
ستا د رضا دامیدونو سجدې
ربه! ستا در کې د عذرونو سجدې
د ګناهونو منزلونه جوړ دي
غواړم ادا د ګناهونو سجدې
ستا دغفار کریم رحیم له نومو
شي که قبول د طاعتونو سجدې
زاهده !ځانته چې مغروره نه شې
زه یم پیرو د پاکو زړونو سجدې
څوک دی عابد ستا ددوزخ له ویرې
څوک کړي سجدې د ثوابونو سجدې
چې مسلمان دى او قایم په خپل دین
کړي پنځه وخته د فرضونو سجدې
که افغاني !وطن کې سوله راغله
زه به ادا کړم د نفلونو سجدې
25.03.2008
- سيد شاه سقيم
د كلي خلك شوو خبر جانانه ! نور مه راځه پر لويه لاره د ګودر جانانه !نور مه راځه
زړه ته د صبر تعويذ وكړه له ديدنه څخه شو به رسوا هر مازديګر جانانه! نور مه راځه
درپسې ګرزي رقيبان په ډلو ډلو باندېانعام يې ايښى ستا په سر جانانه! نور مه راځه
ته يې د پت او د عزت د پاره سر وركوېخو دوى دي بولي دهشت...
27.03.2008
- سيد شاه سقيم
اوښكې خوره شه د شهيد په قبر بله ډېوه شه د شهيد په قبر
لكه د ګل ورباندې وغوړېږهښكلې باغچه شه د شهيد په قبر
د ازادۍ په لار يې سر وركړىهسكه شمله شه د شهيد په قبر
ژر شه را پورته من...