د کمال سادات په اړه خپرې شوې ليکنې ، پخپله ډاکټر صېب او يو شمېر نور ملګري خوابدي کړي دي. په دې ليکنه کې زما موخه د سادات د وړتياوو ننګول نه وو، ځکه ډېر هغه څه، چې موږ يې ديوه خبريال ځانګړنې بولو، دسادات په شخصيت کې ترسترګو کيږي او بيا د بي بي سي په څېر له يوې نړيوالې شبکې سره کار کول په ولس کې د هغه اتبار او حيثيت خامخا خوندي ساتي. په کره کتنه کې د يوچا نيمګړتياوو ته ګوته نيول کيږي، خو دا ګوتنيوى په هيڅ توګه د چا د سپکاوي په مانا نه وي. دغه ليکنه، چې د ځينو ملګرو په وينا، د کره کتنې ارونه نه دي پکې مراعات شوي، د سادات د سپکاوي په موخه نه ده شوې، بلکې يو لړ ستونزو ته د هغه د پام اړونې په خاطر شوې ده. سادات د يوه ډاکټر او خبريال په توګه زه نمانځم او د برياوو په تمه يې يم. که چېرې ملګري پر دغسې نيوکو خوابدي کيږي، ((سهار ))به کله هم نور پر دغسې نازک زړيو دوستانو د قلم پورته کولو جرئت ونه کړي.
په درنښت
نذيراحمد سهار
19.06.2008
- sahaar
کن فيوسن چې په ليسه کې و، تبله يې وهله. هغه، چې همدا اوس هم د(The Des Moines (lowa (Register) خپرونې لپاره د رپوټ ليکنې پرمهال تبلې ته غوږ نيسي، وايي: (( زه له ريتم او اهنګ سره ناروږدى نه يم. اوس مې خوى اخستى ، چې د ډول له ډنګېدا سره کار وکړم. په دې توګه ډاډه کېږم، چې پاراګرافونه مې تکرار نه دي)). جالبه دا، چې فيوسن د دغسې موسيقيت زېږونې لپاره د رپوټ ليکنې پرمهال خپل ټول رپوټونه په لوړ غږ لولي. ريتم او اهنګ لوستوال د کيسې ژورې ته کاږي. فيوسن تل داهڅه کړې، چې د کيسې(ر...
08.07.2008
- sahaar
د مرګ بلا د پښتانه له کوره نه پاڅيږيمرګ د پښتون د قسمت پاڼه شولهمرګ مو د سترګو په سرونو ناست دى مرګ مو پر مېنه پر کورونو ناست دى
مرګ دى چې ما وژني او تا وژني مرګ دى چې خلک د پښتونخوا وژني مرګ مو په کلي کې کوډله جوړه مرګ مو له کلي نه قلنګ اخلي
مرګ مو سرونه ريبي ،پښې رېبيمرګ مو له شونډو نه سندرې يوسيمرګ مو په ستوني کې ټپه نه پرېږديمرګ مو له زړونو نه ارمان رژوي
مرګ دى چې هره ورځ زما له...