مورې!
اوس چي له کوره وځم
زړه مې بې واره غريو نيسي او ژړا را درومي
ستا له وجود سره مې خوى اخستى

-----

ګلګېډۍ

يو کس د ګل پلورنځي پر وړاندې ولاړ و او غوښتل يې د پوستخونې له لارې په بل ښار کې خپلې مور ته يوه ګلګېډۍ واستوي. کله چې له ګل پلورنځي را ووت ، ګوري، چې د کوڅې په منځ کې يوه ماشومه جينۍ ناسته ده او ژاړي. سړى جينۍ ته ورنږدې شو او ترې ويې پوښتل: اې خوږې، ولې ژاړې؟
جينۍ په ژړه غوني وويل: مور ته مې ګلان اخستل، له ماسره تشې څلور افغانۍ دي، خو د ګلانو ګېډۍ په ١٠ افغانۍ ده.
 سړى موسک شو او ورته ويې ويل: راځه له ما سره، چې زه يوه ښکلې ګېډۍ درته واخلم.
کله، چې له ګلپلورنځي وتل، سړي جينۍ ته وويل: (( مور دې چېرې ده؟ زه غواړم تا ور ورسوم؟ جينۍ د سړي لاس ونيو او ويې ويل: هلته او د کوڅې په بر سر کې يې يوې هديرې ته لاس ونيو.
سړي هغه هديرې ته ورسوله ،جينۍ پر يوه تازه قبر کښېناسته او ګلان يې پرې کښېښول.
سړى غريو ونيو، زړه ېې ټينګ نه کړاى شو، بېرته ګلپلورنځي ته را وګرځېد، د ګلونو يوه ګېدۍ يې را واخسته او ٢٠٠ ميله يې موټر وځغلاوه، چې پخپله مورته ګلان يوسي.