کن فيوسن چې په ليسه کې و، تبله يې وهله. هغه، چې همدا اوس هم د(The Des Moines (lowa (Register) خپرونې لپاره د رپوټ ليکنې پرمهال تبلې ته غوږ نيسي، وايي: (( زه له ريتم او اهنګ سره ناروږدى نه يم. اوس مې خوى اخستى ، چې د ډول له ډنګېدا سره کار وکړم. په دې توګه ډاډه کېږم، چې پاراګرافونه مې تکرار نه دي)). جالبه دا، چې فيوسن د دغسې موسيقيت زېږونې لپاره د رپوټ ليکنې پرمهال خپل ټول رپوټونه په لوړ غږ لولي. ريتم او اهنګ لوستوال د کيسې ژورې ته کاږي. فيوسن تل داهڅه کړې، چې د کيسې(رپوټ) پاى ته د لوستوالو پر رسېدا ډاډه شي. هغه وايي: ((زه د کيسې د پيل پرځاى ، ډېرى د کيسې پرپاى وخت باسم)). د فيوسن په اند، ښه پاى ، کيسه يا رپوټ په زړونو او ذهنونو کې خوندي کوي.
د هغه يوه وينا ده: (( دا، چې د لوستوالو په ذهنونو کې زما کيسې پاتيږي، دا ماته تر پيسو ډېر ارزښت لري)).
کله، چې فيوسن د رجسټر خپرونې له څښتن نه د ګانتو کمپني مهمه جايزه ترلاسه کوله، د کمپنۍ مديرانو ته يې وويل: ((هغه ايډيټران، چې زما د رپوټ پاى يې لرې کړى، د غرغرې وړ دي)).
فيوسن د کيسې له پيل څخه ترپايه پورې د لوستوال مزل تصادفي کار نه ګڼي. هغه په ژوره توګه د کيسې بېلابېل توکي پلانوي او په دغه کار کې ((غور)) کول لومړنى ګام ګڼي. د فيوسن په وينا، هغه لومړى  دداسې لارو چارو لټه کوي، چې ټکرونه راوښيي او انګيرنې او وضع انځور کړي: (( زه ترهرڅه ډېر د رپوټ پر ماهيت او اهنګ فکر کوم)). او بيا د رپوټ نور توکي سره اوډي: (( ټولې جملې ټايپ کوم، خو ښې هغه يې غوره کوم(١). وروسته دغه توکي سره اوډم. بايد وپوهېږم، چې موخه مې څه ده او د رپوټ پاى چېرې دى. کله مې چې موخه او د هغې د بيان لاره وټاکله ، بيا نو پر دې سوچ کوم، چې څنګه يې پيل کړم)).
فيوسن يې دغسې پيلوي. دده په اند، لومړنى پاراګراف بايد بشپړ وي او دوهم هغه يې بايد لا پسې بشپړ کړي. هغه وايي: (( کاشکې مخکې تر دې، چې د موخې پر روښانتيا فکر وکړم، د ښه ليکلو چل مې زده واى)). دغه تګلاره که څه هم ښايي ډېره خوندوره نه وي، خو د فيوسن لپاره دېره رغنده ده او هرځل جايزه پرې وړي.
----------------
د ژباړن يادشت:
(١): د کليمو د غوراوي په برخه کې دا يوه تجربه شوې موضوع ده، چې ليکوال يا ژورناليست ډېرځله د ژبنيو قواعدو اپوټه، د خپل ذوق کليمې او جملې کاروي. ډېر ځله ژورناليستان دې ته اړ کيږي، چې د خپل ذوق د خړوبتيا لپاره کليمه، خبري سرليک يا جمله واړوي. (زما په ګډون) يو شمېر کسانو ته په خبري سرليکونو کې نرمه يا(ى)، د سرليک په پاى کې (ه)، (و) او ...خوند نه ورکوي او هڅه کوي، ټول سرليک ورته بدل کړي. يا د ژبنيو دويو اپوټه (جګړه وشوه،.... سيمه ونيوه- ونيو) د( له )په زياتوالي سره په وشوله يا ونيوله او... بدلوي. بل اړخ ته بيا (توغندى ولګېد) ، (...راغلل)، چورلکه راپرېوته، .....جګړه نه پرېږدي، جګړه ونښته او ... پرځاى او خوندور لګي. دغه ذوق پالنه ښايي يو شمېر کسانو ته د منلو وړ نه وي، خو په خبري ډګر کې يې کارېدنګ د ليکنې جذابيت او خوند لا ډېروي. کله، چې ژورناليست يا ليکوال د کليمو په استعمال کې دومره محتاط او ذوق پالى وي، طبيعي ده، چې خبر يا رپوټ به يې هم خوندور راځي. خو يوه نيمګړتيا هم لري او هغه دا، چې کله کله ژورناليست د يوې کليمې يا يوه توري لپاره ټوله جمله يا ټول سرليک اړوي. دغسې سرليکونه د لفظ او جولې له مخې ښکلي وي، خو راښکون او اغيز يې بيا کميږي. دغه مساله د راډيو ټلويزيون په پرتله په چاپي خپرونو او انلاين خبريالۍ يا سايټونو کې ډېره ليدل کيږي. (سهار)