بسوگۍ او شبوگۍ زموږ د کوڅې له ډيرو غريبو همسايه گانو نه وه . دوي هم زموږ په شان دهجرت شپې ورځې له هيواده د باندي په همسايه ملک پاکستان کي تيرولې. بسوگۍ دمور مشره لور چي لس کلنه او شبوگۍ يې کشره لور وه خو له دې دوو اولادونو علاوه نور جوج او ماجوج (ماشومان)دبسوگۍ دمور دهرکال ثمر وه چي کله دوي په لومړي ځل زموږ همسايه سول نو ماته ښه ياد دي چي ددې کوڅې يو ډېر لوي کور يې په کرايه باندي نيولى وو البته څو کورنيو په گډه نيولي وو چي دبسوگۍ فاميل ته يوازي يوه کوټه رسېدلې وه ددې درې ، څلور کورنيو سرمشري يو ملا په غاړه درلوده چي تعويذونه به يې ليکل او کله ناکله خو به يې دمونه هم کول . ددوې له راټ نه څو ورځې نه وې تيرې سوي چي يوه ورځ زما په سر ډېر سخت درد وو چي کومي بلي گاونډۍ مو مور ته ويلې وه چي په دې کوڅه کي ډېر ښه ملا راغلي دى که يې سر دم او ياکوم تعويز ورکړي بده به نه وي. مور مي هم بېله کومه ځنډه ملا ته بوتلم، خورا نوراني او ښکلي سړى وو دقرآن څو آيتونه يې راته په سر چف کړل او ډاډ يې راکړ چي ډېر ژر به جوړه سم، په دې دومره وخت کي چي ملا زما سر دماوه نو بسوگۍ ته يې هم نارې کړې.
بسوگۍ له يو څو شېبو وروسته له دوو ستلونو سره چي له اوبو څخه ډک وه راښکاره سوه. زړې جامې او ډير خيرن ټکرى (پوړنى) يې په سر وو خو لاسونه يې داسي ښکارېدل لکه تازه چي يې برايي سره کړي وي . دملا صاحب هم دبسوگۍ لاسونو ته پام سو او په يو قهرجني لهجې يې ورباندي نارې کړې ( هله ژر کوه لاسونه دي سره کړى .......) خو بسوگۍ په ډېره بي تفاوتۍ سره يو ځلي ماته وکتل او بيا ملاصاحب ته او بيا هم دڅو ثانيو لپاره موسکۍ سوه. دهغې موسکېدل ماته داسي ښکاره سوه لکه چي هغه دملاصاحب خبري ته نه بلکه ماته مسکېدل او ددوستۍ اظهار يې راته کاوه له هغې ورځي نه زما ورسره مينه پيداسوه او دورځي ډېر وخت به مي له هغې سره لوبي کولې


زه ښوونځۍ ته تلم خو هغې به داوخت دشلومبو (تروو) په راټولولو تېرول. زما به يې مور او پلارته سخته غوصه هم راتله خو دهغوي حال به مي چي وليدنو زړۀ به مي هم پرې وسوځېدۀ . دهغې پلار سپين ږيري وو خو دکور دنفقې لپاره به يې مزدور کاري کوله هغه هم په مياشت کي لس ورځي کار کاوه ، شل ورځي به يې په کور کي بيکاره تېرولې او دمور حال خو يې يوازي دهغي دلاس له گوتو معلومېده چي جوړه ورځ به يې تلتکان (بړستني)جوړولې او دکور کرايه به يې دمياشتي په ټاکلي نېټې برابرول، بسوگۍ خو به کله ناکله دنورو په کورونو کي کار هم کاوه او خپل حق الزحمۍ به يې اخيسته دهغې ډيرۍ وخت داختر کالي به هم هغه دکور زړې جامې وې خو لاسونه به يې تل تر مړوندونو په نکريزو سره وه ، زما او دبسوگۍ ملاقات خو به زياتره دکوڅې د برسرپه جومات کي کېده . هغه به زياته دسبقه لپاره نه بلکه زما لپاره راتله. چي له جوماته به ترکوره راتلو نو ټوله لاره به مو په خوږو خوږو کيسو تيروله.


زه دخپل وخت سره سم د ديني لوست دزده کړو لپاره جومات ته تلم ، خو ډيري شپې سوي وې چي بسوگۍ جومات ته نه وه راغلې او په دې شپو او ورځو کي زما آزمويني هم وې نو ما دلوبو کولو په اړوند دبسوگۍ نه بخښه هم غوښتې وه خو داچي دا مسجد ته ولي نه راتلل ما ته داسي ښکاره سوه لکه داچي له ما مروره سوې وي ، څڼه چي له جوماته رخصت سوم په منډه منډه کورته راغلم ، دسهار دناشتې وروسته مي دښوونځۍ تياري ونيوله او همداسي چي ښوونځۍ ته تلم نو دبسوگۍ دوي کره مي هم سر ورښکاره کړ. دماشومانو چغي نارې وې ، موريې دسراي په يوه څنډه کي ناسته وه او څه يې گنډل. دسلام وروسته مي ترې نه دبسوگۍ پوښتنه وکړه هغې ديو اوږد اسويلي وروسته راته په يو لنډ جواب کي وويل چي : هغه واده سوه .


زه حيرانه سوم چي هغه خوکوچنۍ نجلۍ وه ، د هغې سن دواده کولو نه وو او بيا داڅڼه واده وو چي هيڅوک پرې خبر نه سول نو که هر رڼه واده وي بسوگۍ خو به زه خامخا خبرولم. داپوښتني مي دبسوگۍ له موره ديوې لنډې وقفې وروسته شروع کړې ، هغې وويل چي : بسوگۍ خو ډيره ماشومه وه چي پلار يې په وطـــــن کي په پنځه زره افغانيو يو پوخ زلمي ته په هغه وخت کي چي موږ نوي مهاجر کېدو ورکړې وه . او څو شپې مخکي دماښام پرمهال هغه زلمى او مور يې له وطنه دبسوگۍ پسې راغلي وه ، شپه يې چي تېره کړه سهار وختي يې دځان سره وطنته بوتله خسرگنۍ يې ويل چي دازموږ مال دي ښه دي چي له دې کوچنيوالي زموږ ترلاس لاندي تربيه سي . بيا به هلته واده پرې جوړوي .
دبسوگۍ مور لانورڅه هم ويل چي ما ترې نه رخصت وغوښت. ټوله لار مي دهغې په راتلونکي او تيرسوي ژوندکي فکر کاوه چي هغه ماشومه ديو پوخ زلمي ښځه څڼه کېداي سي ؟


خو په هرحال وخت وو تېريده ، وايې بده ورځ ورور نه لري زما لاس هم تروطـــــــــــنه نه رسيدي او ما هم ورو ورو ددوي له کور تللو نه مخ واړاوه ځکه چي هلته زما لپاره نور څوک نه وو پاته . بسوگۍ وه چي دخپل بخت پسې ولاړه او زما هم ورځ په ورځ درسونه زياتېدل او ټولۍ مي مخ په وړاندي تلل او نور ماسره هم دهغو لوبو کولو توان او وخت نه وو پاته .


يوه ورځ چي زما د دوولسم ټولۍ دآزموينو وروستۍ ورځ وه ستړې ستومانه له ښوونځۍ نه کورته راغلم که گورم چي دبسوگۍ مور زموږ په کور کي ناسته وه او زما دمور سره يې کوم څه جوړول. ماورته سلام وکړ او دبسوگۍ دحال پوښتنه مي ترې وکړه ، هغې وويل پلار يې پسي وطن ته تللى شايد په دې دوو، درو ورځو کي يې راولي او همداسي يې خبره پسي اوږده کړه . دهغې بخت دي هم وسوځي يوخو ماشومه وه چي بوډا سړي ته يې واده کړه او بل داچي بيا يې بن پر راوسته .


دبنې دنوم په اورېدو مي له سپږمو دود پورته سو
او دخبرو په منځ کي يې ورولوېدم. څه ؟ دڅه لپاره بن؟


دبسوگۍ مور بيا په خپلو خبرو پيل وکړ : څه درته ووايم لوري . خپله غريبي مي څه وه چي اوس دلور دغمه نه خلاصيږم . زما تقدير دي ورک سي په اصل کي دا زما نصيب دي، خلک چي لوڼي واده کړي نو بيا ځي په خپل بخت پــــسي زما چـــــي لور واده ســـــوه نو سل غمــــه نور هم راپيداسوه خسرگنۍ يې دابهانه کړي چي هغه ماشومه وه ، دکور کارونه يې نه سواي کولاي نو ځکه يې دخپل زوي لپاره بله ښځه وغوښته.


هيواد ته دبيرته ټ خوشالي او دليسې دفراغت خوشالي خو يو خوا او دبسوگۍ دژوند غم حال راته بلې خوا سو . زه ډېره ليواله وم چي بايد دخپل ماشومتوب ملرې يو وار ووينم .


نن زموږ کډه تړلې وه او ټول گاونډيان دمخه ښه لپاره راتلل خو دبسوگۍ مور رامعلومه نه سوه داسي راته وبرېښېده لکه بسوگۍ چي راغلې وي او هغې به دخپلي لور په خوشالي کي هرڅه هير کړي وي . ما هم دوخت نه گټه واخيسته او په منډه منډه مي ځان دبسوگۍ دوي کورته ورساوه دپخوا په شاني بيله کوم سوال جواب نه سراي ته دننه سوم هرڅه هغه رڼه وه ، دچرگانو کړچ و کړوچ ، ځيني لوښي بيځايه پراته وه خو دبسوگۍ دمور په ماشومانو کي نور څو تنه هم ډېر سوي وه. دا وار مي هم له ورايه دبسوگۍ نوم له خولې راووت ځکه ما به تل دهغوي په کور کي دبسوگۍ نارې کولې . ځيني ماشومانو مي مخي ته رامنډه کړه او بيايې نارې کړې ، ناني خوري ! هغه ده ستا ملريه راغله .


بسوگۍ هم چي تازه برايي له وطنه راغلې وه او څڼه يې چي زما ناره واورېده رامنډه يې کړه. دواړه يو بل ته غاړه غړۍ سوو. هغه هم زما په شاني دڼه او غټه سوي وه . خو ډېره ضعيفه او ډڼره وه ما خو لاټوکه هم پرې وکړه (خسرگنۍ دي لکه چي ډوډۍ هم نه درکوي) وې خندل او خندايې هم همغسي داول ځـــــــل په شان ديــــــو څو ثانيو موسکېدل وه . هغې داځـــــــل نوي جامې اغوستې وې خو لاسونه يې په نکريزو سره نه وه ځکه چي هغه اوس د دوو ماشومانو مور وه او هغه دې کارونو ته اوس نه وه وزگاره چي ټوله وخت لاسونه په نکــــــــريزو سره وساتي زه ورسره دلنډمهال لپاره کيناستم خو په دې لنډ ديدن کي ترې دواده پوښتنه وکړه چي دهغې واده په وطن کي څڼه وو؟
دابيا هم راته موسکۍ سوه او ويې ويل دلته څڼه واده وو خو هغسي دبسوگۍ واده وو کنه.