د ښايستو غوندې د زړه پر سر خوله ولګوي
چې مازديګر شي لمر د غره پر سر خوله ولګوي

 
ستا په ناڅاپه بېلتانه باندې شوم داسې بېتاب
لكه لړم چې د ويده پر سر خوله ولګوي

 
تنها پښتون نه كوي جنګ له خپل تربوره سره
هر ځاى تربور د خپل تربره پر سر خوله ولګوي


د جانان غم به ما همداسې شان كړي ختم اخير
لكه چې څاړى د وېښته پر سر خوله ولګوي


مخته به تورو او نېزو سړي وژلو خو اوس
توپ او راكټ مو هم د وره پر سر خوله ولګوي


په ناوې كونډه او ماشوم يې زړګى نه سوځېږي
چې وس يې بر شي نو د مړه پر سر خوله ولګوي

 
دلته تل كاڼى وي حقمله د جابر په لاس كې
بد سړى پرېږدي خو د ښه پر سر خوله ولګوي