وه دي کړو انکار نور درنه لاړمه
شومه خوار او زار نور درنه لاړمه
درد د اشنا زړه کې راته پرېښوده
تاو شوم لکه مار نور درنه لاړمه
ما وېل ستا په عشق کی به نيشه ګرځم
د ټول عمر خما ر نور درنه لاړمه
تا جز له رټلو نور څه ونکړل
لکه ګنهګار نور درنه لاړمه
مخې ته مې راغلې مخ دي پټ کړلو
يم په زړه ازار نور درنه لاړمه
ما دي سپينو لېچو ته بنګړي در وړل
و دي شيندل په لار نور درنه لاړمه
ستا د در ملنګ وم مات کچکول سره
وږی او نهار نور درنه لاړمه
نور نو ريبار نه درځي دا ستاطرف
شومه توبه ګار نور درنه لاړمه
اوښکې مي په جام کې يادګار وساته
رايې وړه په مزار نور درنه لاړمه
ته مې د اغيار سره مېلې کوه
خوار حفيظ مليار نور در نه لاړمه
20.04.2008
- سيد شاه سقيم
جنرال مشرف په منډه سعودی ته ورسید د سعودی پاچا په غاړه کې لاس واچوه او هغه ته يې په سا نیولی ږغ وویل:کار خراب شو نواز واستوه! هغه ور ته وویل:وارختا مالومیږی ،بده ورځ په هر چا راځی. خیر نارینه د غم لپاره پیدا دی خپل غم ماته ووایه شاید زه مرسته درسره وکړم او غم به دی سپک شی. مشرف په ژړا شو او د هغه په ګریوان کې یې لاس واچاوه او ویې ویل:زه په عسکری وردۍ کې ناست وم د دیموکراسۍ غوا مې لوشله چې سطل د شيدو ډک شو غو ا هغه په ښی پښې سط...
22.04.2008
- سيد شاه سقيم
سر وركوي او له دښمنه خپله ځمكه اخلي د سرو لعلونو خزانه نن په كنجكه اخلي دا خونو ځمكه او اسمان ما په شريكه وژني چې سر مي ته كوټې او روح مي ملايكه اخلي ستا غوندې قهر به لري د يو چا سر كه وهيستا غوندې سترګي به لري د يو چا زړه كه اخلي
دا ډېره ګرانه ده چې روغه ككرۍ به باسېپه دې وطن كې هر سړى كار له كوتكه اخلي...