د مارچ اتمه نېټه هرکال دنړۍ په ګوټ ګوټ کې د ښځو نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کيږي.
نږدې سل کاله کيږي، چې د ښځو پر وړاندې د تبعيض او تاوتريخوالي د مخنيوي او مساوي حقونو د ټينګښت لپاره د ښځو مبارزه روانه ده، خو دا مبارزه تر ډېره په ځانګړو پاړکو ، څو ګېډۍ ګلونو او محفلونو پورې محدوده پاتې شوې ده.
د ښځو نړيواله ورځ پر ١٨٥٧ ز کال د نيويارک د نساجي فابريکې د کارګرو ښځو په لاريون پورې تړاو مومي. سخت کاري شرايط او کمه لاسباړه د هغوى د شورغږ مهم لاملونه وو. د فابريکې چارواکو د لاريون کوونکو ښځو د مخنيوي لپاره دروازې وتړلې او ناڅاپه په فابريکه کې اور ولګېد، چې ١٢٩ مېرمنې پکې لولپه شوې. همدا پېښه د ښځو د نړيوالې ورځې سرچينه وګرځېده او اوس هرکال په خورا درنو مراسمو نمانځل کيږي.
دغو نمانځنو او د ښځو د دفاع او بشري حقونو ټولنو د ښځو د ژوندانه په ښه والي کې څومره رول لوبولى دى؟ ايا د ختيز، په ځانګړې افغانه ښځه له خپلو حقونو برخمنه شوې؟ ايا ددوى په ژوندانه کې څه مثبت بدلونونه راغلي دي؟
که چېرې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کيسيون، ښځو چارو وزارت، د ښځو د دفاع ټولنو او د ښځې په نامه د يو شمېر سياست کوونکو او فنډ اخستونکو تېر شپږ کلن کړه وړه او فعاليتونه و ارزول شي، له پنځو شپږو تشريفاتي غونډو، څو ګېډۍ ګلونو پرته هيڅ مثبت ټکي او لاسته راوړنې پکې نه ترسترګو کيږي. افغانه ښځه همغسې بېسواده، سوالګره او د خاوند اسرې ته ناسته پاتې ده.
د ښځو د حقونو په شعاري بهير کې يوازې د ښار هغه پنځه مېرمنې د مال او جلال څښتنې شوې، چې د ښځو په نامه سوداګري کوي، محفلونه جوړوي او سره شنه کميسونه اغوندي! افغانه ښځه په کلي او ښار دواړو کې خواره او په خورا بده وضع کې پايي. د لنګون پرمهال د افغان ښځو د مړينې کچه ورځ په ورځ ډېريږي. په کابل او نورو سترو ښارونو کې د سوالګرو ښځو شمېر مخ پر ډېرېدو دى. پر ښځو او وړو نجونو تېرى د ښځو د حقونو له شعاري بهير سره اوج ته ورسېد. په هرات کې د ځان سوځونې او ځانوژنې پېښې له همدغه بهير سره يوځاى سر را وچت کړ او اوس داسې ورځ نشته، چې د افغانستان په کومه سيمه کې دې د ښځې پر حقونو تېرى نه وي شوى: ځانوژنه، سوځول، د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى، جنسي تېرى، ماشوم پلورنه، سوالګري او....د افغان ښځو برخليک دى.
د بشري حقونو ټولنې په افغانستان کې ورځ په ورځ ډېريږي، نړۍ او کورنۍ موسسې او ارګانونه د ښځو د ازادۍ، حقونو او مساواتو چيغې ناروې وهي. په مليونونو ډالر پر دغه بهير لګيږي، خو د افغانې ښځې په ژوندانه کې مثبت بدلونونه نه ترسترګو کيږي. د ښځو چارو وزارت د يوه سمبوليک وزارت بڼه غوره کړې او دغه سمبوليک بهير د ښځو وضع لا پسې بتره کړې ده.
د ښځو د حقونو د خونديتابه په اړه، چې د ملګرو ملتونو ، امريکا او برېټانيا له خوا کومه پروسه پيل شوې وه، اوس مخ پر سړېدو ده، ځکه دا پروژه هم د نورو هغو په څېر د ناکامو تګلارو له امله يوازې تر شعاره پاتې شوې ده. نړيوالې ټولنې او د ښځو د دفاع په نامه جوړو شويو ټولنو په تېرو شپږو کلونو کې د ښځو په برخه کې هيڅ لاسته راوړنې نه درلودې. افغانه ښځه همغسې مظلومه ده، پخواني دودونه ، خشونت او تاوتريخوالى له مليارد ډالري بودجو سره سره اوس هم په خپل حال روان دي. د تېرو کلونو په پرتله د تاوتريخوالي کچه لا ډېره شوې. تر ټولو شرموونکې لا دا، چې پروني جنايتکاران، چې د ښځو په وژنه او بې پتۍ کې يې نېغ لاس درلود، نن د هر محفل په لومړي کتار کې ناست دي او د ښځو د حقونو او دفاع سورې نارې وهي. د ملت هغه منفورې څېرې،چې يو وخت يې د ښځو سيورى په کاڼو ويشت، اوس د ښځو دفاع ته را پورته شوې او غواړي دا ځل د ښځو په نامه خپله سياسي سوداګري روانه وساتي.
دغه کسان ، ټولنې، دولت او نړيواله ټولنه که په رښتيا د ښځو د حقونو دفاع کوي، د ښځو په ژوندانه کې دې مثبت بدلونونه راولي. د هغو ښځو زړونه دې ټکو کړي، چې په سويل کې هره ورځ خپل خاوند او بچى له لاسه ورکوي. د هغو ښځو پر سرونو دې لاسونه کېږدي، چې له لوږې ماشومان پلوري او يا د مېړونو له ظلمه ځانونو ته اورونه اچوي. د هغې ښځې او پيغلې چيغې ته دې ورسيږي، چې په شمال کې يې قوماندان د سپي په بدل کې پېر او پلور کوي. د ښځو حقوق په هوټلونو کې په رنګينو محفلونو او د ګلونو په ګېډيو نه پرځاى کيږي. د ښځو د حقونو دا علمبرداران دې يو ځل له ښارونو ووځي او کليو او بانډو ته دې سرونه ښکاره کړي، چې هلته د ښځو ژوند څومره په ټيټه پوړۍ کې دى. ړومبى دې د ښځو په ژوندانه کې بدلون راولي او بيا دې په خلاص زړه د مارچ اتمه ونمانځي. نوره نړۍ که دغه ورځ نمانځي هغوى له دين، ټولنې او دود سره سم د ښځو په ژوندانه کې مثبت بدلونونه راوستي، خو موږ څه کړي:
(( ښځه مظلومه، ښځه کونډه، بوره، ښځه سوالګره او بالاخره ښځه د نورو لپاره يوه وسيله....))