Archive: د چاپي او ناچاپه توکو (کتاب، ورځپاڼې، نقشې، پوسټر، فلم، کسټ، غږ، فلش او ...) زېرمه تون ته ويل کيږي.
Item: د يوې خپرونې د جوړښت بېلابېلو برخو ته ويل کيږي. لکه، وينا، رپوټ، مرکه، ګردى مېز او نور.
Control Room: کنټرول خونه د خپرونې زړه ګڼل کيږي. دا له سټوډيو سره نږدې او د يوې ښيښه يي ورسۍ له لارې له سټوډيو سره په اړيکه کې وي. دا د يوې راډيويي سټوډيو د قوماندې مرکز دى. د راډيويي خپرونو د لېږدچارې هم له همدغه ځايه ترسره کيږي.
Stereo: د غږ د ژورتيا ښودنې لپاره له ښي او کيڼ اړخ کانالونو ګټه اخستل.
Sound Effect: له وينا او موسيقۍ پرته د غږونو هغه ټولګه ده، چې د وخت، ځاى، د کرکټر د ډول او ... لپاره ترې کار اخستل کيږي.
Explanatory Effects: لفظي افکټونه هغه افکټونه دي، چې له انتظار سره سم غږ وباسي.
Un Explanatory Effects: غير لفظي افکټونه د يوې پېښې د بيان لپاره کارول کيږي او له اصلي غږ سره ورته نه وي. لکه په اوبو کې د ماهي غږ، يا داسې نور
Reflection(انګازه)- تر اورېدونکي پورې د انعکاس يا انګازې په بڼه غږ رسول.
Equalizer: د غږ ټون بدلوي.
MC orMaster of Control: اصلي ويندوى ته ويل کيږي، چې د خپرونې لارښود وي.
Cross Fade: د يوې غږيزې سرچينې د زيګنالونو تدريجي کمول او د يوې بلې هغې لوړول. دلته به د نهايي غږ کچه ثابته ساتل کيږي.
Variety Program: ترکيبي خپرونه: چې له دوو ډېر راډيويي قالبونه ولري
Packaging Program: يو ترکيبي کار، چې له يوې يا څو ټوټو جوړيږي. لکه يوه مرکه او يو رپوټ، يا د رپوټ د صحنې له غږ سره يوځاى څو مرکې او داسې نور.
Bobine: له بوبين نه د خپرونې (د مقناطيسي غږ پټو) د خونديتوب او زېرمه کولو په موخه کار اخستل کيږي.
Talk Back: د غږ مېز له لارې له کنټرول خونې سره د سټوډيو غږيز اړيکي
Track: له مخکې نه ثبت شوې غږيزه ټوټه
Blending: د څو غږونو ترکيب، چې پريومهال سره خپريږي. دغه غږونه کېداى شي موسيقي، خبرې اترې، افکټ او يا ددريواړو ګډوله وي.
Rozer: د اېډېټ پرمهال کارول کيږي.
Teaser : هغې لنډې خپرونې ته ويل کيږي، چې د اشتهار په موخه يو څيز پکې ستايل کيږي.
SNG: د ژونديو رپوټونو، پروګرامونو، جشنونو او سياليو د لېږد په موخه کارول کيږي. دغه ماشين په يوه لوى موټر کې وي.
Wage: د خپرونو د جوړاوي په بدل کې لاسباړه.
نور بيا
شعرونه