سر وركوي او له دښمنه خپله ځمكه اخلي
د سرو لعلونو خزانه نن په كنجكه اخلي
دا خونو ځمكه او اسمان ما په شريكه وژني
چې سر مي ته كوټې او روح مي ملايكه اخلي
ستا غوندې قهر به لري د يو چا سر كه وهي
ستا غوندې سترګي به لري د يو چا زړه كه اخلي
دا ډېره ګرانه ده چې روغه ككرۍ به باسې
په دې وطن كې هر سړى كار له كوتكه اخلي
د ستا د زلفو خوشبويي لا په هوا كې پاته
دروېش په ژوند ځكه رازي دى او سا ځكه اخلي .
20.04.2008
- سيد شاه سقيم
وه دي کړو انکار نور درنه لاړمهشومه خوار او زار نور درنه لاړمه درد د اشنا زړه کې راته پرېښودهتاو شوم لکه مار نور درنه لاړمهما وېل ستا په عشق کی به نيشه ګرځمد ټول عمر خما ر نور درنه لاړمهتا جز له رټلو نور څه ونکړللکه ګنهګار نور درنه لاړمه مخې ته مې راغلې مخ دي پټ کړلو يم په زړه ازار نور درنه لاړمه ما دي سپينو لېچو ته بنګړي در وړلو دي شيندل په لار نور درنه لاړمهستا د در ملنګ وم مات کچکول سرهوږی او نه...
22.04.2008
- سيد شاه سقيم
دغه د هغو بوټونو تصويرونه دي چې د (نيك)-(Nike) كمپنۍ له خوا ورباندې د ستر څښتن (ج) سپېڅلي نومونه ليكل شوي دي .
...