
لكه سپرلى د ژوندانه غوټۍ ګلونه سپړي
جانانه ستا د بېلتانه غوټۍ ګلونه سپړي
اوس به يې خوږ بوى په څلور كونجه دنيا كې خپور سي
سوكه سوكه د پښتانه غوټۍ ګلونه سپړي
هغه وخت تېر سو چې په مازې باد به ورزېدل
زمونږ په مالت كې اوس دارنه غوټۍ ګلونه سپړي
پردى سړى وم درنه هېر شومه په نه خبره
ستا په زړګي كې كوربانه غوټۍ ګلونه سپړي
چې يې له ډاره دښمنان بد بد خوبونه ويني
د هغې مور په ځنګانه غوټۍ ګلونه سپړي
حقمله ! تا چې ورته تېرې كړلې ډېرې ورځې
نن د هغې د ګرېوانه غوټۍ ګلونه سپړي
27.03.2008
- سيد شاه سقيم
اوښكې خوره شه د شهيد په قبر بله ډېوه شه د شهيد په قبر
لكه د ګل ورباندې وغوړېږهښكلې باغچه شه د شهيد په قبر
د ازادۍ په لار يې سر وركړىهسكه شمله شه د شهيد په قبر
ژر شه را پورته من...
27.03.2008
- سيد شاه سقيم
نن مې لیدلی ژړیدلی تصویرغمجنو اوښکو کې پوښلی تصویرله خیاله نه ځي غم لړلې صحنهد ځیګر هر کونج ته لویدلی تصویریتیم زیارت کوي د پلار د قبرپه خدای چې ډیر دی ځوریدلی تصویرچا ورته وواژه په کومه ګناه؟یو آرماني، سپیره ویشتلی تصویرد ده له بکس کتابونو جار شمتورو کالیو کې راغلی تصویرمعصومو شوڼدو کې به څه څه واييولې یې ړنګ شو د ژون...