نن مې لیدلی ژړیدلی تصویر
غمجنو اوښکو کې پوښلی تصویر
له خیاله نه ځي غم لړلې صحنه
د ځیګر هر کونج ته لویدلی تصویر
یتیم زیارت کوي د پلار د قبر
په خدای چې ډیر دی ځوریدلی تصویر
چا ورته وواژه په کومه ګناه؟
یو آرماني، سپیره ویشتلی تصویر
د ده له بکس کتابونو جار شم
تورو کالیو کې راغلی تصویر
معصومو شوڼدو کې به څه څه وايي
ولې یې ړنګ شو د ژوند ښکلی تصویر؟
خدایه په جنګ کې خلکو څه لیدلي؟
راشه که ګورې پرزیدلی تصویر
ای په جګړو مینو لاس و نیسی
بیا به نه غم وي نه سیزلی تصویر
۷ وری ۱۳۸۷ هجري لمریز ۲۶ مارچ ۲۰۰۸ میلادي