د وېبپاڼو پرمخ د لوستونكو سترګې ډېرى د F په څېر حركت كوي. يانې لوستونكي د وېبپاڼو توكي په يوې F ډوله مطالعې له سترګو تېروي. په دا ډول مطالعه كې دوه افقي حركتونه او يو عمودي يا ولاړ حركت ترسره كيږي.
د سترګو د حركاتو په اړه ترسره شوې څيړنې ښيي، چې د وېبپاڼو نږدې ۲۳۲ كاروونكي، متنونه د F په څېر لولي او دا درې اړخونه لري:
الف: لوستونكي لومړى د سترګې په يوه افقي حركت كې د پاڼې پاسنۍ برخې لولي. دا د F پورتنۍ برخه راښيي.
ب: وروسته په يوه لنډ ځنډ دوهم افقي حركت پيليږي او د لومړني حركت فضا هم پكې رانغاړي. دا د F منځنۍ برخه راښيي.
ج: په درېيم او وروستي حركت كې د منځپانګې كيڼ اړخ راځي او دا يو عمودي حركت راښيي. ځينې لوستونكي دغه حركتونه ورو او په ارامه كوي، خو ځينې نور هغه يې چټك كوي.
د مطالعې لپاره د F بېلګه تل رښتينې نه وي، ځكه يو شمېر خلك تر عمودي حركت وروسته يوځل بيا يو افقي حركت كوي او دا د E توري بڼه غوره كوي. كله، چې لوستونكي پرپاڼه په منډه تېرېږي د L بڼه غوره كوي. دغه ډول مطالعه ډېرى په اوږدو ليکنو کې وي، چې لوستوال يا مخاطبان پر وېب د لوستو ځواک له لاسه ورکوي.
په F ډوله مطالعه او خپلو وېبليکنو كې بايد لاندې ټكي په پام كې ونيسئ:
الف- انټرنېټ كاروونكي ستاسې ټول متن نه لولي، بلكې له سترګو يې تېروي.
ب- لومړني دوه پاراګرافونه بايد ستاسې د ليكنې تر ټولو غوره برخې وي. په دې برخه كې د سرچپه هرم سبك يا دايروي سبك، چې ډېرى په راډيويي خبرونو كې كارول كيږي، غوره برېښي.
ج- سرليكونه اوپاراګرافونه مهمې برخې دي. كه لوستونكى د سترګې تر درېيم حركت ورسيږي او عمودي لوسته وكړي، خامخا به يې لولي.