نور د افغان له خاورې پورته كړه سور او اور سپرليه!
راځه راځه خو خالي لاس مه راځه نور سپرليه!
زمونږ د سويو زړو به سوى ارمان پوره شي هله
چې بيا چينې او ګودر راولې په شور سپرليه!
په كور يې ټكه اسماني له پاكه ربه غواړم
چې چا نېولې پښتنه پېغله په تور سپرليه!
هلته به خونه د غليم په وينو رنګ كړو دواړه
چې نه زه ورور ته مخامخ نه ماته ورور سپرليه!
زه مي د زړه ټكړه په لار كې يوه يوه ورته ږدم
ګوندې څوك لار كړي را غلطه زما په لور سپرليه!
اوس كه مي وژنې كه مي ولې څه خبره نه ده !!!!
په خپلو مټو كې لرمه زه لا زور سپرليه!