اوښكې خوره شه د شهيد په قبر
بله ډېوه شه د شهيد په قبر

 
لكه د ګل ورباندې وغوړېږه
ښكلې باغچه شه د شهيد په قبر


د ازادۍ په لار يې سر وركړى
هسكه شمله شه د شهيد په قبر


ژر شه را پورته منجاوره يې شه
نغمه نغمه شه د شهيد په قبر


په وينو سور ټتر يې ښكل كړه ورته
پېغله ټپه شه د شهيد په قبر


باركزۍ پورته كړه لاسونه ورته
مه ځه! ستنه شه د شهيد په قبر