د سيد لخوا خپرې شوې لیکنې
شناخته كارت
يادوونه :- دغه شعر په ژمي كې ليكل شوى وو . ماښام چې ځان مي جوړاوو و خوب ته په ځان مي چوف ايات کرسيانې کړلې د شومه دم په وخت په خوب کې راغله سپينې جامې په غاړه پسته مسته وه له ورېښمو څخه
غــــــــــــــزل
دې زړه ته مې راپيښه څه عجيبه خادثه ده غالبه پرې دا ستا د تورو سترګو يارانه ده لا سم راغلى نه يې او د تلو خـبرې وايـې جانانه ته به وايې سم په ژرنده كې شـپه ده ثانـي د حسن نه لري ناصحه لنډا دا چـې له واورې نه ده سپينه او له ګو
د وخت طوفان ته درك داځل د لاهور وركوو .
نغې به وايو او سندرو ته به زور وركوو دې زمانې ته به زړګيه اوس پېغور وركوو چې څرك د لمر مو تر جونګړو لا هم نه را پرېږدي هغو بنګلو ته به ملګرو كله اور وركوو ؟ مونږ په ښكاره هسې خلاف يو د سرونو د لو ګنې په پټه هم جابر ستايو هم
زما ولس خو تاړاکونه خونړي ماتوي
رقيب زمونږ د ګلالو نجونو بنګړي ماتويګودر ته ځي په ښکلو پيغلو مو منګي ماتوي لار ورته نيسم ترې بدل د خپلو وينو اخلمچې بې ګناه زما په خوار ولس تندي ماتوي خورمه سوګند چې زلزلې به دي په کور راولمزما د قام بچي غليمه تل پردي ماتوي ځوانان خو څه د وطن پېغلې مې سرونه شينديلکه ملاله چې لښکر د پېرنګي ماتوي
انـــــســــان
د ادم د زړګي وینهچې بدله شوه په مینه قدرت ګوره د سبحانچې پیدا شو ترې انسان د زمان بهیر چلېږيخلک کله پرې پوهېږي فرښتو دى راوستلیدې دنیا ته انسان ښکلی انساني مینه انسانرب پیدا کړه په جهان دې جهان ته دى حیراند ادم لمسی انسان
د نــــــــغـــمــو څــپـــې
نه پوهيږم ولې کله چې موسيقي اورم ستا په يادونو کې ډوبيږم ، ښايې دا به د دې لپاره وي چې موسيقي هم د مينې د احساساتو په روزنه کې ستا د نظر ځانګړتيا لري . پرون زمونږ د ښار يوه ښه موسيقي غږونکي مونږ ته ويولون غږوه ما خپلې سترګې پټې کړې وې او ستا په فکرونو کې ډوب وم د ويولون خوږو ترانو هم ستا د معصومو سترګو په شان په زړونو کې د ناز په خوب
درې په زړه پورې څلوريزې
رقيب مې ولي د غم په کا ڼواوښکې کتار شوې لکه د زاڼو زخمي زخمي مې هره سلګۍ شوهغشي مې اوري د زړه پر پاڼو --------------
د سپي وصيتنامه .
په يوه کوچني کلي کې يو بوډا اوسیده چه نوم يې ګل خان وو. ګل خان دحيواناتو سره ډېره مينه کوله دده په کورکی چرګان،پشکې،کوترې نور ډول ،ډول ژووی موجود وو. چې ده به لکه د خپل اولاد پشان روزل .مګر دده په زړه پورې او خورا ګران ژوى دده سپى وو . دا سپى چې د ١٤ کلو راهيسې دګل خان سره اوسېده ناروغ شو. ګل خان دېر کوښښ وکړچې هغه بچ کړي م
يوه ټــــــــــــــــــــــوكه
يوه ورځ ګيدړه زمري ته ورغله او ورته ويې ويل چې : زمری لالا له ! له څو ورځو راهيسې مې څه شى نه دي خوړلي که يو ښکار راته وکړې ، ما ليدلی دی خو وس مې نه پرې رسېږي ! زمري ورته ويل درځه چې ورشو چېرې دی ؟ نو يي د ځنګل هغې خوا ورسره بوت چې ښه شين چمن وو او يو خر په کې څرېده، زمری يو لوړ ځای ته ورته وخوت او له هسکه يي
شاهزاده جانان مي په ناليدلي مخ مين دى .
نوربه هرڅه هيرکړم له ياده به دي ښه نه باسم وخت به څه واخلي چي ترڅودي له خپل زړه نه باسم زړه مي په بله لارقدم واخست ويي نه منلهنوروس مي نسته اوس به داقصات له ده نه باسم مادي دشوندو سمندر څخه په لپه کي وړي داڅل مي نيت کړي اوبه به له ورخه نه باسم ګلاب خزان يوړل اغ
لكه لړم چې د ويده پر سر خوله ولګوي
د ښايستو غوندې د زړه پر سر خوله ولګوي چې مازديګر شي لمر د غره پر سر خوله ولګوي ستا په ناڅاپه بېلتانه باندې شوم داسې بېتاب لكه لړم چې د ويده پر سر خوله ولګوي تنها پښتون نه كوي جنګ له خپل تربوره سره هر ځاى تربور د خپل تربره پر سر خوله ولګوي د جانان غم به ما
ليکوالان دې خټکي خرڅول شروع کړي
نن (د اپرېل دوه ويشتمه) مې د پېښور په وحدت ورځپاڼه کې د ښاغلي مصور قرېشي د کالم په دې سرليک نظر پرېوت چې "موسيقي د قران او سنت په رڼا کې" نو لږ ورته ځير شوم. د دې لپاره نه چې ګوندې زه د موسيقۍ په پلوۍ يا خلاف بحث سره کومه علاقه مندي لرم، بلکې د دې لپاره چې وګورم په دې موضوع باندې د دې ښاغلي د بحث سويه څومره په اوبو کې ده. او په لومړي پراګراف کې پوه شوم چې ښاغلى قرېشي په ګډو وډو سر شوى دى. هغه داسې چې حواله يې د پښتو د پياوړي او ښکلي سندرغاړي ګلزار عالم د يوې مرکې ورکړې ده کومه چې په(
مشران ولې ژاړي؟
د یو ځوانیمرګ ملګري د فاتحې ویلو دپاره تللي ؤ. مونږ سره په ملګرو کې یو داسې کس هم ؤ چې مونږ به ورته د ډېرو ټوکو نه ((ماما)) ویلې. د سورت د ویلو وخت راغی. ماما چې تر ټولو په قران کریم کم پوهېدلو بغیر زمونږ له مشورې د سورت په ویلو پیل وکړ. د سورت نیمایي ته چې ورسېد، بند شو. ماما وارخطا شو. په مونږ هم خولې راماتې شوې چې ماما خو مونږ له حیا څخه خلاص کړو. ماما چې پوه شو چې نور نو سورت ورڅخه هېر دی، په ژړا شو. ډېرې سلګۍ
د جانان غـــــــــــــــــــــــــــم
د شوګیرو به درته څه ووایمد ژړېدو به درته څه ووایم چې دي په مینه کې لوګی لوګی شومد نا کردو به درته څه ووایم د جانان غمه لیونی دي کړمهد رغېدو به درته څه ووایم چه په وعده باندې وفا ونکړېد تش وعدو به درته څه ووایم ګیلې مي ډیر
مـــاشـــــــــومــتــــــــــــوب
سيپاره مي راکړه مورې ځم ملا سره کښېنمه د الف او ب بانه کړم تېر وختونه يادومه له ځوانۍ نه يمه ستړى رنګ مې واووښت لکه مړى کوچنيوالي ته ورځمه
غـــــــــــــــــــــــــم
ډوب په تصور کې د اشنا یمهلاس په زنه ناست چې تر سبا یمه مه څېړئ دردونه زما مه څېړئپرېږدئ چې اخته په خپل سودا یمه ما د لېونو په کلي ورولئزه هم لیونی د خپل لیلا یمه سرمي دمنصورغوندې په دارښه وونه چې د خپل یار ځیني جدا یمه نکړي د زاهد جادو په ما اثرزه خوار ازلي ډوب په ګناه یمه اچووم کچکول بیا دبهلول څنګ تهځم د خپل اشنا ددر ګدا یمه ژوند
د زړه دنيا
نن چې اشنا زما تر خوا راځيبیا مي زړګي ته مشغولا راځي چې مخامخ ورته کتلی نه شمزه ترې شرمېږمه حیا راځي زړګیه! پټه مینه مینه شولېداسې ښکارېږي بیوفا راځي د زړه زخمونه به ټکور ش
ولي؟ولي؟ولي؟ قضاوت پخپله وكړئ!!!
دغه د هغو بوټونو تصويرونه دي چې د (نيك)-(Nike) كمپنۍ له خوا ورباندې د ستر څښتن (ج) سپېڅلي نومونه ليكل شوي دي .
په دې وطن كې هر سړى كار له كوتكه اخلي
سر وركوي او له دښمنه خپله ځمكه اخلي د سرو لعلونو خزانه نن په كنجكه اخلي دا خونو ځمكه او اسمان ما په شريكه وژني چې سر مي ته كوټې او روح مي ملايكه اخلي ستا غوندې قهر به لري د يو چا سر كه وهيستا غوندې سترګي به لري د يو چا زړه كه اخلي دا ډېره ګرانه ده چې روغه ككرۍ به باسېپه دې وطن كې هر سړى كار له كوتكه اخلي
نور در نه لاړمه
وه دي کړو انکار نور درنه لاړمهشومه خوار او زار نور درنه لاړمه درد د اشنا زړه کې راته پرېښودهتاو شوم لکه مار نور درنه لاړمهما وېل ستا په عشق کی به نيشه ګرځمد ټول عمر خما ر نور درنه لاړمهتا جز له رټلو نور څه ونکړللکه ګنهګار نور درنه لاړمه مخې ته مې راغلې مخ دي پټ کړلو يم په زړه ازار نور درنه لاړمه ما دي سپينو لېچو ته بنګړي در وړلو دي شيندل په لار نور درنه لاړمهستا د در ملنګ وم مات کچکول سرهوږی او نه