جوړه وه دګل غوندې خبره وه چا ورانه کړه
هيله وه تنکۍ وه خياليګره  وه چاورانه کړه
سوزنده بارودو په اومو شونډو راوچه کړه
غونډه منډه رغنده سندره وه چا ورانه کړه
ګوره چی داکوم ياغی لړم زهر پرې وپاشل
تيږه مو د هر غره مرغلره وه چاورانه کړه
خړه پړه مېــــــنه راته ګرانه له پارسه وه
جوړه مو له ويني د ځيګره وه چا ورانه کړه
ولي به بازيده! د تورخم پولی نه غلی تلم
لاره خو سيده تر پېښوره وه چا ورانه کړه