د شپې درې بجې وې، چې ټيليفون وشرنګېد. هلک يې له خوبه را ويښ کړ. د کرښې بلې غاړې ته يې مور وه. هلک په غوسه وويل: (( ولې دې په نيمه شپه له خوبه را ويښ کړم؟)) مور وويل: (( ٢٥ کاله مخکې د شپې پر همدغه وخت تا زه له خوبه را ويښه کړلم. بس يوازې مې دا غوښتل، چې درته ووايم...زوکړه دې مبارک. )) د ټليفون غوږۍ کېښودل شوه.

هلک، له دې امله، چې د خپلې مور زړه يې مات کړى و، تر سهاره يې سترګې پټې نه کړې. ګهيځ د مور ليدنې ته ورغى. کله، چې کور ته ننوت، مور يې د ټليفون د مېز تر شا له نيمه سوې شمعې سره ومونده... خو مور نوره په دې نړۍ کې نه وه.