sahaar sahaar

Profile Photo

نذيراحمد سهار د جګړن ميراحمد زوى، په قوم مسود دى. له نن نه ٢٨ کاله مخکې وېږېدلى. پلرنى ټاټوبى يې لوګر ولايت دى او په وزيرستان کې هم نيکات لري. په ژورناليزم کې يې د لسانس تر کچې زده کړې کړې دي او د ١٨ په شاوخوا کې کتابونه يې چاپ او خپاره شوي دي. دمګړۍ له پژواک خبري اژانس سره د راډيوڅارنې د څانګې د مسوول په توګه کار کوي.

ژباړې


د همکار مړينه

يوه ورځ همدا، چې کارکوونکي ادارې ته ورسېدل، د اعلاناتو پر دړه يې يوه ستره خبرپاڼه وليده: (( پرون هغه کس مړ شو، چې په اداره کې ستاسې د پرمختګ په لاره کې خنډ و. تاسې پر ١٠ بجو د غونډو په تالار کې د هغه د جنازې مراسمو ته رابولو)). په پيل کې ټول د خپل يوه ملګري پر مرګ ويرجن شول، خو شيبه وروسته لېواله شول، چې وپوهيږي په اداره کې ددوى د پرمختګ خنډ څوک و. همدا لټه او لېوالتيا وه، چې تر ١٠ بجو پورې د ادارې ټول کارکوونکي د غونډو تالار ته ورسېدل. څومره، چې کسان ډېرېدل، تلوسه هم ورسره ډېرېده. ټو

05.05.2008 sahaar

مهربانه مور!

د شپې درې بجې وې، چې ټيليفون وشرنګېد. هلک يې له خوبه را ويښ کړ. د کرښې بلې غاړې ته يې مور وه. هلک په غوسه وويل: (( ولې دې په نيمه شپه له خوبه را ويښ کړم؟)) مور وويل: (( ٢٥ کاله مخکې د شپې پر همدغه وخت تا زه له خوبه را ويښه کړلم. بس يوازې مې دا غوښتل، چې درته ووايم...زوکړه دې مبارک. )) د ټليفون غوږۍ کېښودل شوه.

05.05.2008 sahaar

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more