دانش خپرندويې ټولنې د شهيد موسى شفيق د څيړنغونډې په وياړ يو لړ كتابونه خپاره كړي، چې په هغو كې يو هم زما (( د رپوټ ليكنې ارونه)) کتاب هم ترسترګو كيږي. دغه كتاب په ۱۳۰ مخونو كې په ښه پښتۍ او ښه صحافت چاپ شوى دى. په كتاب كې د رپوټ ليكنې پر ارونو، تګلارو او اوسمهالو سټنډرډ معيارونو بحث شوى او انلاين، برېښنايي او چاپي رپوټونه يې سره پرتله كړيدي. د خبريالۍ مسلک مينه وال کولاى شي دغه کتاب په کابل او پېښور کې له ټولو سترو کتابتونونو ترلاسه کړي.
د کتاب د پاى څو کرښې دلته ولولئ:
څه وکړو، څه ونه کړو؟
پر تېروتنه منښت:
د خپلو تېروتنو په اړه روښانه عمل وکړئ. رويټرز د خپلې تېروتنې د جبران لپاره خبرونه او رپوټونه پرليکه پرېږدي او د Correction تر سرليک لاندې بل خبر يا راپور خپروي. په Correction(تصحيح) کې د لومړني راپور تېروتنې په نښه کيږي. په دې توګه مخاطبان پوهيږي، چې په تېر راپور يا خبرکې يې تېروتنه وه.
د سرچينې اتبار:
د رويټرز د خبريالانو په لارښود کتاب کې د سرچينې پر اتبار، دقت او بې پريتوب ډېر ټينګار کيږي.
خبريال پخپله تر ټولو ستره سرچينه ده. له پټې سرچينې ښکاره هغه غوره ګڼل کيږي. د سرچينې پر بنسټ، مخاطبان دا پرېکړه کولاى شي، چې ستاسې د راپور يا خبر سرچينه څومره ډاډمنه او اتباري ده. کله مو، چې سرچينه يوه وي، څو سرچينې يې مه ګڼئ.
بې نومه سرچينې مه کاروئ:
ناپېژاندې سرچينې ترټولو کمزورې سرچينې دي. رويټرز له ناپېژاندو سرچينو هله ګټه اخلي،چې مالومات يې د عمومي ګټو د خونديتابه په برخه کې اغيزناک او د On the Record په څېر نه وي.
له سرچينې سره تر خبرو اترو مخکې په دې اړه سلا مشوره وکړئ:
• له سرچينې سره مل خپراوى (On the record)
• له سرچينې پرته خپراوى (Off the record)
• د نه خپراوي وړ توکي( شاغالى) (Background)
لاس ته راتلونکي مالومات بايد له څو سرچينو سره (Cross-checking) وګورئ. خپلې تجربې وګورئ، چې د پېښې په اړه تاسې څه انګيرئ. که شک درته پيدا شو، بيا يې وګورئ ، چې ښه پرې ډاډه شئ.
د سرچينو د يادون له ښکرور جوړښت (Hierarchy of Sources) نه په ګټه کولاى شئ،د سرچينې د نومښودنې پرځاى دهغې سيمه يا محدوده وښيئ او په دې توګه مخاطبان ډاډه کړئ، چې راپور څومره اتباري دى.
د ساري په ډول،ددې پرځاى، چې د افغانستان بانک مشر ياد کړئ، وليکئ:
(( د افغانستان بانک يو تن چارواکي ....ته وويل...)).
رويټرز هغه مهال خپل راپور يا مالومات په يوې سرچينې سره ليکي، چې سرچينه يې اتباري او قوي وي. که بله سرچينه مو ورسره ونه مونده، عيني شاهدان او کارپوهان وغږوئ. دغسې د سرچينې نوم ساتنه ستاسو اخلاقي دنده ده.
وينا اخستنې:
په وينا اخستنو((نقل قولونو)) کې بېځايه لاسوهنه مه کوئ. که چېرې څه تکراري پکې راغلي وي، په سموالي او لرې کولو کې يې بايد اره مانا زيانمنه نشي. که چېرې سرچينې د خبرو اترو پرمهال يو لړ حرکات ښوولي وي، تاسې اړياست ،چې د نقل قول راخستلو پرمهال يې خپاره کړئ.
زرين نقل قولونه:
بايد لنډ او اغيزناک وي؛ که اوږده وي اغيز يې کميږي
نقل قول د راپور او خبر ارزښت ډېر کړاى شي
د راپور يا خبر احساسي زاويې راوښيي
يوه مشهوره وينا اخستنه: کله، چې د امريکا ولسمشر(( جان اېف کينډي)) ووژل شو، مېرمنې يې((جاکلين)) يوه جمله وويله، چې يو تن خبريال واورېده: (( وئ زما خدايه ، هغوى جان وواژه)).دغه جمله پر خبر دپاسه او بيا په ليډ کې راوړل شوه. وروسته ګڼ شمېر نورو نړيوالو رسنيو ترې ګټه واخسته.
نياو(انصاف):
ستاسو کوښښ به دا وي، چې د پېښې دواړو، يا ټولو اړخونو ته د نظرڅرګنداوي حق ورکړئ. که چېرې د يوې فابريکې د توليداتو په اړه له نيوکو ډک راپور جوړوئ، د فابريکې مسوولان بايد وغږوئ. سرچينه مو تر راپور خپرېدا مخکې راپور ونه لولي. که ويې غواړي مه يې ورکوئ او که ډېر ټينګار کوي يوازې خپل نقل قولونه يې ور وښيئ اوبس.
انډول او بې پريتوب:
په رسنيو کې تر(( پاملرنې ))وروسته پر ((انډول ساتنې)) ډېر ټينګار کيږي. په تودو او لانجمنو مسايلو کې بايد څو بېلابېلې سرچينې ولرئ. له دې پرته به دا تور ډېر ژر درباندې ولګيږي، چې پلويتوب مو کړى او راپور يا خبر مو مغرضانه جوړ کړى دى. په افغاني رسنيو کې د د يو شمېر هغو ډېرى رپوټونه او خبرونه له انډول پرته جوړيږي. دا د رسنۍ بې پريتوب او د خبريالانو مسلکي وړتياوې تر پوښتنې لاندې راولي. داسې هم نه ،چې په واقعيتونو کې دوهم کس ته ډېر وخت ورکړئ، په دغسې حالاتو کې يوه کوچنۍ اشاره بس ده. د ساري په ډول؛ يو ښکاره مجرم وي، يا قاتل اود جګړې اړخ او....
بې پريتوب:
بې پريتوب د خبريالۍ تر ټولو مهمه ځانګړنه ده. په راپور کې اړخنيوى د خبريال بې پريتوب تر پوښتنې لاندې راولي. داسې څه خپاره نه کړئ، چې څوک مو د چاپه ملاتړ، پلوي يا ملګرتيا تورن کړي. د راپور توکي او انځورونه بايد د ټولو اړخونو ښکارندويي وکړي. د ((ادعا کيږي))، ((د...په وينا))،او... د شک او اړنګ ښکارندويي کوي. دغسې ((له هغه وېريږي))، ((هغه هيله من دى)) او نورې کليمې مخاطبانو ته داسې انګيرنه ورکوي، چې خبريال کوم اړخ نيسي.
د نورو مطالب مه غلا کوئ:
غلا په خبريالۍ کې د کمزورو او نامسلکي خبريالانو کار دى.
کله، چې د نورو مطالب را اخلئ يادونه يې اړينه ده. د سرچينو ليکل (Good Sourcing) او د سرچينو او مالوماتو ترمنځ تړاو ورکول (Attribution) تاسې ته دا وړتيا درکوي، چې له تورونو ځانونه وژغورئ. غله خبريالان خپل اتبار او دنده له لاسه ورکوي.
د چا سپکاوى مه کوئ:
سپکاوى او تور ( Libelيا Defamation) ډېرى د ليکنې، تصوير، ګرافيک، نقل قولونو او کارټونونو له لارې کيږي. د تور خپرې شوې بڼې ته Libel وايي. په ډېرى هېوادونو کې د تور له امله ځورول شوي خلک د خپل حيثيت رغونې لپاره شکايتونه کوي. تورونه او سپکاوى ډېرى د نامسلکي خبريالانو په رپوټونو کې رابرسېره کيږي. مسلکي هغه پر چا د تور او سپکاوي هڅه نه کوي.