عزت یې شي نصیب چې ربه! ستا په لارې سم دی
ذلت په هغه چا چې د ریا په لارې سم دی
تېریږي قافلې د زمانې نن او سبا کې
سر لوړی به وي څوک چې د الله په لارې سم دی
انسان لري ډیر لوړه مرتبه تر بل مخلوقه
زیبیږي ورته کړه چې د عقبا په لارې سم دی
ذاهد په عبادت رسي د ذهد مرتبې ته
سجدې یې شي پخې چې درضا په لارې سم دی
سخي په سخاوت باندې حاصل د زړو رضا کړي
منلی به وي څوک چې د سخا په لارې سم دی
ژوندون هسې عبث چه تېروي متاع یې څه ده؟
پیرو د سمې لار د مصطفی (ص) په لارې سم دی
درګاه ته دي الله !زه افغاني لاس په دعا یم
مطلب ته رسیي څوک چې مدعا په لارې سم دی