يوه ورځ همدا، چې کارکوونکي ادارې ته ورسېدل، د اعلاناتو پر دړه يې يوه ستره خبرپاڼه وليده:
(( پرون هغه کس مړ شو، چې په اداره کې ستاسې د پرمختګ په لاره کې خنډ و. تاسې پر ١٠ بجو د غونډو په تالار کې د هغه د جنازې مراسمو ته رابولو)).
په پيل کې ټول د خپل يوه ملګري پر مرګ ويرجن شول، خو شيبه وروسته لېواله شول، چې وپوهيږي په اداره کې ددوى د پرمختګ خنډ څوک و. همدا لټه او لېوالتيا وه، چې تر ١٠ بجو پورې د ادارې ټول کارکوونکي د غونډو تالار ته ورسېدل. څومره، چې کسان ډېرېدل، تلوسه هم ورسره ډېرېده. ټولو له ځان سره فکر کاوه: (( دا سړى څوک و، چې په اداره کې يې زموږ د پرمختګ مخنيوى کاوه؟ ورکوه يې هرڅوک ،چې و، ښه ده، چې مړ شو!))
کارکوونکي کتار ودرېدل او يو يو تابوت ته ورتلل او کله به يې، چې تابوت ته ور وکتل ناڅاپه به پرځاى مېخ شول او ژبې به يې بندې شوې.
په تابوت کې يوه لويه هينداره اېښودل شوې وه او هرچا به ، چې وروکتل، خپل ځان به يې پکې ليده.
د هيندارې ترڅنګ پر يوه پاڼه ليکل شوي وو: (( يوازې يوکس شته، چې ستاسې د ودې پر وړاندې خنډ جوړوي او هغه هم له تاسې پرته بل څوک نه دي. تاسې هغه يوازينى کس ياست، چې کولاى شئ خپل ژوند بدل کړئ.يوازې تاسې کولاى شئ، چې پر خوښيو، تصوراتو او برياوو مو اغيز پرېباسئ. يوازې تاسې ياست ، چې له ځان سره مرسته کولاى شئ.
که د ادارې په مشر، ملګري، پلار او مور، يا کورودانې او کاري چاپېريال مو ژوند بدلون مومي، نه بدليږي. ستاسې ژوند يوازې هغه مهال بدليږي، چې تاسې خپله بدل شئ. خپلې ايساروونکې ويساوې لرې کړئ او باور وکړئ، چې تاسې يوازينى کس ياست، چې د خپل ژوند مسوول ياستئ. په ژوند کې تر ټولو ښه اړيکه له خپل ځان سره اړيکه ده.
خپل ځان و ازمويئ او ځان ته پام وکړئ. له ستونزو، ناشونو چارو او له لاسه ورکړو څيزونو مه وېرېږئ.
د خپل ژوند واقعيتونه پخپله جوړ کړئ. نړۍ د هيندارې په څېر ده او انسان ته د هغه فکرونه ورغبرګوي)).
ژباړې