د سيد لخوا خپرې شوې لیکنې
واه واه مشرفه!
جنرال مشرف په منډه سعودی ته ورسید د سعودی پاچا په غاړه کې لاس واچوه او هغه ته يې په سا نیولی ږغ وویل:کار خراب شو نواز واستوه! هغه ور ته وویل:وارختا مالومیږی ،بده ورځ په هر چا راځی. خیر نارینه د غم لپاره پیدا دی خپل غم ماته ووایه شاید زه مرسته درسره وکړم او غم به دی سپک شی. مشرف په ژړا شو او د هغه په ګریوان کې یې لاس واچاوه او ویې ویل:زه په عسکری وردۍ کې ناست وم د دیموکراسۍ غوا مې لوشله چې سطل د شيدو ډک شو غو ا هغه په ښی پښې سط
د ژوندون خبرې
سكوت نه د احساس مي د پاڅون خبرې خېږيد مړو له هديرو نه د ژوندون خبرې خېږي اشنا په ملامت كتو دي زړه ته ډېوه راوړهله وچو ارزوګانو د بلون خبرې خېږي زما سپېرې ځوانۍ بيا تصوور ستا د مخ وكړو لوټ شوې قافلې نه بيا د يون خبرې كېږي زاهده ورته ګوره له همدې ساده نظر نه د عشق په مدرسه كې د فنون خبرې خېږي
نن درباندې ډېره زوروره شوم
اوس دې په يادونو باندې بره شومسر تر پايه جوړه لکه زغره شوم نشوه ګوزاره مې د لــېــمــو اور کېاوښکه وم ګرېوان ته مساپره شوم اوس د لېونتوب له جاله وتې يمپويه شومه، لويه شومه، ستره شوم ستا له سادګۍ سره اشنا نه ومهاغه ورځ زه هسې مروره شوم ما درته کتل تا سترګې ټيټې کړېنن درباندې ډېره زور
د وطن یادونه
په وطن موجوړماتم دیتورتمونو کې مو شپې ديدا د کوم ظالم له لاسهچې ظلمونو کې مو شپې دي ګران وطن راته سوراورشود دوزخ لمبې ترې خېژيبل محشر ته حاجت نه شته قیامتونو کې مو شپې دېدا د کوم ظالم له لاسهچې ظلمونو کې مو شپې دي
اې شمعې، يواځې ته مې پېژنې ؟
درسته شپه مې په غم کې ويلې ويلې شوې. د تور تياره ژوندانه د رڼولو په خاطر مې د اورخوراک شوې. د سپېلني په څېر رانه لوګی،لوګی شوې.ټوله اوښکه،اوښکه شوې.باالاخره په اوښکوکې دې نازولی ژوندهم له لاسه ورکړ.
ماله ځان نه کډه بارکړه
ارمان مې له یوبل سرکښ ارمان نه کډه بارکړهافغان وخومجبورشو له افغان نه کډه بارکړه په شنوبارودوسوی دازخمي وطن مې ځان وبې ځانه شومه خدایګو ماله ځان نه کډه بارکړه نارې داناالحق چې په کې ګونګې شوې ملګرومنصورولس دعشق له امتحان نه کډه بارکړه زاهده! اوس به څنګه دچاخوب له سترګوتښتيخلوص دې سپیده داغ ک
دلته خلک ټول له ژونده ستړي دي .
دلته خلک ټول له ژونده ستړي دي تاو يي تر احساس دجبر پړي دي چايي دپلارتوره چايي سپر واخيست چايي له کمانه غيشي وړي دي دارته يي دکارسرونه پورته سولته واچي دهرچاپوروړي وي هسي نه اسمان ورباندي وژاړي دي وطن کي ټول بي ګنا مړي دي شکاري جل وهلې ساه په ورو اخلي بس له هوسايني غربت وړي دي
بيا به ته هم د فجارو خاوند شې
بيا به ته هم د فجارو خاوند شې ددې غريب اولس مالونه غلا كړه له كوم پردي ملك سره وغږېږهلعلونه غلا كړه ځنګلونه غلا كړه -------------------------------- دلته ايمان او اسلام مه يادوه په القاعده وو كې به شمېر شې ګرانه يا به طالب درڅخه جوړ كړي اشنايا په كوم بل نوم به ترور شې ګرانه
پښتنه پيغله يم ټپې د خپل ګودر غواړمه
يو بل جهان له دې جهان نه زه بهر غواړمهد دې خورو تيارو په مينځ کې سپين سحر غواړمه چې د ژوندي احساس نغمه پکې مدام وي پرتههغه تخليق هغه شهکار هغه هنر غواړمه چې په يو دم مې دا نيمګړی ايمان يوسي له زړهزه د ساقي له لاسه هسې يو ساغر غواړمه لکه غنچه په کوچني زړه کې عشق حصار نه منمله مجنون عشقه مې ،د
د سپينې خــــــــــــــــولــــې نازكه شوره
زما د پردېسو سترګو توره !لولپه دي كړمه توبه دا ستا د غم له زوره لولپه دي كړمه د سر له سترګو دي پنا په وطنونو شومه د زړه په سترګو راته ګوره لولپه دي كړمه نور خو لا څه دا ستا د عشق په مقدسه ګناه
مــــــــــــرکـــــــــــــــــه
پښتون :- د یو افغان دیو پښتون د یو وګړي په حیثای نړیواله اشنــــــا! زه یوه پوښتنه کومبخښنه غواړم ، ته به وخت نلرې، زما پروړاندېد قیمتي وخت د نیولو دې مننه کوم نړیوال :- نه نه پښتونه یاره! هیله کوم وایه کنهزمونږه دنده ده چې هرچا ته ځواب ووایومونږه خپل ژوند خاص د پښتون نامې ته واقف کړیچې په ستر فکر د پښتون د ژوند کتاب ووایو پښتون :-
داڅه حال دی ؟؟؟
دغه خوب دلیدو نه دینه خوبونه دلیدو ديداحالت دلیدو نه دینه وختونه دلیدو دي څه تیارې دي خپرې شوېسمه او غر یې دی نیولیدې وحشي وحشي شېبو کېدا فرصت دلیدو نه دینه وختونه دلیدو دي ددې شنه اسمان تر څنګهدا زخمي زخمي وختونهمرګ او ژوبله ، بېوسي دهدا دهشت دلیدو نه دینه وختونه د لیدو دي پ
غونډه منډه رغنده سندره وه چا ورانه کړه
جوړه وه دګل غوندې خبره وه چا ورانه کړههيله وه تنکۍ وه خياليګره وه چاورانه کړهسوزنده بارودو په اومو شونډو راوچه کړه غونډه منډه رغنده سندره وه چا ورانه کړهګوره چی داکوم ياغی لړم زهر پرې وپاشلتيږه مو د هر غره مرغلره وه چاورانه کړهخړه پړه مېــــــنه راته ګرانه له پارسه وهجوړه مو له ويني د ځيګره وه چا ورانه کړهولي به بازيده! د تورخم پولی نه غلی تلملاره خو سيده تر پېښوره وه چا ورانه کړه
سرته مي خير غواړي
په ټپ مي مالګې دوړوي سرته مي خير غواړي جانان مي دا احسان كوي سرته مي خير غواړي دا نړيوال خلك له ما سره دا مرسته كوي هميش مي كور را سوځوي سرته مي خير غواړي ملګرو خداى خبر دښمن او كه يې دوست وګڼم مكتب جومات را نړوي سرته مي خير غواړي چې كله پړ شي نو رقيب ته اشاره ور وكړيتوره بلا را ننګوي سرته مي خير غواړي يار مي ساده دى
خــــــــــــــــــــــــــــوب
ما د وړې پادشاهي خوب لیدلوچې سرمي جګ کړ زه په جېل کې ومهزه د جېلونو او کمپونو مینځ کېد افغانانو په سر خېل کې ومه خوب کې دخپل وطن امیر ومه زهپه خپل ولس باندې زهیر ومه زه وه هر طرف ته ټول اباد کورونهپکې ښایسته ښایسته د بڼ ګلونه ښه راشه درشه او اخلاص مي لیدوزه د قومونو په هر خېل کې ومهزه دجېلونو او کمپونو مینځ کېد افغانانو په سر خېل کې ومه
څوك مي په ارزښت نه پوهېدل په دغه كلي كې
ډېر مي پر سر وخوړل وهل په دغه كلي كېبيا مي هم پيدا نه كړلو خپل په دغه كلي كې هغو هم جفا راسره وكړله خفه شوله ماچې به مدام ځانته بلل په دغه كلي كې زه اصل غمى ومه په نيم قيمت يې خرڅ كړمه څوك مي په ارزښت نه پوهېدل په دغه كلي كې ژر به درنه واخلي انتقام رقيبه! مه خانده پاتې يو سرتېرى دى لا بل په دغه كلي كې هر پيمخي ولوسته او
كاشكې ـ كاشكې او بيا هم كاشكې
كاشكې خو د اسمان د پورې ځنډې هاغه ځلانده ستورى واى.نه به مي په چا كار درلود او نه به راباندې چا كار .بس سر او كار به مي له ښكلو او ښكلا سره وو .هلته به مي تر يوې ښكلې سيارې طوافونه كول .كله چې به كومې بلې ښكلې سيارې راته د ورتګ ويلي واى نو ځان به مي په ډېره بېړه د هغې ښكلې غېږ ته رساوو.او هغې به هم په ډېره مينه په خپله غېږ كې ټينګ نيولم .هغه وخت به نو په ځمكه راته خلكو د خپل ځان دوست او د خپل پلار (ادم عليه سلام ) د دښمن (ابليس ) دوښمن وايه .په
بخمل
ښي او كېڼ بوټ مې تازه سره پېژندلي وو، چې نيكه ته چا د كركانو (مړزانو) د نيولو لپاره يو ښايسته سپى راوست، سپى بخمل نومېده، كله چې مې په لومړي ځل د بخمل پر سور وزمه څټ لاس راوكيښ، هغه خپله لكۍ وښوروله او په مينه يې راوكتل. د سپي د څټ پېچلې وړۍ داسې پستې وې، لكه زما د كولنګي چرګ د غاړې مړې بڼكې.