څلورېزه

پرې مي ږده نا صحه چې د يار غېږ كې دمه شمه
هسې نه خفه شم د اغيار كې دمه شمه
پرې مي ږدۍ چې ګلو _ نه شبنم څكم
نه چې دېوانه شم د كوم خار غېږ كې دمه شمه

--------------------

نن كوم غليم ترې لوپټه وړې ده
ننګيالۍ پېغله په ژړا ولاړه
د ننګ زلمي په زولنو تړلي
سپين مړوندونه يې زخمي اېسېده
ښكارې يتيمه غوندې تاسو ګــــــــــــــــــوري
پر ګلا بي باړخو يې  حوره اوښكه
مـــــــــا ته پېغور د بې ننګۍ راكوي
وايي بې ننګه ميخانه كې ويده
شال د پېغلوټو دي هغه پر سر كړي
چې يې پر كور غليم را وګرځېدى
له دې زلمي نه هغه پېغله ښه ده
چې پر ميوند يې توره وځلېده