ټلويزيون د اشتهار او تبليغ تر ټولو غوره او اغيزناکه سرچينه ګڼل کيږي. په تبليغاتو کې د ټلويزيون رول د هغه په ځانګړنو (انځور، ګرافيکس، غږ او...) پورې تړاو مومي. ډېرى هغه سوداګريز اشتهارونه، چې د ټلويزيون په پرده خپريږي ((تيزر)) نوميږي. د ټلويزيوني اشتهار په جوړاوي کې وخت ، لګښت او نوښت ستر رول لري. د اشتهار د توليد په دريواړو پړاوونو ( تر توليد مخکې،  توليد او ترتوليد وروسته) کې بايد د اشتهار اغيز، د مخاطب غوښتنې او  د اشتهاري توکو څرنګتيا په پام کې ونيول شي. د اشتهار سناريو جوړاوى، د لوبغاړو غوراوى، فلم اخسته، غږ، ګرافيکس، اوډون خورا مهم او په همدغه ترڅ کې  ځانګړې پاملرنه غواړي. د اشتهار اډانه، د هغه د سبک او کړندود په څېر د اشتهار د ستراتيژۍ يوه برخه ده. څو اډانه يي اشتهارونه د اغيز په برخه کې سره وېشل کيږي او خپل پيغام ترمخاطب پورې په سمه توګه نه رسوي. يوه اډانه، يوه سناريو او يو پيغام د اشتهار د بري ضمانت کوي. اشتهارونه، د کيسې، نمايش، طنز، ټوکې او.... په بېلابېلو اډانو کې وړاندې کيږي، خو د يوه غوره او له سکالو سره وړ سبک او اغيزناکې پيغام لارې غوراوى مهم دي. اشتهار تر توليد وروسته يوه ازمويښتي پړاو ته ننوځي او د مخاطبانو پر يوه کوچنۍ ډله ازمويل کيږي. 

اشتهار څنګه ليکل کيږي؟(١)
ټلويزيوني اشتهار له ډرامې، فلم او نورو نندارو سره توپير کوي. په اشتهار کې وخت او متن لږ، خو پيغام غښتلى او اغيزناک وي. د کليمو غورچاڼ، ګرافيکس، د لفظي- ګرافيکي ژبې يووالى، رنګبندي، د مخاطب اړتياوې او طبع ټول په پام کې نيول کيږي. کمزورى او بې خونده اعلان ستاسې محصولاتو ته ضربه رسوي.
په اشتهار کې ترټولو مهم څيز د يوه نوي څيز وړاندې کول دي. په ډک بازار کې نوى څيز د خلکو پام ور اړوي، خو که توکي زاړه او تکراري وي، اعلان ته يې اړتيا نه پېښيږي. اشتهار د محصولاتو ښېګړې او ځانګړنې بيانوي او د محصول لپاره د بازارموندنې په لټه کې وي. په اشتهار کې هغه څه وليکئ، چې د محصولاتو او پېرونکو ترمنځ اړيکي ټينګ کړاى شي. د کمپنۍ د څښتن، يا د اشتهارجوړونې د کمپنۍ غوښتنې اشتهار او محصولات دواړه بربادوي.

موږ او اشتهارونه:
په افغانستان کې د ټلويزيوني اشتهار ورکولو چاره ډېره نوې ده. پخوا د اشتهار بازار سوړ و، خو اوس پر ټلويزيوني چينلونو د اشتهار وار نه وي. يوشمېر اعلانونه خورا په زړه پورې او له نوښته ډک دي، خو ځينې نور هغه بيا د مخاطبانو سترګې درندوي. د اشتهارونو د وخت ډېروالى، يورنګي، دروندوالى او تريخوالى هغه څه دي، چې افغان مخاطبان ترې هره شيبه سر ټکوي.
د ملي اردو، پوليسو، بهرنيو ځواکونو، اتصالات شرکت او يو شمېر هغو رسټورانټونو اعلانونه، چې په ملي ټلويزيون کې جوړ شوي، خورا کمزوري او په همدغه ترڅ کې ځوروونکي دي. د امنيتي ځواکونو په اشتهارونو کې سناريو، کيسه، ګرافيکس او ډيالوګ د خپلې کمزورتيا او نامسلکي توب له امله پيغام تر خپلې موخې (مخاطب پورې) نه رسوي. همدا، چې ليدونکي پر دغسې اعلانونو پېښ شي، ژر چينل بدلوي او پرځاى يې بل څه ګوري. اوس د ټلويزيوني چينلونو شمېر ډېر او د ټلويزيون ريموټ د مخاطب په لاس کې دى، همدا، چې يو څيز يې خوښ نشي، چينل بدلوي او که دغه چاره دوامداره وي، ښايي له اړوندې شبکې سره خپل اړيکي وشلوي.
دا اوس پر ټلويزيوني چينلونو ډېرى د اتصالات مخابراتې شبکې اعلانونه خپريږي. دغه اعلانونه له پيل نه ترپايه خشن، درانده او اروا ځوروونکي دي. بې واره د ډول ډنګول، د بيرغونو له انتقال سره درانده غږونه، بېخونده ډيالوګونه، کمزورى ګرافيک او ترټولو بد د اعلان دروندوالى پر مخاطبانو ډېرې بدې اغيزې شيندي. ډېرى ليدونکي، چې دغسې غوږ کڼوونکي او خشن اشتهارونه ګوري، له يو ډول اروايي ستونزو سره مخامخيږي.
 پرون مې د بي بي سي په کورني چينل کې يوه ډرامه کتله. په دې ډرامه کې اعلانونه په ډېره ځيرکۍ سره راغلي وو. دوه تنه په يوه رسټورانټ کې سره ناست و، هم د رسټورانټ نوم پکې برېښېده او هم د کوکاکولا اعلان. دا يو شعوري کار دى، خو پر لوستونکو يې په غير شعوري توګه ، يا داسې ګوري، چې هيڅ ونه پوهيږي، چې په ډرامه کې دغه څيز د اعلان په توګه ځاى پرځاى شوى دى.
ددې لپاره، چې زموږ اشتهاري بهير بريالى او د محصولاتو لپاره پر بازارموندنې برلاسي شوي وو، په کار ده، د خپلو اشتهارونو په بڼه، اډانه او څرنګتيا کې بدلون راولو. د اشتهار مسلکي کول د هغه اغيز ، رول او پيغام پياوړى کوي.

-----------------------

څنګه بريالى اشتهار جوړ کړو؟