د ميرويس جلالزي له خوا د ارواښاد روحاني اخستل شوى انځور

عبدالصمد روحاني بالاخره ، لکه څنګه يې ،چې ((تمه ))کېده د بيان ازادۍ د دښمنانو په لومه کې ونښت. هغه په شهادت ورسېد او نور به يې څوک تازه غږ له راډيو  ونه نغوږي. د هغه غږ په ستوني کې خپ کړاى شو او اوس به يې يوازې ياد پاتې وي.
هلمند دې پر خپل بد قسمت وژاړي، چې هره ورځ يې له غېږې د زلميانو جنازې وځي.موږ د نړيوالې لوبې  ډګر  يو او دغه ډګر په لر اوبر کې يوازې د ((پښتانه )) سيمه ده. پښتون به مري او وژل کيږي ترڅو ويښ شي او د نړيوالې لوبې پر رازونو وپوهيږي. موږ يوازې د مرګ لپاره پيدا يو او د ژوند دبخت سيوري مو له سرونو کډه کړې ده.
د ارواښاد روحاني پرمرګ مې زړه ودردېد. دغه درد موږ هره ورځ زغمو، ځکه هره ورځ مو يو ورور، يوه خور او يو پلار و يوه مور وژل کيږي. دا د جګړې د دواړو افغاني اړخونو برخليک دى.
نن سهار مې ورځپاڼې کتلې......... يوه يوه مې وکتله... ويسا، اراده، راه نجات، انيس، اصلاح، هېواد،څراغ، دغو ټولو يې پر مرګ وير کړى و. خو څو داسې ورځپاڼې هم شته، چې د بيان د ازادۍ ډنډورې وهي، خو د ژبې او قوم مساله بيا ټول اصول او اصليتونه ترې اخلي:
 ارمان ملي، پيمان او هشت صبح!
درېواړو د يوه جګړه ځپلي ولايت د يوه زلمي ژورناليست پر مړينه يوازې د خبر خپراوي او خواشينۍ زحمت هم نه و اېستلاى. هغوى د کامبخش د ازدۍ لپاره پراخ کمپاين کوي، چې تر اوسه لا ژوندى دى او ستر هېوادونه يې ننګه کوي، خو هغه ، چې د خپل مسلک او حقيقت څرګنداوي قرباني شوى، پر مرګ يې يوه تشه يادونه هم نه کوي. دا د کابل د بيان د ازادۍ  مدافعانو دريځ دى.
برېښناليک مې وکوت.د ازادو ژورناليستانو ټولنې، سفما، د سويلي اسيا د رسنيو کميسيون، دژورناليستانو د دفاع کمېټې، اطلاعات او فرهنګ وزارت او ... ټولو خواشينۍ ښودلې وې، خو د ژورناليستانو د ملي(!) اتحاديې په نامه مې څه پکې ونه ليدل. دغه ښاغلي کېداى شي يا پرې خبر نه وي او يا به يې د خپل سياسي کمپاين لپاره مهمه موضوع نه ګڼي.
غوا که توره ده، شودې يې سپينې دي. اوس هرڅوک پوهيږي، چې دلته د ژوند او ژواک، يا حق او ازادۍ معيار او اصل څه دى.
قومي او ژبنيو تبعيضونو اوس له موږ نه ټول رنګونه او اصول اخستي دي. 
ارواښاد ته جنت، کورنۍ او کوچنۍ لورکۍ ته يې د زړه صبر غواړم