د انلاين ليكنې درې مشهور نړيوال ارونه د متن جوړښت، منځپانګه او لينكونه يا پيوندونه دي، چې هر يو يې پر خپل ځاى جلا ارزښت لري:
د متن جوړښت:
په انلاين متنونو كې لنډ پاراګرافونه د لوستونكو د راښكون غوره لاره ده. پاراګرافونه بايد له ۱۰۰ ويونو ډېر نشي.
د هغو مفهومونو او اصطلاحاتو د تعريف يا سپړنې هڅه مه كوئ، چې په لينك يا پيوند وركو سره يا په اسانه لوستونكو ته ورپېژندلاى شئ. يانې د لينك كېدو وړ وي او تاسې يې راوسپړئ.
كه متن مو تر ۳۰۰ كليمو ډېر وي منځسرليك وكاروئ. منځسرليكونه بايد لنډ او په زړه پورې وي. كوښښ وكړئ منځسرليك مو له راتلونكو پاراګرافونو سره په تړاو كې وي.
په انلاين نړۍ كې رنګونه اوتورونې خپل ځانګړي مفهومونه لېږدوي. سور رنګ يو ډول، شين بل او داسې نور. تاسې د رنګونو په كارولو كې خورا ځيرك اوسئ. كه د يوې رسوايۍ په متن كې مو د چا نوم په سره رنګ رنګولى وي، دا په دې مانا ده، چې دغه كس په رسوايۍ كې يوه مطرح څېره ده. دغسې د ځينو كليمو تورول (Bold) د هغو پر ارزښت دلالت كوي او دا بيا له لوستونكو سره د موضوع او مسالې په درك كې ښه مرسته كوي.
په متن كې د لسټونو يا پرله پسې ماده يي توكو لپاره كولاى شئ، بېلابېلې نښې Bullets وكاروئ. دا له لوستونكو سره د مادوه په توپيرونې او دغه راز لوستچار كې پوره مرسته كوي.
د انلاين متن د پاراګرافونو ترمنځ واټن لوستونكي ته د خبر يا رپوټ لوستو اوسېله وركوي. كوښښ وكړئ دغه كار له اړتيا سره سم وكړئ.
د متن منځپانګه:
كوښښ وكړئ لنډه ژبه وكاروئ او بېځايه جملې او پاراګرافونه اوږده نه كړئ. پر دې پوه شئ، چې ستاسې مخاطبان بېكاره خلك نه دي، ټول په دفترونو كې پر كار بوخت خلك دي او اضافي خپرو ته وخت نه وركوي. هغوى تر ۱۰۰ كليمو په ۱۰ ډېر خوښيږي، خو ۱۰ بايد د ۱۰۰ ځواب وويلاى شي.
جملې مو بايد له پيغام سره مل روانې واوسي. ګونګ څيزونه مه ليكئ، ځكه ژورناليزم د ساده ژبې پر كارېدنګ ټينګار كوي. ډېر جوت ليكل يا صميمي خبرې به تاسې ته ستونزمن كار وي، خو لوستونكي پرې خوشاليږي او ژر يې لولي.
د خپرو اترو په پڼه يې مه ليكئ، خو داسې يې وليكئ، چې لوستونكي سملاسي پرې وپوهيږي.ستاسې موخه د پيغام لږدول دي، په كومه لاره يې، چې ښه رسولاى شئ، په همغه لار يې ورسوئ. البته دا لاره پر مخاطبانو درنده تمامه نشي.
د متن لينكونه:
لينكونه يا پيوندونه مو بايد د شونتيا تر پريده كوچني وي. له پنځو ويونو ډېر نه وي. يو پاراګراف يا يوه جمله لينك وركول تېروتنه ده. تاسې په ټوله جمله او پاراګراف كې يوه وړ او د موضوع افاده كوونكې كليمه وكورئ، وروسته همغه د لېنك يا پيوند په توګه وكاروئ. بېځايه لېنك مه وركوئ، ځكه لوستونكي سرګردانه كوئ او ښايي په لينكونو كې د بوختيا له امله بيا ستاسې د ليكنې پرلور مخ هم ونه اړوي.
په دې مه وېرېږئ، چې لوستونكي به مو په لېنك سره له پانې يا خپر او رپوټ نه پر بل لور لاړ شي او بيا به ستاسې پر لور درونه ګرځي. كه موضوع مو مهمه وي، هغوى تر لېنك ټومبلو مخكې ستاسې خپر يا رپوټ لولي او بيا په لينك پسې ځي. دغه راز د پيوندونو كارېدنګ د زيان پرځاى ګټه كوي، ځكه كېداىشي په مهمو لېنكونو سره ستاسې پاڼه يا مطلب د يوې لارښودې سرچينې په توګه وكاريږي.