sahaar sahaar

Profile Photo

نذيراحمد سهار د جګړن ميراحمد زوى، په قوم مسود دى. له نن نه ٢٨ کاله مخکې وېږېدلى. پلرنى ټاټوبى يې لوګر ولايت دى او په وزيرستان کې هم نيکات لري. په ژورناليزم کې يې د لسانس تر کچې زده کړې کړې دي او د ١٨ په شاوخوا کې کتابونه يې چاپ او خپاره شوي دي. دمګړۍ له پژواک خبري اژانس سره د راډيوڅارنې د څانګې د مسوول په توګه کار کوي.

لنډې کيسې


هغه ليونۍ ده!

باران په شړق شړق وريده، د باران څاڅکو د ونو شنې پاڼې مينځلې. د چاپيريال په اوږو سکوت پښې اړولې وې،  چوپه چوپتيا وه ، يوازې تالندې او بريښنا کله ناکله د ماشومانو اوښکې بهولې. صفيه د کلا له ديوال سره ولاړه وه، د باران بهير  لمده خيشته او له سره يې تر پښو پورې مينځلې وه.دکلا ديوالونه  خټين و، کله کله به يو پرېړخټه راولويده. صفيه به ووېريده، يوې او بلې خوا ته به يې وکتل بيا به يې ژر ريږدېدونکي لاسونه په سينه کښېښول. د باد څپو هم د باران قافله بدرګه کوله ، صفيه له سړو څخه ريږدېدله  دواړې سترګې

06.01.2008 sahaar

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more