نن مي په مينه كړه رخصت ګوره بيا كله راشم
راباندې وكړه شفقت ګوره بيا كله راشم
تر دروازې راسره لاړ شه په خوږو خبرو
د پښتنو وي دا عادت ګوره بيا كله راشم
كچكول د سترګو مي نيولى دى ستا مخ ته ځكه
روستۍ شېبې دي وصلت ګوره بيا كله راشم
چې خفه نه شې كه دي اړوم په زلفو كې لاس
جانانه! نه يم ملامت ګوره بيا كله راشم
ښېرا قبلېږي د مين ورڅخه ځان به ساتې
درته كووم دغه وصيت ګوره بيا كله راشم
چې هېر مي نه كړې رقيبان به پېغورونه راكړي
خيال مي ساته د محبت ګوره بيا كله راشم
چېرته به بيا شي در په ياد زما شلېدلى ګرېوان
پر هنر مه كوه منت ګوره بيا كله راشم