د سيد لخوا خپرې شوې لیکنې
غـــــــــــــــــــــــــــز ل
راوړی چا په تا باندې ایمان دی او چا نه دیای مينې ، چا منلی دې قران دی او چا نه دی دعوه د لېونتوب خو ډېرو کړې پدې چم کېخو څیرې چا ټټر او بیا ګرېوان دی او چا نه دی بس کاشکې چې د ټولو ژڼو زور در باندې بر وایغربته چاخلاص کړی درنه ځان دی او چا نه دی خوښ کړی نو دنیابه وي د مینې هر پړاؤ خوژباړلی چا د خپل سر په
اوښکه
ګرانه ! اوښکه پېژنې چې څه معنی؟
ښكلول (مچه)
ښكلول (مچه) ددوو شونډو يو ځاى كېدلو ته وایي . ښكلول (مچه) د عشق په شرابو مستېدل دي .ښكلول يانې د مينې تبه .له زړه وركولو وروسته د زړه وركولو مزه مچه ده . دمينې له لېونتوب او شپې څخه خوند اخيستلو
ولي به نه ژاړم بابادکلي ملک سوى دى ( طنز)
ماشوکاکا زموږ دکلي ډيرهوښيار او عقلمند سړي وو زما ډيرښه په ياددي هغه وخت چي زه ماشوم وم ماشو کاکا په بازار کي دسکرو ډيره لويه هټي لرله چي دښار شاوخوا خلګو به په ژمي کي داڼيټۍ يا صندلۍ لپاره سکاره ورڅخه وړله .ماشوکاکا په رنګ غنمرنګه دنګه غاړه ډيرښائسته اوسکه درسته سړي وو شونډان يې ډيرډبل نه وه اونه ئې غاښونه ډيرژړوه نه يې پزه داسي چيته وه چي معني ساه به يې نه تري وتله په قدوقامت فقط ترمادوي
څوك يې مېړه دى ؟
يو تركاڼ، ګنډونكى او جادوګر سره يو ځاى شول . څنګه چې هغوى د يو بې امنه ملك د لارې سفر كوو، نو د يو محفوظ سفر له پاره، هغوى پرېكړه وكړه چې درې واړه يو ځاى لاړ شي. شپه راغله او دوى په ځنګل كې پاتې شول . درې واړو ملګرو لرګي راغونډ كړل، اور يې بل او په نوبت سره يې په پېره پېل وكړ. لومړى تركاڼ پېره شو او د مشغولتيا له پاره يې د يو لرګي په توږلو پېل وكړ. تركان لرګى د يوې ښكلې ښځې په څېر جوړ كړ . له هغې وروسته يې ګنډونكى راويښ كړ او ګنډونكى په پېره ودرېد. ګنډونكي هغه څه چې تركاڼ جوړ كړي وو وليدل، او خپ
د بسوگۍ واده
بسوگۍ او شبوگۍ زموږ د کوڅې له ډيرو غريبو همسايه گانو نه وه . دوي هم زموږ په شان دهجرت شپې ورځې له هيواده د باندي په همسايه ملک پاکستان کي تيرولې. بسوگۍ دمور مشره لور چي لس کلنه او شبوگۍ يې کشره لور وه خو له دې دوو اولادونو علاوه نور جوج او ماجوج (ماشومان)دبسوگۍ دمور دهرکال ثمر وه چي کله دوي په لومړي ځل زموږ همسايه سول نو ماته ښه ياد دي چي ددې کوڅې يو ډېر لوي کور يې په کرايه باندي ن
پښتو ویبلاګونه او تبصرې
د پښتو ژبې ویبلاګونه د معاصرې زمانې د کلتوري هلو ځلو په لړ کې د خدمت او کار کولو هغه فرهنګي وسیلې ګڼلی شو چې په ډیر آسانه، ګړندۍ او اغیزمنه توګه د لیکوال له ذهن څخه د هغه د ګوتو او فکر په هڅه تولید شوي توکي اخلي او د ټولې انساني نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې د مینه والو مخې ته په مینه مینه ږدي.پښتو ویبلاګونه چې د انټرنیټ پر مټ نن د لیکوالو، لوستونکو، څیړونکو او کره کتونکو په چوپړ کې قرار لري د یوه داسې الهي نعمت حیثیت لري چې که په مثبته، روغه او ری
پاڅون
د یوې جنډې لاندې ژوندون په لوريآزاد خپلواک د پیوستون په لوري د ترهگرۍ تعریف په دې وطن کښېمرگ ته بهانه شوه د مظلوم په لوري دیموکراسي دلته پردیو راوړهسرونه ټیټ شول د صهيون په لوري د روڼ اندۍ مانا بل څه راوزيشو مصلحت تگ د ملعون په لوري
مينه
لكه يتيم سپېره په دوړو ماښام مور ته راځيداسې يو څوك دى چې زما د زړه ټكور ته راځي رنګين سپرلى وي چې د نورو په طرف وردروميسپېره خزان شي چې زمونږ خوارانو كور ته راځي خدايه د چا په دربه وكړمه سلام د مينېپه دې وطن كې هيڅو
اوښكــــــــــــــــــــه وم يادګار ومه راپريوتم
ستـــــــــــــــــــرګو كې د يار ومه راپريوتم اوښكــــــــــــــــــــه وم يادګار ومه راپريوتم ستـــــا له اورني رخساره پورتـه شوم اور ومـــــــــــــــــــــــه انګار ومه راپريوتم جـــــــام چې دې پر سر د ښكلا واړاوه مســـــــــــت غوندې خمار ومه راپريوتم ورك شــــــــومه د مينې
غمجنه خوشحالي (لنډه کيسه )
كه څه هم ډېرپوروړى ؤخونن يې خوشحالي يوپه دوه سوې وه داځكه چي مياشت لانه وه پوره خوده ته يې دمياشتي تنخوايوڅوروځي مخكي ځكه وركړه چي له يوې خوادده اقتصادي وضعه كمزورې وه اوبل دكوچني اخترمباركي روځي مخ په رانيژدې كېدووې . هغه پوره درې كاله پدې شخصي مدرسه كي دښوونكي په صفت ښه په اخلاص دغه سپېڅلې دنده اجرا كوله ،زما په ياددى چي په اختركي به يې لا هغه پخواني كالي ،چي تش به مينځل سوي ؤاغوستي ،خپل تور زاړه بوټونه به يې په توررنګ رنګ كړي اوخپل زوړبايسكل به يې ترښكرونيولي اوروان به ؤ.
غــــــــــــــز ل
لكه د زاڼو سېل چې درومي له كتاره سرهداسې په ډول مونږ روان يو له اغياره سره دا ستا دوستۍ ته څنګه نوم وركړم خو دومره وايمبس اخته شوي يو لستوڼي كې له ماره سره د سپين مړوند بنګړي مو نه دي ورمات كړي كلهمونږ چې هر وخت كې مينه كړې ده له ياره سره دوى چې په غاړه كړ پخپله نو ضمير
زما په کليزه کې زما مور په چاړه حلاله شوه
ګرانو لوستونکودا غمجنه کيسه ولولې او هغه خلکو سره مرسته وکړی چې په ورځني ژوند کې مشکلات لري داسی نه چې کوچنۍ اشتبا نه يوه لويه غميزه جوړه شي څه فکر کوئ چې افغانان په بهرني ملکونو کې ډير خوشحال دي ؟ او يا بهرني ملکونو کې مرګ او بد بختي نشته؟ زوريدلي افغانان چې هر چيرته لاړ شي قسمتو نه ور سره ملګري دي دا يوه رښتينۍ جناعی کيسه ده چې د يو افغان ما شوم د خولې نه تاسی ته ليکل کيږي دا غمجنه کيسه د هغه ماشوم کيسه ده چې شبيرنو ميږي شبير دژوند دناخوالو سره لا
دتودو وينو حمام افغانستان شو
وير را ځغلي، درد را دانګي، مرګ حملې کړيوحشت خير دی چې وسلې په وينو سرې کړ ېبېره سته، اضطراب سته، ناکراري ستهخدای دې نه کا بې ابۍ بې ابرويي ستهعام قتلونه دي جاري، شداد شاهي دهافغانان کړول کېږي، تباهي دهخونريزي ده مصيبت دی ستر ناورين دیدښمني د پاک اسلام ده، ددين کين دیاتفاق دی عسويانو هسي کړیچې به نه پريږدي ازاد مسلم وګړ یددوۍ ژوند به وي په شر او په اشوب کېدوۍ به زېږي، دوۍ به مري په مريتوب کېتروريزم د اسلام
د (ضعيف) پياوړى قلم
دنړۍ پرمخ ډيرداسي خلګ سته چي ډيرڅه وايي خوهيڅ نه وي لاکن ځيني کسان بياډيراستعدادونه لري خوپه ظاهره څه نه وايي اوځان ضعيف معرفي کوي ،دغسي کسان نودپوهانوپه وينا( په خاوروکي پراته زردي .)
قسمته ! سوال به دپرديو په کوڅه کې کوم
لکه چې هيله دي دشونډو په وعده کې کوم داسي دي ګرانې ! يادونه په کاله کې کوم خدای دي زما دزړه په تاخ کې کړه سپېڅلی قران چې دي دسترګو تلاوت په نيمه شپه کې کوم زما د زړه په منبر ودرېږه خيال ته راشه
غــــــــــــــــــــــز ل
څوك په لاسوڅوك په لمن كې ګرزوي ډبرېد چاتندي د چا به سر ورماتوي ډبرې ننګ او غيرت يې كړي له خاورو سره خاورې ورتهاكثره خلك په اورو كې سوځوي ډبرې ما ددې ښكلو كرغېړن حالت په سترګو وليدپه خوله يې هو وي خو له زړه نه جوړوي ډبرې ځيني ګذار كوي لاسونه دواړه شاته نيسيدا سې هم شته چې په جېبو كې ګرزوي ډبرې زړګيه ! څېې كوې دا خپله تنهايي مو ښه دهنظر ـ نظر ـ نظر د ستر
د ځوانيمرګ ياد دځوانيمرګ په غزلو
دا يــارا ن لــــكه ګلـــونه د بهــار د ي د خزا ن په باد رزېږ ي درېغه درېغه
دپارلمان وکيلې !
بيادې پرځان باندې سينګارتمام دی دګلابونواونرګسوپه رنګونومالاماله ښکارې نن دښايست له ملکې سره هم سياله ښکارې ښايي چې نن دې کومه نوې مرکه له تلويزيون خپريږي مرکه څه چې درنګونونيرنګونويومضمون خپريږي دوروځوڅوکې دې پيوند دي بياپه