د مرګ بلا د پښتانه له کوره نه پاڅيږي
مرګ د پښتون د قسمت پاڼه شوله
مرګ مو د سترګو په سرونو ناست دى
مرګ مو پر مېنه پر کورونو ناست دى
مرګ دى چې ما وژني او تا وژني
مرګ دى چې خلک د پښتونخوا وژني
مرګ مو په کلي کې کوډله جوړه
مرګ مو له کلي نه قلنګ اخلي
مرګ مو سرونه ريبي ،پښې رېبي
مرګ مو له شونډو نه سندرې يوسي
مرګ مو په ستوني کې ټپه نه پرېږدي
مرګ مو له زړونو نه ارمان رژوي
مرګ دى چې هره ورځ زما له کوره
لکه چينار دنګي ځوانۍ وباسي
مرګ دى چې هره ورځ زما له کلي
لکه دسروې شان جينۍ وباسي
مرګ مې په ستوني باندې پښه اېښې ده
مرګ مې د ټول قام ښېرازه اخستې
مرګ مې د کلي ماشومان نه پرېږدي
مرګ مې په کلي مسلمان نه پرېږدي
نورو ته مرګ پاس له اسمانه راځي
موږ ته مرګى(( د وخت فرعون ))ټاکي
موږه په ژوند کې د ژوند حق نه لرو
هرکس اوناکس له موږه ژوند اخلي
بس د پرديو د هوس قربانيان
دغه سرشخي پښتانه جوړيږي
د هرچا زور او وسله دلته راځي
د زورورو کوربانه جوړيږي
نور مو له دغې ورځې وباسې ته
خدايه فرعون د زمانې در واخله
نور مې له قامه د مرګ بلاربه بلا
خدايه اوچته کړې چې ژوند وکوو
موږ ته مرګونو د ژوند خوند راوښود
موږه نور ژوند غواړو، مرګ نه کوو نور
زموږه غم خدايه پر هغو کوزکه
چې زموږ کورته د مرګ سپي راشکيري
خدايه د هغو خلکو کور وسوځې
چې له اسمانه مو جونګړې ولي
خدايه پر هغو خلکو اور نازل کړې
چې له هوانه مو جونګړې ولي
کابل- خپله جونګړه.