زما د پردېسو سترګو توره !لولپه دي كړمه
توبه دا ستا د غم له زوره لولپه دي كړمه
د سر له سترګو دي پنا په وطنونو شومه
د زړه په سترګو راته ګوره لولپه دي كړمه
نور خو لا څه دا ستا د عشق په مقدسه ګناه
شومه پردى له پلار او موره لولپه دي كړمه
ستابېلتانه را ته هر ځاى دى عرصات جوړكړى
اور را لګېږي لور له لوره لولپه دي كړمه
تا نه لوګى ستا د خورو ورو لمبو نه لوګى
اې د ليلا د ميني اوره ! لولپه دي كړمه
رېګزاره دښته كې زما دستړي ستړي فكر
د سپينې خولې نازكه شوره! لولپه دي كړمه
12.04.2008
- سيد شاه سقيم
پښتون :- د یو افغان دیو پښتون د یو وګړي په حیثای نړیواله اشنــــــا! زه یوه پوښتنه کومبخښنه غواړم ، ته به وخت نلرې، زما پروړاندېد قیمتي وخت د نیولو دې مننه کوم
نړیوال :- نه نه پښتونه یاره! هیله کوم وایه کنهزمونږه دنده ده چې هرچا ته ځواب ووایومونږه خپل ژوند خاص د پښتون نامې ته واقف کړیچې په ستر فکر د پښتون د ژوند کتاب ووایو
پښتون :-...
14.04.2008
- سيد شاه سقيم
يو بل جهان له دې جهان نه زه بهر غواړمهد دې خورو تيارو په مينځ کې سپين سحر غواړمه
چې د ژوندي احساس نغمه پکې مدام وي پرتههغه تخليق هغه شهکار هغه هنر غواړمه
چې په يو دم مې دا نيمګړی ايمان يوسي له زړهزه د ساقي له لاسه هسې يو ساغر غواړمه
لکه غنچه په کوچني زړه کې عشق حصار نه منمله مجنون عشقه مې ،د...