شپه په تور کميس کې راشي
څوک خپه څوک پرې خوشاله
څوک يې خپلې غريبۍ او بېوزلۍ ته يوه پرده کړي
څوک يې توره تخته ونيسي په لاس کې
د ګناوو تبرګى په لاس کې واخلي
او د سپينې رڼا سر وهي په بېخ کې
څوک د شپې په خاموشۍ کې
خپل بې وسه ژوندون ژاړي
بس د شپې لستوڼى لوند کړي
او د شپې په توره غېږ کې پناه اخلي
څوک د شپې په تور څادر کې
د يو څه د غلا په نيت له کوره وځي
ټوله شپه په ښار کې ګرځي
څو يوه ګوله پيدا کړي
او د خېټې د دوزخ چاره پرې وکړي
څوک په شپه کې په چکر باندې راوځي
تور موټر يې تر شا تورې دوړې پرېږدي
دوى د خپل هوس شيطان پسې اخستي
او د ښار او غريب کلي په کوڅو کې
د غريب ګلکار د لوڼو قدم څاري
دا د شپې د غلو مشران دي
چې په ښکلو پسې ګرځي
دوى د دوو شيبو هوس، له سده باسي
او يو چاته د درست  عمر درانده پېټي ورپه سر کړي
دوى د ښکلو قاتلان دي
او د ښار ښکلاوې لوټي
خو د ښار په دې ړنده شان پاچاهي کې
تر هرچا دوى معتبر دي
 توره شپه ده د هرچا د راز پرده ده
بېګاه راشي، سبا نه وي چې دا پاڅي
نه دې لاس له بدو نيسي
نه دې ښه له لاسه باسي
يو لباس دى، چې يې خداى د کايناتو پر تن خپور کړي
څوک به ځان پرې باندې پټ کړي
او څوک لوڅ په دې لباس کې

کابل- پروان مېنه
٢٠٠٩،کال د مارچ اوومه نېټه