يو بل جهان له دې جهان نه زه بهر غواړمه
د دې خورو تيارو په مينځ کې سپين سحر غواړمه


چې د ژوندي احساس نغمه پکې مدام وي پرته
هغه تخليق هغه شهکار هغه هنر غواړمه


چې په يو دم مې دا نيمګړی ايمان يوسي له زړه
زه د ساقي له لاسه هسې يو ساغر غواړمه


لکه غنچه په کوچني زړه کې عشق حصار نه منم
له مجنون عشقه مې ،د ګل څيرې ټټر غواړمه


ساز  كه  آواز  وي که انداز د پردو نه يې منم
پښتنه پيغله يم ټپې د خپل ګودر غواړمه


چرخه! نور بس دی خرمهرې دې لاس کې ډيرې راکړې
د مينې هارته حقيقي ، سوچه ګوهر غواړمه


"ندا" زخمي زړه يم احساس د خوښۍ نلرمه
زه لکه شمع  خنديدو کې هم شرر غواړمه