د كلي خلك شوو خبر جانانه ! نور مه راځه
پر لويه لاره د ګودر جانانه  !نور مه راځه

زړه ته د صبر تعويذ وكړه له ديدنه څخه
شو به رسوا هر مازديګر جانانه! نور مه راځه

درپسې ګرزي رقيبان په ډلو ډلو باندې
انعام يې ايښى ستا په سر جانانه! نور مه راځه

ته يې د پت او د عزت د پاره سر وركوې
خو دوى دي بولي دهشتګر جانانه !نور مه راځه

   بېګا مي مور رانه په زوره ستا تصوير اخيستى
و خداى ته وګوره هنر جانانه! نور مه راځه