دغه خوب دلیدو نه دی
نه خوبونه دلیدو دي
داحالت دلیدو نه دی
نه وختونه دلیدو دي

څه تیارې دي خپرې شوې
سمه او غر یې دی نیولی
دې وحشي وحشي شېبو کې
دا فرصت دلیدو نه دی
نه وختونه دلیدو دي

ددې شنه اسمان تر څنګه
دا زخمي زخمي وختونه
مرګ او ژوبله ، بېوسي ده
دا دهشت دلیدو نه دی
نه وختونه د لیدو دي

پرهارونه مرګ او ژوبله
دبېرحمو قا تلا نو
د ظالمو جابرانو
دا وحشت د لیدو نه دی
نه وختونه د لیدو دي

حالتونه توفاني دي
اوس وختونه توفاني دي
اې د وخت سالار تربوره!
ستا خصلت دلیدو نه دی
نه وختونه دلیدو دي

نن دخدای د بنده ګانو
ډیر بې حده سپکه کېږي
څوک پرزیږي څوک ژړيږي
دا قیامت دلیدو نه دی
نه وختونه دلیدو دي

ای ددې زمان انسانه !
سره یو شه یو همت شه
یوه چیغه د غیرت شه
نور غفلت دلیدو نه دی
نه وختونه دلیدو دي

تر دې غلو او ګیدړانو
داوحشي ، سړي خورانو
ترېنه خلاص مظلوم انسان کړه
دا ذلت دلیدو نه دی
نه وختونه د لیدو دي