06.01.2008
- sahaar
باران په شړق شړق وريده، د باران څاڅکو د ونو شنې پاڼې مينځلې. د چاپيريال په اوږو سکوت پښې اړولې وې، چوپه چوپتيا وه ، يوازې تالندې او بريښنا کله ناکله د ماشومانو اوښکې بهولې. صفيه د کلا له ديوال سره ولاړه وه، د باران بهير لمده خيشته او له سره يې تر پښو پورې مينځلې وه.دکلا ديوالونه خټين و، کله کله به يو پرېړخټه راولويده. صفيه به ووېريده، يوې او بلې خوا ته به يې وکتل بيا به يې ژر ريږدېدونکي لاسونه په سينه کښېښول. د باد څپو هم د باران قافله بدرګه کوله ، صفيه له سړو څخه ريږدېدله دواړې سترګې...
13.01.2008
- sahaar
په افغانستان كې له امنيتي ستونزو سره سره ګڼ پرمختګونه شويدي. افغانستان د انارشۍ د ناقانونه ځواكونو پر وړاندې د ملتونو يو ټينګ سمبول دى. همدا څيز په يوازې توګه د دغه هېواد د بيا رغونې په برخه كې د نړيوالو هڅو ملاتړ كوي. د سپټمبر ۱۱ مه نېټه او په نړۍ كې د هغې غبرګون بايد را ياد كړو. هغه مهال مو زده كړل، چې له مدني بنسټونو يو بې برخې هېواد څنګه په مطلقه توګه منزوي او د (واك) له تشې سره مخ كيږي. افغانستان د بېوزلۍ او جنګ جګړو پر مهال د ترهګرۍ ځاله وګرځېده.
دغه درس بايد يوځل بيا ټولو ته ور زده كړو...