په افغانستان كې له امنيتي ستونزو سره سره ګڼ پرمختګونه شويدي. افغانستان د انارشۍ د ناقانونه ځواكونو پر وړاندې د ملتونو يو ټينګ سمبول دى. همدا څيز په يوازې توګه د دغه هېواد د بيا رغونې په برخه كې د نړيوالو هڅو ملاتړ كوي. د سپټمبر ۱۱ مه نېټه او په نړۍ كې د هغې غبرګون بايد را ياد كړو. هغه مهال مو زده كړل، چې له مدني بنسټونو يو بې برخې هېواد څنګه په مطلقه توګه منزوي او د (واك) له تشې سره مخ كيږي. افغانستان د بېوزلۍ او جنګ جګړو پر مهال د ترهګرۍ ځاله وګرځېده. دغه درس بايد يوځل بيا ټولو ته ور زده كړو؟ دا شپږ كاله كيږي، چې د افغانستان د دولتي بنسټونو د بيا رغونې لپاره د يوې پراخې نړيوالې همكارۍ شاهدان يو. تر هر اړخيزو سلا مشورو وروسته د افغانستان اساسي قانون تصويب شو. د ولسمشرۍ او پارلمان ټاكنې ترسره شوې. درې مليونه وګړي تر څو لسيزې كډوالۍ وروسته بېرته خپل هېواد ته ستانه شول. د افغانستان ډېرى وګړى په ښكاره توګه د ځان په اړه د نړيوالې ټولنې د هلو ځلو ملاتړ كوي. له دغو ټولو سره سره ، دغه پرمختګونه له ګواښ سره مخ دي. فرصت طلبان يوځل بيا غواړي را پورته شي، يوځل بيا افغانستان په ناقانونه سيمه واړوي او د ترهګرو او نشه يي توكو اډه ترې جوړه كړي. له ځانمرګو بريدونو، يرغمل نيونې، د دولتي چارواكو له وژنې او د مرسته شويو توكو له تښتونې څخه د هغوى ګواښناك هوډ ترا ليدل كيږي. د وېرې خورولو تر ټولو بل ستر لامل له افغانستان نه بهر يو لړ هغه غبرګونونه دي، چې د نړيوالو ځواكونو د ترهګرۍ ضد جګړې بندېدل او يا د هغو بشپړ راوتل غواړي. دا پرېكړه په تاريخي لحاظ ناسمه ده، دا به (يوځل بيا) د هغې تېروتنې تكرار وي، چې همدا اوس يې پايلې بوږنوونكې ګڼل كيږي. ملګري ملتونه له كلونو كلونو راهيسې په افغانستان كې كار كوي. زموږ حافظه تر طالبانو د مخكينيو شخړو هغه پېر ته رسيږي، چې سيالو جنګي ډلو د يوه ماته خوړلې هېواد(شوروي اتحاد) د پاتې شونو غنيمتونو پر سر له يوه بل سره نښتې كولې. موږ د يوې داسې ورځې په تمه يو، چې افغان دولتي بنسټونه په خپلو پښو ودريږي او په متانت او پوره ځواك سره د بيا رغونې او پراختيا په برخو كې د شته ستونزو او خنډونو پر وړاندې مبارزه وكړي. دغسې په خپلو پولو كې د خلكو لپاره سوله او ټيكاو راولي. زه په دې باور يم، چې دا ورځ ډېره لرې نه ده. موږ چاته دا اجازه نه وركوو، چې افغانستان د اوسمهالو ياغيانو د (( ناانساني تاوتريخوالي)) په ترڅ كې ورك شي. له افغانستان سره د نړيوالې مرستې او ملاتړ په اعلان سره زما زړه قوت مومي. له امنيتي اندېښنو سره سره ، افغانستان ډېر پرمختګونه كړيدي. په تېرو پنځو كلونو كې ګڼ شمېر نجونې ښوونځيو ته تللې او د طالبانو د يو مليوني كچې په پرتله نن تر شپږ مليونو ډېر ماشومان ښوونځيو ته ځي. تر پنځو مليونو ډېرو ماشومانو ته د فالج ضد واكسين وركړل شويدي. دا كار نه يوازې د هغوى لپاره، بلكې د ټولې نړۍ لپاره مهم دى. نيم مليون افغانان د څښاك پاكو اوبو پر موندنه بريالي شويدي. د نويو سړكونو په جوړېدو سره كرګرو دا توان وموند، چې خپل محصولاتو ماركېټونو ته ولېږدوي. نن افغان كرګرد خپل هېواد ۹۵ سلنه غله پخپله چمتو كوي، په داسې حال كې ، چې په ۲۰۰۱ ز كال كې دغه كچه تر ۵۰ سلنې ټيټه وه. د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون، چې د بن تر تړون وروسته جوړ كړاى شو، دمګړۍ په نهو ولايتونو كې دفترونه لري او د بشري حقونو په برخه كې كار كوي. د طالبانو د واكمنۍ پر مهال ښځې د ژوندانه په بېلابېلو برخو كې له ګډون نه بې برخې وې. نن د پارلمان ۲۸ سلنه څوكۍ ددوى(ښځو) په لاس كې دي. ملګري ملتونه د خپلو ملي او نړيوالو شريكانو ،دولتي ټولنو او افغان مدني ټولنې په مرسته او ګډون له افغان دولت سره له هيڅ ډولو مرستو درېغ او سپما نه كوي. د ناټو تر مشرۍ لاندې نړيوال ځواكونه او سيمه ييزې ولايتې ادارې د امنيت ټينګولو او بيا رغونې د طرحو په اړه مسووليت لري. په تېر ډسمبر كې د افغانستان ملي اردو د نړيوالو ځواكونو په مرسته موسى كلا ولسوالۍ له ياغيانو ونيوله. هغوى دا ولسوالي د ۲۰۰۷ ز كال په فبروري كې نيولې وه. ددغو عملياتو لارښوونه په مشخصه توګه افغان ملي اردو پرغاړه درلوده. دا د خلكو غوښتنه وه، چې ملي اردو ورشي او د طالبانو له منګولو يې وژغوري. تر اوږده ځنډ وروسته د بيا رغونې چارې يوځل بيا په موسى كلا ولسوالۍ كې پيلېداى شي. افغان دولت مخكې تر دې، چې د خپل برخليك كنټرول په خپل لاس كې واخلي، يوه اوږده لار په مخ كې لري، خو دا ډېره ژر را رسېدونكې ده. لږ خوښي شته، خو سرښندنې ډېرې غواړي. دا په افغانستان كې زموږ د حضور دليل دى.