د انلاين رسنيو په راوتو سره د ورځپاڼو د ډېرى مسلكي لوستونكو مخه د وېپپاڼو او د ورځپاڼو د انلاين نسخو پر لور اوښتې ده. دې مسالې د چاپي خپرونو پر بازار او اقتصادي بنسټونو ناوړه اغيزه كړې او كېداى شي په روان يو اړخيز بهير سره يې بازار بيخي سوړ شي. هيڅوك هم نه غواړي له ګټې پرته پر يوڅيز پانګونه وكړي، كه د خپرونو څښتنان پر دې پوه شي، چې خپرونې يې د ګټې پرځاى زيان كوي، كله به هم دغسې زيان منلو ته زړه ښه نه كړي.
د ساليو په روان بهير كې به سترې ورځپاڼې خپله واكمني خوروي او وړې هغه به يا له سترو هغو سره يوځاى كيږي او يا به له ركود سره مخ كيږي. همدا اوس د نړۍ ټولو سترو خپرنيزو ادارو د خپرونو ترڅنګ راديو ټلويزيوني چينلونه اوانلاين پاڼې جوړې كړې او رسنيو تر ډېره يوه انحصاري بڼه غوره كړې ده.
ورځپاڼې او چاپي خپرونې بايد خپلې زړې لارې پرېږدي او د نوښت پر لور ګامونه واخلي. د نوي پېر اړتيا نوي څيزونه دي، زاړه او له كاره لوېدلي كاركوونكي اود هغوى زړې تګلارې نور په رسنيو كې كار نه وركوي. رسنۍ ځوانو ژورناليستانو ته اړتيا لري، چې هم نوښتګر دي او هم زياركښ.
تر پرون پورې اشتهارونه تر ډېره په ورځپاڼو پورې تړلي وو او دا ددوى تر ټولو ستر مالي ملاتړ و، خو اوس اشتهار د رسنيو ترمنځ وېشل شوى او ډېرى برخه يې د ټلويزيون په واك كې ده. ورځپاڼې كه له اړتيا سره سم خپلې تګلارې بدلې نه كړي او پر بازار او اشتهار غور ونه كړي، د خپل مرګ شېبې بايد له همدا اوسه وشمېري.
دورځپاڼو تر ټولو ستر مالي بنسټ اشتهارونه جوړوي. د نړۍ ټولې مهمې ورځپاڼې په دې لټه كې دي، چې څه ډول بازار ومومي. د ورځپاڼې له لوګو نه رانيولې، تر وړيا فزيكي اشتهارونو پورې هر څه د بازارموندنې او د لوستونكو د راښكونه په موخه كيږي. ډېرى ورځپاڼې د خپل اشتهار په موخه له راديو، ټلويزيون او پوسټرونو كار اخلي. په دې توګه هم لوستونكي مومي او هم د اشتهاروالو پام ور اړوي.