړي ځل لپاره Norbert Wiener وکاروله. هغه سايبر په دې توګه راپېژني: ((موږ پرېکړه کړې، چې په ژونديو توکواو برېښنايي نړۍ کې د اړيکو ټولې مطالعې په Cybernetics ونوموو. دغه کليمه له لاتينۍ Gubernetes سره نږدې رېښه لري او د سلوکو د کنټرول او لارښوونې مانا ورکوي. دغه لاتيني کليمه بيا پخپله له Kubernetes-pilot يونانۍ کليمې سره نښتې ده. Pilot د واکمن په مانا او Cybernetics د پوهې او مطالعې مان ښندي. يانې د اړيکتيايي- مالوماتي کنټرول نظام مطالعه.

(٢): په www.worbal.com/khabaryal کې يې  لوستلاى شئ.

(٣): په www.worbal.com/khabaryal کې يې  لوستلاى شئ.

(٤): خبرڅنګه وليکو؟(نذيراحمد سهار)  او ويرايش اخبار ، د احمد توکلي ليکنه